ورزش

په شل اوریز نړیوال جام کې د جایزو پيسې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ تله، ۱۴۰۱ل): د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۲م کال شل اوریز نړیوال جام کې د ګډون کونکو لوبډلو لپاره د جایزې پیسې اعلان کړې چې ټولې یې ۵.۶ ملیونه ډالر کیږي.

له یادو پیسو څخه به د نومبر په ۱۳مه د استرالیا په میلبورن ښار کې د شل اوریز نړیوال جام اتلوله لوبډله ۱.۶ ملیونه ډالر ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې پایلوبه کې ماتې منونکې لوبډله به له دې نیمایي (۸۰۰ زره) ډالر ترلاسه کوي.

نیمه پایلوبو کې ماتې منونکې لوبډلې به ۴۰۰ زره ډالر ترلاسه کړي.

هغه ۸ لوبډلې چې له سوپر ۱۲ پړاو لوبو څخه بهر شي، هره یوه به یې ۷۰ زره ډالر ترلاسه کړي. یعنې افغان لوبډله پرته له دې چې دوهم پړاو ته لار ومومي، یا کومه بریا خپله کړي، یوازې ټورنمنټ کې په شرکت کولو ۷۰ زره ډالر ترلاسه کولی شي.

همدا راز په سوپر ۱۲ پړاو لوبو کې لوبډله په یوې بریا سره ۴۰ زره ډالر ترلاسه کولی شي، په دې پړاو کې ټولې ۳۰ لوبې کیږي.

په لومړي پړاو کې شرکت کونکې لوبډله ۴۰ زره او له لومړي پړاو څخه بهر کېدونکې لوبډلې هم همدومره پیسې ترلاسه کوي.

هغه لوبډلې چې مستقیما یې سوپر ۱۲ پړاو ته لاره موندلې، افغانستان، استرالیا، بنګلدیش، انګلستان، هندوستان، پاکستان، نیوزیلاند او سویلي افریقا دي. دوی پرته له بریا کولی شي ۷۰ زره ډالر ترلاسه کړي.

پاتې څلور لوبډلې به له هغو اتو لوبډله څخه انتخابیږي چې له نړیوال جام له پېل سره سم به غوراوي لوبې ترسره کړي، دوی به په هره بریا ۴۰ زره ډالر ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نقیب الله

له نشریاتو مو پوره خوند اخلو قابل دې دتقدیر دي دلا ښه ځلېدو په هیله مو

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx