افغانستان

طالبانو د فاریاب ولایت د خان چارباغ ولسوالۍ څارنوال او جنايي آمر وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۲مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د فاریاب ولایت  دوه سیمه ییز چارواکي په یوه برید کې کې وژلي.

د فاریاب ولایت د والي ویاند جاوید بیدار د پېښې په اړه ویلي چې نامالومو وسله والو د خان چار باغ ولسوالۍ څارنوال او جنايي مدیر تښتولي، بیدار تر دې مهاله ددوی دواړو وژنې په اړه څه نه دي ویلي.

بیدار زیاته کړې چې دغو دواړو سیمه ییزو چارواکو د خان چارباغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې کومې نامالومې سیمې ته سفر کاوه چې په لار کې د وسله والو له لورې تښتول شوي.

د والي ویاند له قوله تر دې مهاله لا مالومه نه ده چې دوی د کومې موخې لپاره تښتول شوي خو پولیسو یې په اړه څېړنې پیل کړي.

د نوموړي په وینا سرحدي پولیسو د دواړو سیمه ییزو چارواکو په لټون پسې وتلي دي او ډير ژر به یې له تښتونکو خلاص کړي.

طالبانو ددغه برید مسؤولیت پر غاړه اخېستی دی او ویلي دي چې دوی د یوه تکتیک په پایله کې ددغه ولایت جنايي آمر نبي خان بېژن او څارنوال وژلي.

د قاري یوسف احمدي له لوري نن ټکی اسیا ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی یو ساتونکی ژوندی نیولی چې دوی به د تحقیقاتو وروسته پریکړه کوي.

احمدي زیاتوي چې دوی …«یو رینجر موټر، یو سټیلائټ دستګاه، یو کلاشنکوف، توفنګچه او نور مهمات په غنیمت نیولي».

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه ورکړل شوي چې دوی تر تښتونې وروسته وژل شوي خو لا تایید شوي نه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x