
د امریکایي اشغال له ماتې څخه افغانانو ته درسونه او عبرتونه!
لیکنه: عبدالجبار وحدت
د انګلیسي، روسي او امریکایي اشغال او د دوی پرله پسې ماتې موږ ته دا درسونه راکوي او یا باید لاندې درسونه ترئ واخلو
۱-حقه مبارزه او پر دې لاره ثبات او د ستونزو ګالل حتما مثبته پایله لري.
۲-الله تعالی حتما د (وَقُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبٰطِلُ ۚ إِنَّ الْبٰطِلَ كَانَ زَهُوقًا
او اعلان وکړه چي: “حق راغى او باطل له منځه لاړ، باطل له منځه تلونكى دى.” ژمنه پوره کوي. سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 81
۳- افغانان باید د اشغال تر سیورې لاندې په هیڅ ډول ناسمو شعارونو(وطن یا کفن،کور ډوډۍ، سر ور کوو، سنګر نه ورکوو) باندې و نه غولېږي.
۴- زموږ هیواد هیڅ خارجي دوست نه لري او نه څوک زموږ د ښېګڼې او خیر په پار دلته هجوم کوي، دا ټول مغريض دي او چټل اهداف لري.
۵-موږ باید خپل ځانونه ،خپل هېواد او خپل نظام پخپله جوړ کړو، د هیڅ چا په اشاره باید خپل اسلامي نظام و نه نړوو.
۶-دلته د امنیت، اردو، صفر یو ، اربکي،کمپین والا او پولیس تر عنوان لاندې باید نور د هیڅ یرغلګر د دفاع په موخه ملېشې جوړې نه شي، باید خپل بچي نور د یرغلونو د استحکام لپاره قرباني نکړو.
۷-د هېواد اصلي بچیان ،خادمان او واکداران باید وپېژنو،پالنه او ستاینه یې وکړو.
۸-د خپل ټوپک شپېلۍ باید د څو ډالرو په مقابل کې د ورور سینې ته ونه نیسو،راځۍ دا شپېلئ د یرغلګرو په سینو خالي کړو.
۹-موږ باید خارجي څارګرې کړۍ درک او وپېژنو.
۱۰- نور باید په هیڅ نوم او پلمه خپل اسلامي نظام و نه نړوو، ځکه موږ یې عملا زیانونه ولیدل چې د تېر امارت له موقتي ماتې وروسته موږ څومره شهیدان، کونډې او یتیمان درلودل.
۱۱-زموږ ځوان او تنکی نسل باید د غرب له فکري یرغل څخه ډېر په ماهرانه ډول وژغورل شي.
والسلام
د طالبانو خارجي پاليسي افغانستان هيڅ يو دوست هيواد نه لري۔ افرين شه او په تاسو شه خداي مو کور له غنمو ډک که صرف کابل کي مو امن رانوست زمونږ اهلي تشيع وروټه د سر ساتنه نشي کولي
ورور ، ستاسو په فکر چې موږ خارجي دوستان لرو؟د کابل د نا امني غټ راز دادی چې موږ خارجي دوست نلرو د پخوا په نسبت 99% سلنه امن دی.