نظــر

د باګرام مستند په اړه څو کرښې او خاطره

لیکنه: مولوي ضیاءالحق حسان

۲۰۰۱ م کال وو، موږ د ګران هیواد پکتیکا ولایت د یحیی خیلو په روضة العلوم مدرسه کې زده کړې کولې هغه مهال د اوومې درجې طالب وم چې د نړۍ بشردوستانو(!) په غازي هیواد هجوم راوړ د دوی له لوري به هره ورځ د راډیو او چاپې ورځپاڼو له لوري د امریکا او کابل حکومت مخالفینو ته ګڼ پیغامونه نشریدل په وینا یې څوک هم چې د راغلو بشردوستانو په وړاندې د مقابلې لار خپله کړي ځای به یې ګوانتامو یا هم د بګرام زندان وي، مدرسه کې وو هره ورځ به مو د مدرسې د چاپې اړوند پیغامونه تر غوږو رسیدل بلاخره یوه ورځ د شپې پر مهال ګڼو طیارو د مدرسې په ماحول هوایي ګزمې شروع او د ځمکې له لارې د ټانګونو قطار د مدرسې تر انګړ راورسید، تالاشي یې شروع او د تللو پر مهال یې د مدرسې ناظم عبدالعزیز (چې او سمهال شهید ده)، ادارې (زما پلار) او دری نور کسان له ځان سره یوړل دری شپې وروسته خبر شو چې دوی د باګرام زندان کې د زندان شپې تیروي ، څه وخت وروسته چې کله لوی رب دغه کسان له زندان ازاد او د ازادۍ په نعمت ونازول لیدو ته به یې ګڼ کسان راتلل دوی به ورته د زندان کیسې کولې د راغلو میلمنو له سترګو به د اوښکو قطارونه د ګریوان انګړ ته بدرګه کیدل.

له دې وروسته به هره شپه د مظلومو هیوادوالو په کور غربي چورلکې دیره او هر سهار به ویل کیدل: پلانی مولوي صاحب او…….. یې چاپه کې وړي څو شپې وروسته به خبریدلو چې هغه اوس د باګرام زندان کې بندي دی.

له زندان به بندیان راخلاصیدل له ځان سره به یې د راغلو ګڼې کیسې راوړې وې، دوی که جسماً تعذیب شوي وو خو عزمونه یې د فولادو په څیر محکم او د شمشاد غوندې دنګ شوي وو.

د هیواد له فتحې وروسته د افغان فیلم ریاست ته مولوي شفیع الله جاوید افغان ور معرفي شو؛ له نوموړی سره مې له وړاندې پیژندل په خورا زیار او تکلیفونو یې د افغانستان اسلامي امارت غږ ژوندی ساتلی وو د راغلو ګڼ وحشتونه یې رسنیز کړل.

جاوید صیب ویل: داچې فتحه راغله باید د ناټو د عسکرو او د دوی د ملکرو جنایات مستند او رسنیز شي په وینا یې دوه یا دری کلونه وروسته به ړنګ شوي مسجدونه، مدارس او کورونه بیا ورغول شي خلک به وایي امریکایانو کله وحشت تر سره کړی!

په همدې موخه یې د افغان فیلم ریاست له لوري د باکرام مستند ته مخه کړه چې تیره چهارشنبه دغه مستند له شپږ میاشتو زیار وروسته ننداري ته وړاندې شو د دې مستند د نندارې په مهال لیدونکو د یاد فیلم د هرې صحنې په لیدو او د بندیانو د مرکو په اوریدو د اوښکو قطارونه بدرګه کړل د فیلم تر پایه په تالار کې ژړا او سلګۍ اوریدل کیدې.

د باګرام مستند موږ ته دا پیغام لري چې باید د راغلو هر وحشت مستند او راتلونکو نسلونو ته پاته شي.
پای

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx