نړۍ

انډونیزیا: د فټبال لوبې وروسته ګډوډي کې ۱۷۴ کسان وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۱ل): تیره شپه د انډونیزیا په جاوا جزیره کې د لومړۍ درجې د فټبال لیګ یوې لوبې وروسته د لوبډلو د مینه والو تر منځ نښته شوې چې له امله یې تر اوسه ۱۷۴ تنه وژل شوي او ۱۸۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

د انډونیزیا د خبرې سرچینو په حواله پيښه د جاوا جزیری مالانج ښار او کانجوروهان په نامه لوبغالي کې رامنځته شوه چې له امله یې د یادې مرګ ژوبلې سربېره ۲ پولیس هم وژل شوي دي.

د انډونیزیا حکومت پر پيښې تاسف څرګند کړی دی او ویلي يې دي چې دوی به د پيښې په اړه تحقیقات وکړي.

د انډونیزیا د خبري سرچینو په حواله د لوبو وروسته د ګډوډیو پيښې معمول دي خو د تیري شپې پيښه بی مثاله ده.

پيښه هغه وخت را منځته شوه کله چې د مالانګ ښار لوبډلې د ختیځ جاوا ښار پلازمیني سورابایا د لوبډلې څخه په ۳-۲ لوبه وګټله.. د لوبې وروسته ۳ زره د لوبې مینه وال لوبغالي ته کښته شول او ګډوډي را منځته شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx