نظــر

د سړکونو رغونه د پرمختګ پر لور مهم ګام

ابوالیاس جهادوال

تیره مياشت افغانان د يو بل ښه زيري شاهدان وو چې هغه د اسلامي امارت له لوري د۳۰ کيلومټره په اوږدوالي د سالنګ لويې اساسي رغونه وه چې  ۱۰ کيلومټره به د کانکريټ په بڼه او ۲۰ کيلومټره نوره هغه په اساسي ډول قير شي. تر دې مخکې د کابل ــــــ هرات لويې لارې د رغونې چارې هم پيل شوي چې اوس‌مهال د کندهار ـــ زابل په اوږدو کې په چټکۍ سره روانې دي چې دواړو هغو لګښت د کورنيو عوايدو پر بنسټ له ملي بودجې څخه ورکول کېږي.

د معلوماتو پر بنسټ په تېرو شلو کلونو کې چې هېواد د امريکا په مشرۍ د ټانو سازمان غړيو هېوادونو له‌خوا اشغال شوی وو، دڅلورو ميليارده ډالروپه لګښت۲۴۰۰۰ کيلومټره سړکونه ورغول شول خو په بهرنيو قرارداديانو او داخلي کړيو کې د پراخ اداري فساد، د رغونې له ټېټ کيفيت‌لروونکيو توکيو څخه استفادې، د حفظ او مراقبت نشتوالي  او د لوړ تونياژ لروونکيو لارو د تګ راتګ له امله په بشپړ او يا هم په نسبي ډول تخريب شول. حتی د ۲.۷ کيلومټره اوږدوالی سره  دسالنګ تونل په تېرو شلو کلونو کې څلور ځله تخريب او بياځلي ورغول شو چې د وروستي ځل قير يې حتی د ۷ مياشتو په ترڅ کې بېرته تخريب شو او  اوس په داسې وضعيت کې دی چې باروړونکي لارۍ او مساپر وړونکي موټر په سختۍ سره ورباندې تګ راتګ کوي.

که څه هم امريکا په تېرو دوو لسيزو کې د رغونې تر کاذب شعار لاندې د هېواد په بېلابېلو برخو کې  د کابو ۱.۲ ترليون ډالر ولګولو ادعا کويچې ورځنی لګښت يې ۳۰۰ ميليونه ډالره اټکل شوی،خو تر پايه يې هيڅ داسې بيخ‌بنستيزه پروژه تطبيق نه‌کړه چې افغانانو ته د پايښت‌وړ ګټه ورسوي نو له املهکله چې تېر کالاسلامي امارت بياځلي پر هېواد حاکم شو، د نورو  بيخ‌بنسټيزو ويجاړويو تر څنګ داسې يو هېواد ور پاتې شو چې د ۳۴۷۸۲  کيلومټره سړکونو څخه۸۰ سلنه يې ويجاړ وو چې رغونه يې کابو ۸ ميليارده ډالر لګښت غواړي.

په داسې يو وضعیت کې چېد عادي بودجې په شمول د هېواد ټولې چارې پر بهرنيو مرستو تړلې وېاو د کورنيو عوايدو ډېره برخه د پراخ فساد له امله شخصي جيبونو ته لويده، د بهرنيو مرستو بنديدو او د بانکونو شتمنيو لوټ او تالان، اسلامي امارت له يو ډېر ستونزمن وضعيت سره مخ کړی وو چې کابو کول يې تر ډېره ناممکنه ښکاريده او  ځينې په دې باور وو چې په دغسې وضعيت کې به حتی د ژوند عادي چارې هم سمبالې نه‌شي کړی.

خو د مالي او اقتصادي برخې مسوولانو په مدبرانه سياست او هلو ځلو سره د فساد په مخنيوي او عايداتي سرچينو مديريت سره نه يوازې دا چې عادي بودجه له خپلو عوايدو تنظيم شوه‌، بلکې په پراختيايي برخه کې يې هم د اوبو مديريت، د کانانو استخراج، لويو لارو رغونې، ترانزيت او نورو بيخ‌بنسټيزو پروژو د تطبيق چارې پيل کړې چې په دومره کمه موده کې دغه چارې تر ډېره ناشونې ښکاريدې او د هېواد د پېژندل شويعالم شهيد مجيب‌الرحمن انصاری په وينا دغه لاسته‌راوړنې معجزه بلل کېږي.

دغه سړکونه په داسې حال کې د افغانستان له کورنيو عوايدو څخه په استفادې سره رغول کېږي چې تر دې مخکې د سړکونو په شمول د افغانستان ډېری لويې ملي پروژې د بهرنيو هېوادونو په مرسته رغول شوي چې دې کار له يوې‌خوا د بهرنيو هېوادونو مغرضانه لاسوهنو او اداري فساد ته زمينه برابره کړې وه او له بلې خوا يې په افغانانو کې د خپلواکۍ او ځان بسياينې حس مړاوی کړی وو او داسي ګڼل کيده چې ګواکي افغانستان هيڅ کورني عواید نه‌لري او پر بهرنيو مرستو متکي هېواددی چې په بنديدو سره به يې ټولې هېوادنۍ چارې له خنډ سره مخ شي.

له دې سربېره د کورنيو عوايدو څخه په استفادې د بيخ‌بنسټيزو  پروژو تطبيق نه يوازې دا چې په هېوادوالو کې د مالکيت حس پياوړی کړي، بلکې هغوی بهپه خپل وخت د مالياتو او نورو محصولاتو ورکړې ته هموهڅول شي، ځکه چې پوهېږي دغه عوايد شخصي جېبونو ته نه بلکې د بيت‌المال خزانې ته ځي او بېرته په داسې چارو لګول کېږي چې په غيرمستقيم ډول يې پر ژوند مثبت اغېز لري.

همدارنګه به د سړکونو د بيارغونې تر څنګ د ځانګړې بودجې له لارې د هغو حفظ او مراقبت ته هم پام واړول شي او د لوړ تناژ لروونکيو لاريو تګ راتګ د مخنيوي تر څنګ به سړکونه وخت په وخت ترميمېږي او په دې توګه د دغو پروژو بقاء تضمين شي.

همداشانله کورنيو عوايدو څخه په استفادې او د چارواکو تر مستقيمې څارنې لاندې د پروژو تطبيق سره د هغو کيفيت ته هم جدي پاملرنه وشي. د ټولګتو چارو وزارت د چارواکيو په وينا د سالنګ تونل به د قير پر ځای په داسې معيار سره کانکريټ شي چې د هوا يخنۍ سره به مقاومت ولرياو د کلونو له‌پاره به دوام وکړي همدارنګه د پاتې برخې د قير کيفيت به يې هم د نړۍ له سنټډرونو سره برابر وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx