شعـــــرونه

د اوونیزې فی البدیهه مشاعرې بیتونه«۲»

راوټولونه: محمد حسن جهادي عمري

۳/ربیع الاول/۱۴۴۴

(دګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې پۀ یوه شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
پۀ سپین مخ یې تورې زلفې پېچ وتاب کا
که هاله جــــلوه پــۀ نــور کې د مهتاب کا
کاظم خان شېدا (رح)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ستا د حسن صفت کله ها کوای سي
چي مآخذ یې هم لفظونه  او کتاب کا
قاضي پامیر

عشق پر ما باندې څۀ هسې چارې وکړې
چې لګيا دی او ګوزار مې پۀ شباب کا
بشارت روحاني

د حسرت شپېلۍ نغمې کړلې حیرانې
د حیرت اهنګ سرکوب سر د رباب کا
ثاقب خپلواک

چې شبنم ستا د دیدن ورباندې ؤشي
د زړۀ للمه مې ګلونه د ګلاب کا
م منصور درمان

مړاوې سترګې دې لالیه سم خوړل کا
جګ باڼه دې کِردارونه د قصاب کا
نسیم منصور

دبلبل له خولې نغمې د سپرلي غواړه
نغمې نۀ دي هغه کوکې چې غراب کا
هاشم ذاکرمهاجر

په هر کار ځان پوهونه پوهه نه ده
پوه هغه دى چې کارونه د ثواب کا
اکرام الدین مفتون

یو عادت په ښایسته وو کې دا بد دی
اداګانې او مکیز سل په حساب کا
نورګل اندړوال

ستا د یاد چڼي مې شور کوي په زړه کې
ورک اشـنا مـزاحـمـت مـې د کـتـاب کا
طالب کریمي

سترګي سرې له نمه ډکي ګرځومه
خپلي اوښکي به اخیر پای ما غرقاب کا
عبدالغني وفا

تل د عشق مذهب مجهول وي په بدرنګو
جهالت، که رزالت، که اضطراب کا
ګمدل

د زړۀ وَر د عشق محور مې خوږ دلبر دی
بې له تا خو خدای ګو څنګه انتخاب کا
بدري تکل

په وار وار مې له مجازه منعه کړی
خو زړګی د زاړۀ جرم ارتکاب کا
راشد جالب

مصلحت که، سياست، که حماقت دی
چې شاهين راته چمونه د غراب کا
نور قانع

پاچاهي چې له يوۀ رخساره ځار کړي
دغه کار خو پښتانۀ اولو الالباب کا
هاشم ذاکر مهاجر

پښتانه ژڼې میدان ته وړاندې کیږي
پښتنې پـــــیغلې ټپې د انقلاب کا
همت کوچی

واشنګټن له تېر تاريخه پند وانخست
اوس به خپل ځانته ښېرې لکه کولاب کا
اکرام الدین مفتون

غلام فکره یې و زور ته سر ټيټي کا
خو افغان یې په ټوپک باندي ځواب کا
رحمت الله ګرم

محبت کې طالب خوی کړي د ګلونو
خو په جنګ کې بیا ګزار لکه شهاب کا
م حنیف مظهري

چې د غرب په کليساوو باندې چوپ وي
سر يې غوڅ کړئ چې غندنه د محراب کا
ملا مقدام

په هېواد د استقلال باران ورېږي
سپېرۀ باد وهلې دښتې به شاداب کا
خالد وزير

د فرهاد غوندې همت غرونه څېری شي
خپل منزل ته نه رسېږي چې ډېر خواب کا
تسل منیب

نړیوال که فیصلې په سیاست کړي
پشتانه  بیا فیصلې  په انقلاب  کا
مهاجرمسجون

ما خو ستا لپاره زړه کې ځای ورکړی
کنه دا سړی خو خوی سم د ارباب کا
ذبیح الله نوراني

بد انسان وي؛ چې په بدو لارو سر وي
نیک انسان یې له خویونو اجتناب کا
صفي الله رائد

د عاقل مین د زړه خو زړه په کار وي
اننګيو باندي ناسته خو ذُباب کا
خالد منعم

دقدرت په خښته وختې اسمان ته
لیونیه ټول خویونه د جناب کا
عاصم ملنګ

څوک کارغه غوندې مردارو پسې ګرزي
څوک حلالې خوري خویونه د عقاب کا
همت کوچی

ستا ښکلا ته مې ژوندون بلاګردان دی
زړه عاشق مي ستا د حسن تل اداب کا
تپاند زُهاد

ستا په شتون د ښکلاګانو به څه حال ؤ؟
لاروي دې هم شغلې لکه افتاب کا
غالب خوستی

زۀ د داسې نازوليﷺ امتي یم
چې صفت یې کاڼي بوټي او تراب کا
ټېنوال مفتون

څوک په مينه کې تر سره پورې غرق دي
څوک د مينې له نامه نه اجتناب کا
ملا مقدام

مړه یو ته یې؟ راځه پکښې داخل شه
زړه خو هسې هم خویونه د دریاب کا
عزیزالرحمن ایاس

خامخا به یې بدن کمزوري کاندي
څوک چي کله د مجاز د عشق جولاب کا
عبدالغني وفا

د لیلی دا تورې زلفې نخرې کاندې
تور چشمان یې غرقیده ډېر په شتاب کا
ګمدل

له يوه دنيا کيسو ډک دی خو غلی
زما د زړه تمثيل کټ مټ خاموش کتاب کا
نورقانع

جنتي ژؤند یې پۀ اور راته بدل کړ
څۀ نادودې دا زړګی خانه خراب کا
م منصور درمان

ستا خبرې سر او تال لري نغمې دي
واه پۀ زړۀ لګي خویونه د رباب کا
بشارت روحاني

دنیاګۍ یې په شور شر باندې پوه نه شوه
کابلی زړه مې خویونه د پنجاب کا
نورګل اندړوال

هو ته لاړې ته بیا نه راځې منم خو
ستا تصویر نه دی؟ بیخي مې په عذاب کا
نسيم منصور

د امېل دانې دې ماتې ماتې لاړې
ته وا مستې مريدانې دې اداب کا
فکرمل طالب

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx