افغانستان

کریمي: د افغانستان منزوي کیدل د هیڅ لوري په ګټه نه ده

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۹ تله، ۱۴۰۱ل): د ا.ا.ا مرستیال ویاند بلال “کریمي” وایي چې د افغانستان حکومت منزوي کیدو پالیسي د هیڅ کوم لوري په ګټه نه ده، هغه زیاتوي چې اسلامي امارت له ټولو اړخونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دا د ټولو په ګټه دی.

دا په داسي حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د سفرونو د معافیت موده پای ته رسېدلې. په ورته مهال اسلامي امارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د منزوي کېدو له تګلاري کار وا نخلي او د افغان حکومت چارواکو د سفرونو د معافیت موده دې اوږده کړي.

همدارنګه د نړیوالو چارو شنونکي هم په دې باور دي چې سیاسي او اقتصادي بندیزونه د افغانستان په ګټه نه دي.
په دې تړاو تردې وړاندي ځینو ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې د اسلامي امارت د چارواکو د سفرونو د معافیت مودې د غځېدو په سر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو تر مینځ اختلافونه رامنځته شوي دي.

د یادولو ده چې تر دې مهاله د ملا برادر اخند، عبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبیر او مولوي امیرخان متقي په شمول د افغان حکومت ۱۳ تنو چارواکو د سفرونو د بندیزونو معافیت نه دی غځول شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx