نظــر

کابل چې ما پخپلو سترگو ولید« ۵ برخه»

حفيظ الدين پيرزاده

د کمیسون سرہ د مجلس پاته برخه:
د ماښام لمانځه ته پر لارہ، خیرخوا صیب او زہ جوړ‎ہ روان وو.
ما ورته وویل: موږ‎ تل د تاریخ په لیکلو کې غفلت کړ‎ی، بیا نورو زموږ‎ تاریخ راته پخپل مزاج برابر لیکلی.
دې ولس په تیرو شلو کلونو کې ډیرې قربانۍ ورکړ‎ي. گوانتنامو، بگرام، پلچرخي او نور زندانونه پر موږ‎ د شوي وحشت ژوندي شاھدان دي. که زموږ‎ طالب مجاھدینو د بي ۵۲، ډرون او نورو ھوایي او ځمکنیو تھدیدونو لاندې ساہ اخیستې نو مشرانو مو ھم په جیلونو کې د وحشي بشر دوستانو تر ابوجھلي سزاگانو لاندې د أحد أحد نارې وھلي!!
تاسې او موږ‎ به سبا نه یو، نوی نسل به د دې ازادۍ پر اصلي قیمت پورہ خبر نه وي.
که تاسې او د گوانتنامو نور ملگري خپلې کیسې ولیکي او د تاریخ په لمن کې یې واچوي نو راتلونکي نسلونه به مو په دې پوہ وي چې دا ازادي چا په خیرات کې نه دہ ورکړ‎ې بلکې د ازادۍ تر منزله مو د شلو کلونو ازغنه لار وھلې!
که تاسې ته یاد شي، ډیر کلونه پخوا ما ھمدا وړ‎اندیز په قطر کې ملگرو ته کړ‎ی و. ما ان د کتاب نوم ھم د گوانتنامو پنځه گلان ( خیر خوا، نوري، وثیق، عمري او ملا فاضل صاحبان )انتخاب کړ‎ی و. ما غوښتل له تاسې څخه یې واورم او بیا یې ستاسې ھر یوہ له بیوگرافي سرہ یوځای ولیکم او نشر یې کړ‎م. خو بیا حالت په چټکۍ بدل شول او د کتاب لیکل پاته شو!
خیر خوا صیب د اطلاعات او کلتور وزارت لخوا د ھمداسې کومې پروژې د پیلیدو زیری راکړ‎ خو نورې خبرې مو و نه شوای کړ‎ای، مسجد ته رسیدلي وو او اقامت ھم پیل شوی و!
د مجلس تیرہ برخه مو د سپیدار ماڼۍ په ښکلي چمن کې وہ، خو تر لمانځه پس تیارہ خپرہ شوې وہ. د مجلس پاتې برخې ته مو د کنفرانس په یوہ لویه خونه کې دوام ورکړ‎.
د مجلس مشري د مولوي عبد الکبیر پر غاړ‎ہ وہ.
ھغه له شیخ شھاب الدین دلاور څخه و غوښتل چې د استاد ځینو گرویږ‎نو ته ځواب ووایي!

شیخ صیب دلاور:
لومړ‎ی خو تاسې ته ستړ‎ي مه شي وایو، الله مو ھرکله راوله! مشورې، سپارښتنې او وړ‎اندیزونه مو په لیمو! موږ‎ تل ستاسې مشورو ته سترگې پر لار یو او اړ‎تیا ورته لرو!
ھیله دہ خپلې مرستې به زموږ‎ سرہ د تیر پڅیر جاري وساتئ تر څو د خپل زوریدلي، مجاھد او مظلوم ولس د ھوساینې او بسیاینې په لار کې ترې کار واخلو!

