افغانستان

مجاهد: په افغانستان کې د وسله والو ډلو د شتون په اړه د تاجکستان اندېښنه ناسمه ده

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۷ تله، ۱۴۰۱ل ): د افغانستان. ا.ا ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د افغانستان په خاوره کې د وسله والو ډلو د شتون په تړاو د تاجکستان د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ اندېښنې بې بنسټه او ناسمي بللې دي.

دا په داسي حال کې ده چې څو ورځي وړاندي د تاجکستان هیواد د بهرنیو چارو وزیر ” سراج الدین مهرالدین” د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډي ته په خپله وینا کې ویلي وه چې افغانستان د ترهګرو ډلو په پټن ځای بدل شوی.

د نومړي په وینا په وروستیو کې افغانستان ته د سیمي د ترهګرو ډلو د مشرانو د تګ او ځای په ځای کیدو د سیستماتیکو هڅو شاهد دی.

خو د افغانستان اسلامي امارت ویاند “ذبیح الله مجاهد” بیا د دې څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دوی په افغانستان کې هیڅ چا ته د ترهګریزو فعالیتونو اجازه نه ورکوي. د ښاغلي مجاهد په وینا د تاجکستان اندېښنې بې بنسټه او بې ځایه دي. همدارنګه یې له تاجکستانه غوښتي چې خپلي اندېښنې ورسره له نږدې شریکي کړي.

د یادولو ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ۷۷ مي غونډي ته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم ورته څرګندوني کړې دي چې د افغان حکومت او عامو افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

اول د تروریزم يعني ډار اچونه او تروریست ډار اچونکو په معنى دى. پس د تاجکستان، ايران، پاکستان او داسې نور په خپله تروریستان دي چي د خپلو خلکو په وينو لاسونه سره دى. او اوس په ښکاره په افغانستان کې مداخله کوي. دوى د په دې ښه پوه شي چې په افغانستان کې ستاسو ناوړه مداخله او پروپاګنډ همدا ستاسو په په تاوان ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx