شعـــــرونه

يو قدم پر اوښکو ږدمه بل قدم په وينو کې/ ذاکر

مولوي محمد هاشم ذاکر

يو قدم پر اوښکو ږدمه بل قدم په وينو کې
څو به دې وطنه لا اوږديږي غم په وينو کې

زخم يم تڼاکې يم خندا ته مې څوک نه پريږدي
څو لسيزې کيږي بس روان يم ځم په وينو کې

ياره څوک چې زړه لري تر مرګه به يې هير نشي
نن که چا ليدلی وي دا مات قلم په وينو کې

زما له درده خوند اخلي ژړا پورې مې وخاندي
خلګ خپلې ګټې ګوري زما د چم په وينو کې

زماپه غمځپلي تياره کور کې رڼا نه غواړي
زما ډيوه ګۍ وژني چې بس پروت يم خم په وينو کې

غواړي چې ماتل د غم او وير په ټغر کښينوي
خدايه رقيبان غواړم يو ځلې سم په وينو کې

کوم يو به يې وايم ډير دردونه مې په زړه کې دي
ځکه مې ذاکره ځي د سترګو نم په وينو کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx