نظــر

عصري علوم فرض عين که مباح وګڼو؟

ډاکټر احرار

(وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً) ( الایة)
(وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا) ( الایة)

د پورتنیو ایاتونو مبارکانو په امتداد غواړم د خپل ناقص سنګر ځپلي علم یو څو کرښې ولیکم او د پوهنیون څخه د یو مدرسې په صفت استفاده وکړم او خپلې سهوې په اصلاح کړم.

قدرمنو د حضرت علي کرم الله یوه مقوله ده چې د علم اړوند ډیره مؤثره ده.
العقل اصل دین والعلم صلاحي
ښکاري داسي چې د قراني ایاتونو ، نبوي لارښونو او خلفا راشیدینو ، ائمه کرامو مجتهدینو او د خیرالقرون علماو په ارشاداتو کې او د هغوي په تشریح او تفسیر کې لویه ونډه د عقل د تعقل د چې مثبت او منفي افکار د علم په زریعه جلا کوي د ټولنی خیر او شر هم عقل د علم په مټ تثبیتوي.

الله تعالی چې د دنیا د تخلیق اراده وکړه او د بشریت بنیاد یې د ادم علیه السلام په زریعه کښیښود او بیا یې د دنیا د چارو د رهبري لپاره او د حلال او حرام د تفکیک لپاره د تصادم د مخنیوي لباره د بشریت د مختلفو احتیاحاتو د رفع کولو لپاره د یو خلیفه ټاکنه لازمه وګڼله چې تر ننه دا سلسله روانه ده.

مهم ټکي څو دي د خلیفه امتیاز او د خلیفه دنده او مکلفیت او خلیفه ته یې علم ورکړ د اعداد په حساب او د” کلها ” کلمة ورته وکارول شوه دا ښکاره خبره د د کلها په چوکاټ کې ټول هغه علوم راځي چې بشیریت ورته پخپل ژوند کې اړتیا لري د دغه ستر الهي ایجاد ، خلافت او بدلون په وړاندي هم دغه علم یو امتیاز وشمیرل شو ترڅو ملائکه د خلافت له غوښتني لاس په سر شي په ذکر او سپیځلتیا کې خو ملائکه و خپل مقام ګټلی و.

د عقل خاوندان باید دا معلومه کړي چې هغه کوم علم و چې ادم علیه السلام ته د وحیی په زریعه ورکړل شو.

د شیطان علیه اللعنة مخالفت هم باید له پامه ونه غورزول شي چې په هغه اوائلو کې یې انکار وکړ او قسم یې د الله تعالی په تقدس وخوړ چي ” لاغوینهم اجمعین ” اوس باید په دوهم قدم کې شیطان تعقیب شي چې څه یې کړي.

هغه علم چې الله تعالی د ” کلها ” کلمه ورته کارولي.

چا ؟ څه وخت؟ د کوم هدف لپاره بیل کړل؟
شیطان چې اوس یې لارویان یهودیان ، عیسویان ، د نړۍ ټول مشرکین ، او غولیدلي مسلمانان ملګري دي ولی یوازي عصري علوم انتخاب او د نړۍ اقتصاد او ټیکنالوجي په لاس کې واخیسته او مسلمانان یې یوازي دیني علم ته مجبور کړل دغه ستر بیلتون او محرومیت د انګریز په وخت چې کله په لوی هند حاکم ول د سر سیداحمدخان د وخت لاس پوڅي عالم په زریعه رامنځ ته ګړ چې علي ګړ یونیورسټی یا پوهنتون یې د عصري علومو د زدکړی لپاره خاص کړ او د دیوبند مشهور د علم او فیض مرکز یې د دیني زدکړو لپاره خاص کړ چې تر ننه مو د ” کلها ” کلمه تجزیه او د ناسم تعقل ښکار یو.

څو پو ښتني له هغو مبارکانو چې عصري علوم د مباح تر کچی کښته کوي او په هغه درجه کې هم پاملرنه نه ورته کوي.

قررانکریم امر کوي..
(وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا ٱسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍۢ وَمِن رِّبَاطِ ٱلْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِۦ عَدُوَّ ٱللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ) (الآية)

ایا دلته کوم علم ته اړتیا ده او د وخت مسلمانو حاکمانو تر اوسه څه کړي دي او زموږ د مروجه مدارسو په نصاب کې څه لري؟.

همدغه راز ډیر ایاتونه دي چې تاسو غرونو وپلټۍ هلته وسپنه د او تاسو په خپل ژوند کې استفاده ورڅخه وکړۍ او د فلکیاتو او ستارو او سیارو علم چې د زراعت او مالدارۍ ترڅنګ د محیط زیست اړوند په مهمو وبایې او انتاني امراضو کې بارز رول لري او زدکړه یې د الله تعالی امر ده موږ څه کړي دي .؟

د خدای په خاطر د کمزورو اشخاصو او د کمزوري عقل خاوندانو ته د علم تشریح اجازت او د فتوی صلاحیت مه ورکوئ دا نه د مسلمانانو د امیر نظر د نه د اسلامي امارت د افرادو چې په لکونو شهیدان یې زموږ د علمي او فرهنګي اشغال تر څنګ د خلافت د اشغال د لمنځه وړلو لپاره ورکړی دي.

تصنوعي تقوی څه ګټه لري چې نه اولس رازي وي او نه خدای جل جلاله.
عبادات پخپل ځای کې فرض دي ترک یې ګناه کبیره او دوام یې تکفیر ته رسیږي
حجاب اسلامي امر د نه مراعتول یې فحشا ته رسیږي دا هیڅ مسلمان نه ردوي او نه یې ردولای شي.

راځۍ اسلام سم تفسیر کړو او د دین اصلي خدمت د عقل او علم په یو ځای والي تر سره کړو
راځی پس له ډیره وخته عصري او دیني علوم سره یوځای کړو او په تخصص کې یې سره بیل کړو او د دښمن خوب له پیړیو وروسته بي تعبیره کړو.

ډاکټر احرار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zabihullah

ډاکټر صاحب دا هم مونږ ته دشرم ځاي ده چي مونږ دانسانيت دومره لوي خدمت چي ورته ګټه رسولي شي هغه د عصري علم زده کول دي نو مونږ مسلمانان دومره لويه د خير برخه چي هغه عصري او ديني زده کړه ده صرف د انګريزانو يو پوهنتون جوړولو باندي مو رد کړه او ترننه پوري يا خو مونږ د عصري زده کړه کفر بلو او يا مباح نو تاسي د ناټو او امريکا B 52 ته څنګه ټينګ شوي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx