
علماوو ته د شیخ يوسف قرضاوي (رحمه الله تعالي) وروستی وصيت
ژباړه: حسان مجاهد
خپلو علماوو او دعوتګرو وروڼو ته وصيت کوم ترڅو د خپل رب جل جلاله، ملت او دين په وړاندې خپله ذمه تر سره کړي:
۱_ دعلماوو دوستې يوازې بايد دالله تعالی او دين لپاره وي، نه دقوميت، وطن پالنې، احزابو، تنظيمونو او اشخاصو لپاره، پرته له هغو اشخاصو چې له دین سره نزديکت او تړاو لري.
۲_علماء باید دهرې قضيې په اثبات کې قرآنکريم او حدیثو ته رجوع وکړي، د اسلام دروح په فهم کې بايد د سلفو صالحینو لار تعقيب کړي او په تعقيب سره يې اسلام له هغو شبهاتو، تأويلونو، تحريفاتو، او بدعتونو څخه پاک کړي چې دوخت په تیریدو سره د باطل پرستو، ناپوهانو او مفسدينو لخوا پکې پيدا شوي دي.
۳_ علماء بايد دهر ظالم او سرکشه په مخ کې دحق خبره وکړي، په نيکو سره امر او له بدو څخه منع وکړي او هيڅکله د ملامتونکي له ملامتيا او ظالم له ظلم څخه ډار ونکړي لکه دغه کسان چې الله تعالی په داسې الفاظو راياد کړي دي: {الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا} (الأحزاب:39).
۴_ علماء بايد درسول اللهﷺ هغه وصيت په پام کې ونيسې کوم وخت چې يې معاذ ابن جبل او أبو موسی اشعري رضی اللّه عنهما ته یمن ته د ليږلو پر مهال کړی و«تاسې اساني کوئ او سختي مه کوئ، زيری ورکوئ نفرت مه پيداکوئ، موافق اوسئ او اختلاف مه کوئ!» ددې وصيت عملي کولو ته علماء په هره زمانه کې خو په دې زمانه کې بيا زيات محتاجه دي. له نرمۍ څخه مطلب دا چې دعلماوو شعار بايد مهرباني وي نه ظلم؛ ځکه مهرباني په ټولو امورو کې د الله تعالی خوښيږي؛ هغه جل جلاله رسول الله ﷺ ته داسې وايي: {وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ} که ته سخت زړی وای؛ دوي به ټول ستا شاته منتشر شوي وای(آل عمران:159). او نرمي بايد په فروعو او وسائلو کې وشي، نه په مبادي او اهدافو کې، په دې اساس بايد له خلګو سره دا ډول چلند وشي:
هر هغه څوک چې فرائض او واجبات ادا کوي او له کبائرو څخه ځان ژغوري که څه هم بعضي نيمګړتياوې ولري (چې هميشه پرې ټينګار ونکړي) ؛ موږ ته لازمه ده چې هغه دځان دوست وګڼو او بايد په حکمت سره يې سمې لارې ته راوبولو تر څو بهترې مرتبې ته ورسېږي. داسې څوک دځان دښمن، ددين مخالف او پردی بلل ځکه ستر زيان ده؛ چې بيا يې داسلام دښمنان ښکار کوي، هغوئ يې په غيږ کې نيسي او ددين او ملت دنړولو لپاره يې استخداموي.
۵_ علماء بايد دخپل وخت دښمن او روانه جګړه وپيژني، ځانونه، شاګردان او عوام بايد په ضمني او فرعي شخړو کې ښکيل نه کړي، په داسې حال کې چې داسلام پر وړاندې د شرق او غرب له جګړې غافله وي، هغه جګړه چې زموږ اولادونو ته الحاد راوړي او داسلامي مقدساتو سپاکوی کوي، دا تخريبي فعاليتونه ډير زيانمن دي، موږ بايد دخپل ملت د شخصيت او صداقت ساتلو لپاره او له تباهۍ څخه دژغورنې په موخه دې فعاليتونو ته خاصه پاملرنه، خپلې هڅې او خپل فکر په نښه کړو.
٦_ علماء بايد د زمانې د ټولو علومو په وسله سمبال وي، امام غزالي چې فلسفه ماته کړه، دیني علم يې ژوندی کړ او دفلاسفوو بې اتفاقۍ يې وښوده دا ټول له هغه وروسته چې لومړی يې فلسفه وویله. داشان امام ابن تيميه رح په اهل باطلو او منحرفو ډلو هغه مهال ردونه وکړل چې ددوي عقايد يې ټول په دقيقه توګه مطالعه او وويل حتی چې یهودیت او مسیحیت يې هم وویل له دې امله دی يوازې په شرعياتو کې نه بلکې په عقلياتو کې هم امام و.
ځکه نو په دې زمانه کې هر عالم محتاجه دی تر څو دنوي کلتور، ارواپوهنې، ټولنپوهنې، اقتصاد، سیاست، اخلاق او فلسفې ټول علوم، مذاهب او تاريخ ووايي!
۷_ علماء پورته کارونه تر هغه وخته نه شي کولای شي ترڅو چې يې له ځانو څخه دا فکر نه وي ايسته کړی چې موږ یوازې په مدارسو، دولتي ادارو او مساجدو کې مأمورين او رسمې خلګ يو او دا فکر يې خپل کړی نه وي چې موږ دفکر او دعوت خلګ يو؛ ځکه د مأمورينو او مبلغينو تر منځ دا فرق ده: مأمورين په اسلام پايې/ژوند کوي او اسلام خوري او مبلغين بیا داسلام لپاره ژوند کوي او داسلام په لاره کې مري.
۸_ علماء بايد دنړۍ په کچه خپلمنځي اتحاد ولري، علماء يو داسې ځواک ده چې خپل اتباع، مخاطبین او لوی تاثير لري، خو دا هغه مهال چې دوي په داخل د هر هيواد کې د هماهنګي او همکارۍ اتحاد ولري.
۹_ دنړۍ کفارو دعلماوو هغه خپلمنځي واړه اختلافات درک کړي دي چې علماء سره بيلوي، ځکه يې دوي د نوښت او بقا هڅې کوي ترڅو داړتيا په مهال بعضي علماء په بعضي نورو ضعيفه کړي، يوه ډله کفار يو طرف علماوو ته دا نظريه ورکوي چې دوي ورسره همغږي دي او دمقابل لوري په فکر کې مخالف دي حال دا چې کفار دټولو مخالفين او دټولو يو شان دښمنان دي، دا ددوي يو نجس تکتيک دی چې بايد موږ مسلمان علماء تر دوي دښه بصيرت خاوندان شو او ددوي پلانونه ددوي پر وړاندې شنډ کړو.
۱۰_ علماء بايد دهر هغه اسلامي دعوت په څنګ کې ودريږي چې د اسلام دبیا ژوندۍ رهبرۍ او ټولنې ته داسلام په رنګ ورکولو سره کار کوي، دوي باید دټولنې لارښوونه وکړي، خطاوې يې اصلاح کړې او په خپل ټول وس سره ټولنه ځواکمنه او بسیا وګرزوي.
الله تعالی دي په شیخ يوسف قرضاوي ورحمیږي او الله تعالی دې اسلامي امت ته دهغه نعم البدل ورکړي. امين يارب العلمين