په ټوله کې د استاد خبرې سمې دي خو موږ‎ غواړ‎و د ځینو نکتو وضاحت وړ‎اندې کړ‎و؛
لومړ‎ی خو لله الحمد پخپله خاورہ، خپل حاکمیت د اسلامي نظام تر چتر لاندې ناست یو او د ټولو ھڅه دا دہ چې څرنگ کولای شو د خپل ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړ‎تیا، مستقل او آزاد بھرني سیاست او ملي گټو پر حفظ د یوہ شرعي نظام له لیارې د خپل ولس خدمت وکړ‎و؟
موږ‎ دا منو چې د عفوې له عمومي فرمان څخه ځینو داسې مجرمینو ھم گټه پورته کړ‎ہ چې د عفوې قابل نه دي خو د ااا په دې وتوانید چې د قدرت جزیرې یې ور
ختمې کړ‎ي. نور کوم والي، جنگسالار، او یا بل څوک نشي کولای نظام وننگوي!
ملي حاکمیت او ملي اتحاد داسې اعادہ شو چې ساری یې موږ‎ په تیرو ۴۴ کلونو کې نه و لیدلی!
ستونزې شته خو لاسته راوړ‎نې ھم ډیرې دي، تیرې ادارې د نظامي ارگانونو پر چلولو د کال ۴ میلیاردہ ډالر مصرفول چې ھغه پیسې ھم له نورو ھیوادونو څخه د خیرات یا مرستې په نوم راتللې. موږ‎ لله الحمد ھمدا اوس درې نیم لکه نظامي او امنیتي پرسونل لرو چې مصارف یې له خپلو عوایدو پورہ کوو. د کوم ھیواد د فوځ مصارف چې نور ورکوي، ھغه فوځ یا امنیتي ارگان به څومرہ خپلو ملي ارمانونو او څومرہ به د مرستندویه ھیوادونو گټو ته ژمن وي؟!
د اساسي قانون په اړ‎ہ ستاسې ( استاد ترہ کی ) نظر بالکل سم دی، موږ‎ باید د نظام پر شکل وغږ‎یزو. تاسې زموږ‎ مشران یاست، په دې برخه کې پورہ تجربه لرئ. موږ‎ به مو له علمیت څخه گټه پورته کوو او پر مشورو به مو ان شاء الله چې پورہ پورہ عمل کوو.

پیرزادہ:
محترم شیخ صیب! دا چې تاسې وایاست داسې ملي حاکمیت په تیرو ۴۴ کلونو کې نه و راغلی نو موږ‎ په لوی لاس د امارت تیرہ دورہ ھم په ھماغو ۴۴ کلونو کې حساب کړ‎ہ چې موږ‎ پکې د ملي حاکمیت څښتنان نه وو.
شیخ صیب وویل: نه، زما موخه د سل سلنې ملي حاکمیت څخه دی. په تیرہ دورہ کې د افغانستان ځینې برخې د اا تر سلطې لاندې نه وې. موږ‎ په نژدې ۹۵ سلنه حاکم وو او اوس لله الحمد، دا حاکمیت سل سلنه دی.

خیر خوا صیب بیا د نظرونو اختلاف رحمت وباله او په ھمدې کې یې د ولس او ام ا رت خیر وگڼلو.

استاد د سرحداتو له وزیر څخه ایران سرہ پر پوله د افغان سرحدي پولیسو د تیر یو کال د نښتو او په ځینو سرحدي سیمو کې د پاکستان د پرمختگ او ازغن تار په اړ‎ہ وپوښتل.
ښاغلي نور الله نوري د سرحداتو په اړ‎ہ مفصل ځواب ورکړ‎.
ھغه وویل: سرحدات د یوہ ھیواد د ځمکنۍ بشپړ‎تیا لپارہ د ملا د تیر حیثیت لري. د سرحداتو وزارت په دې اړ‎ہ ډیرې څیړ‎نې کړ‎ي تر څو مالومه کړ‎ي کوم گاونډی ھیواد په کومو ځایونو کې زموږ‎ پر سرحداتو بلوسیدلی!
موږ‎ د خپلو څیړ‎نو په رڼا کې وایو:
یواځې چین زموږ‎ داسې یو گاونډی دی چې د نړ‎یوالو نورمونو او دوہ اړ‎خیزو معاھدو او قراردادونو پاس یې ساتلی، زموږ‎ پر پولو یې تیری نه دی کړ‎ی، نور ھر گاونډي د افغانستان پر خاورہ تیری کړ‎ی.
ایران څو ځل زموږ‎ پر خاورہ تجاوز کړ‎ی چې زموږ‎ سرحدي قواو پر شا تمبولی. څه مودہ وړ‎اندې زیات او کم ۱۵۰ مترہ مخکې راغلی و چې زموږ‎ زړ‎ورو سرحدي قواو پر شا وتمبول، اوس مو یو گډ کمیسون جوړ‎ کړ‎ی چې د دې معضلو جاج واخلي او په راتلونکې کې د بیا تیري مخه ونیسي.
د وا خان د سرحدي سیمې خبرہ چې گویا موږ‎ پاکستان ته ورکړ‎ې او یا مو ھلته له مرکزي اسیا ( تاجکستان ) سرہ د وصل لیار ورکړ‎ې، ھم مطلق دروغ او پوچ تبلیغات دي.

