ورزش

نړیوال جام ته چمتو والی: ملي لوبډله د استرالیا په لور وخوځېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ تله، ۱۴۱۰ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړیوال جام کې د چمتو والي په موخه له عربي اماراتو څخه د استرالیا په لور وخوځېده.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې «افغان اتلان په عربي اماراتو کې د تمریناتي او چمتو والي کمپ له بشپړولو وروسته همدا مهال له یاد هېواد څخه د استرالیا په لوري خپل سفر پېلوي».

د کرکټ بورډ سرچینو نن ټکی اسیا ته ویلي چې ملي لوبډله به په استرالیا کې د حالاتو او پیچونو سره د بلدتیا په خاطر دغه هېواد کې تمرینات وکړي.

افغان لوبډله به د نړیوال جام په تمریناتي لوبه کې د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د بنګلدیش او په ۱۹مه نېټه د پاکستان سره مخامخ شي.

له تمریناتي لوبو وروسته به یاده لوبډله په نړیوال جام کې له خپل ګروپي سیالانو سره مخ کیږي، چې انګلستان، استرالیا او نیوزیلند دي.

همدا راز دوه نورې لوبډلې چې له غوراوي لوبو وروسته به د یاد جام ۱۲ لوبډلو برخه کیږي، هم په ګروپ کې افغان لوبډلې سره یو ځای کیږي.

د شل اوریز نړیوال جام د سوپر ۱۲ پړاو لوبې د اکتوبر په ۲۲ نېټه د استرالیا او نیوزیلند لوبډلو ترمنځ پېل شي، دا لوبډلې د تېر نړیوال جام پایلوبه کې مخامخ شوې وې چې استرالیا به د خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د یاد جام په تسلسل کې په همدې نېټه به افغان لوبډله د شنبې په ورځ د انګلستان سره په پرت لوبغالي کې خپله د نړیوال جام رسمي پړاو پېل کړي.

افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې لا دمخه د یاد جام لپاره د محمد نبي تر مشرۍ لاندې پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړې چې ترڅنګ یې څلور احتیاطي لوبغاړي هم غوره شوې دي.

محمد نبي (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، ابراهیم ځدران، نجیب ځدران، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، فضل حق فاروقي، فرید ملک او نوین الحق.

دغه راز په احتیاطي لوبغالو کې د ویکټ ساتونکي په حیث افسر ځاځی، د آلراونډر بدیل لپاره ګلبدین نائب، او د سوکه توپ اچونکو اړتیا لپاره شرف الدین او دغه راز د منځني توپ وهونکو بدیل رحمت شاه اخیستل شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx