
نړۍ
روسيې ولسمشر “پوتین” د اوکراین څلور سیمي د خپلي خاوري برخه اعلان کړې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ تله، ۱۴۰۱ل): د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین یوې جوړي شوې غونډي ته د وینا په مهال ویلي چې د اوکراین د لوهانسک، دونیڅک او په جنوب کې د زاپوریژیا او خرسون سیمو کې له پنځه ورځنۍ ټول پوښتني وروسته یادي سیمي د روسيې خاوري برخه ګرزولې.
د روسيې ولسمشر پوتین زیاته کړې چې د دغو سیمو خلګو خپل غوراوی کړی او پوتین زیاتوي چې روسیه به په خپل ټول توان د دغو سیمو د وګړو دفاع وکړي.
د پوتین له دې اعلان وروسته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د ناټو د چټک غړیتوب غوښتنه وکړه.
د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې امریکا او اروپایي ټولني د ټولپوښتني له امله په روسيې د بندیزونو لګولو ګواښ کړی.