موږ‎ له پاکستان سرہ د ۲۴۰۰ او ۲۶۰۰ کیلومترہ په شاوخوا کې فرضي کرښه لرو چې پر افغانستان را تپل شوې او موږ‎ یې د سرحد په نوم نه پیژنو!
د ھمدې فرضي کرښې په اوږ‎دو کې پاکستان زموږ‎ پر خاورہ تجاوز کړ‎ی او په ځینو سیمو کې یې ازغن تار ھم لگولی، خو دا ھر څه د تیرې ادارې پر مھال د ناټو په موجودیت کې شوي.
په ھغو ځایونو کې چې پاکستان مخ ته راغلی، موږ‎ د یوہ گډ کمیسون له لیارې ھڅه کوو په شا یې و تمبوو.
د ااا له راتگ څخه پس موږ‎ نه پاکستان ته دا اجازہ ورکړ‎ې چې د کرښې پر پاته برخو کې ازغن تار تیر کړ‎ي او نه یې پریږ‎دو چې د افغانستان پر یو انچ خاورہ قبضه وکړ‎ي!
زموږ‎ ھمدا پالیسي د ایران او نورو گاونډیانو په اړ‎ہ ھم دہ!
موږ‎ پر چا تجاوز نه کوو، نه بل څوک پریږ‎دو چې زموږ‎ له پولو کوم گاونډی یا بل ھیواد تھدید کړ‎ي، ھمداراز ھیڅ گاونډي ته ھم د افغانستان پر یو لویشت خاورې د مخکې راتگ اجازہ ورکوو!
د نوري صیب د خبرو پر مھال مې یو عجیب د مالکیت احساس کاوہ! په سر کې مې د خپل یوہ پخواني شعر چې د غني د پاچاھۍ پر مھال مې لیکلی و، دا بیت گرځید:
یو ورځ به را پیدا شي در نه و به کړ‎ي پوښتنه
دا خاورہ مالک لري، نه دہ بې څښتنه!
نوري صیب دعمومي عفوې په اړ‎ہ وویل: موږ‎ د ستر مصلحت لپارہ، د فقھي پر أخف الضررین یا أھون الشّرین عمل کړ‎ی!
که عفوہ نه وہ اعلان شوې نو د وینو ویالې به بھیدلې وای . سرہ له دې چې له عمومي عفوې څخه ځینو مفسدو او خاینو کړ‎یو ھم گټه پورته کړ‎ہ خو په ټوله کې ولس د آرام او ھوساینې ساہ واخیسته.
موږ‎ د ھغوی د قدرت جزیرې ورختمې کړ‎ې، که وکتل شي تر ټولو زیات ظلم د ااا له افرادو او منسوبینو سرہ شوی وو خو موږ‎ بیا ھم د ھیواد د علیا مصالحو او د بېځایه وینې د تویدنې د مخنیوي په خاطر پخپلو زړ‎ونو کاڼي کیښوول او د ااا د امیر المؤمنین د عفوې عمومي فرمان ته مو لبیک ووایه!

د استخباراتو له لوی ریس عبد الحق وثیق څخه مو د امنیت، د داعش حضور او د شمال بغاوتگرو د گواښ په اړ‎ہ و پوښتل.
ھغه وویل: په کابل او د افغانستان په نورو ټولو سیمو کې مطلق امنیت حاکم دی.. ھغه څه چې په رسنیو کې خپریږ‎ي له ځمکنیو واقعیتونو سرہ بشپړ‎ توپیر لري.
په افغانستان کې د اختطاف، غلا او نورو سنگینو جرایمو سلنه ښایي د نړ‎ۍ په کچه تر ټولو ټیټه وي.
د شمال باغیانو نظامي حضور ھم یواځې د رسنیو پر مخ موجود دی، که نه، ھغوی د افغانستان په کومې کوچنۍ سیمې یا واړ‎ہ کلی ھم قابض نه دي.
داعش بھرنۍ پدیدہ دہ، په افغانستان کې ریښه نه لري.
ااا‎ یې ټول ستر او واړ‎ہ مرکزونه له منځه وړ‎ي، اوس یواځې ډیر کم پټنځایونه لري، چې له ھغو ځایونو پر ولسي وگړ‎و، مسجد ونو، او نورو د تجمع نکتو بزدلانه حملې کوي، خو زموږ‎ قوي استخبارات یې تل په لټه کې وي، پیدا کوي یې او له منځه یې وړ‎ي.

له سیاسي کمیسون سرہ مو مجلس نژدې ماسخوتن پای ته ورسید. موږ‎ ورڅخه د دومرہ پراخه وخت راکولو مننه وکړ‎ہ او ھوټل ته را ستانه شو.
د افغانستان قضایي سستم او ننگونې( له یوہ برطرف شوي قاضي سرہ د زړ‎ہ خواله )
له ټیموټي ویکس او نظر محمد مطمئن سرہ ناببرہ ملاقات……

دا لړ‎ۍ ادامه لري!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx