نظــر

لږ یې په غور واوره مشره….. ؟!!

میرویس کاکړ

د اسلامي امارت له حاکمیت څخه تر یوه کال زیاته موده کیږي،په گڼو مواردو کې د پام وړ پرمختګونه،ښه خبرونه راغلي او نوښتیز ګامونه ایښوودل شوي؛ چې د ولسونو له بېساري هرکلي سره مخ شوي دي.
هره برخه کې پرمختګونه دا په ډاګه کوي چې مشران مو د هیواد د ښیرازۍ لپاره څومره اوچته ژمنتیا لري او په څومره ولولو سره خپل کړنچارې پرمخ وړي.
خو داچې له عیوبو او ستونزو څوک خالي کیدای نه شي، نو حکومت مو هم همدې اصل ته په کتو سره له ځینو ننګونو سره لاس او ګریوان دی.

که د نجونو د تعلیم مسئله په حکمتونو کې نغښتې، نو د امنیتي خوندیتابه مسئله کې خو کسالت او غفلت، نه کوم حکمت لري او نه هم کوم توجیه کیدونکی عمل دی.

زه به یې په زغرده ووایم، چې د پلازمینې په ګډون د اکثرو ولایاتو د مراکزو امنیتي خوندیتوب د ډاډ وړ نه دی؛ په لویو لارو د شپې څه، چې ان د ورځې هم تش په نوم تالاشي نه تر سترګو کیږي.

په دې برخه کې هغه همغږي چې باید د کورنیو چارو وزارت یې له نورو ارګانونو سره په موازي توګه ترسره کړي؛ متأسفانه چې داسې ښکاري، چې داسې کوم څه شتون نه لري.

امنیتي چیک فواینټونه/د تالاشي ځایونه که له یوې خوا د مسلکي دقیقې تالاشي امر ورته نه دی شوی، له بل لوري یې د مسلکي تالاشي توانمندي نه ده موندلې.
د دښمن د تحرکاتو د مخنیوي لپاره چې د دوست او دښمن تالاشي له اولویتونو شمیرل کیږي، ترڅنګ یې د ځینو غټایټو چارواکو ستر نفسونه تر دې کچې دي، چې د تالاشي په ټاور ولاړ مجاهد ورته د دو روپیو اهمیت نه لري او هڅه کوي، خپل روب داب پرې وغورځوي.
مونږ چې د نجونو د ښوونځیو د بندیدو په تړاو څرګند دلیل نه لرو او په مختلفو پلمو پوښتونکي ولسونه ځوابوو؛ خو تر څنګ یې زمونږ دښمن بیا دومره تور زړی دی، چې مخامخ همغه ښوونیز مراکز د خونړیو حملو په مټ په نښه کوي.

امر بالمعروف مو ددې پرځای چې ددغه معروف ابلاغ وکړي، د مباح، غیرضروري او نورو سوژو له لارې یې مخه نیولو ته کار ویلی دی.
ددې پرځای چې مونږ د ځینو پروژه ای میرمنو د ترتیب شویو لاریونونو مخه د پولیسو میرمنو په مټ ونیسو، د ناچارۍ له کبله یې د شازلمیو مجاهدینو په مټ په کونداغونو وهو او له صحنې یې شړو.

دلته د زارت داخله او نورو ارګانونو مشرانو ته څو کوچني ړاندیزونه لرو:

۱_ محترم وزیر صاحب چې مسؤلیت یې د ښارونو داخلي امنیت دی؛ په دې باید پوی شي، چې دلته په هر چیک فواینټ ولاړ مجاهد ته له مشرتابه څخه داسې صلاحیت واخلي، چې د هر مشر او کشر دتالاشي واک او ځواک ولري.

۲_ د تالاشي پرځای ولاړ مجاهد باید د تالاشي په ټولو اصولو وپوهول شي او د سمارټ تلیفونونو له کارونې، انډیوالي پالنې او نور هغو سوژو څخه جداً ځان وساتي، چې د نوموړي په کاري دنده کې د اصولو لمخې مناسب نه وي.

۳_ د کورنیو چارو وزارت باید له استخباراتي ادارې او دفاع وزارت سره داسې هماهنګي ولري، چې هره حوزه کې دې د دریو واړو ارګانونو سرتیري میشت او د تالاشي پرمهال دې یوځای خدمت مخته یوسي.

۴_ په اونۍ کې باید حد اقل یوه ورځ د مختلفو هغو سیمو چې خطر ترې احساسیږي، دقیقه تلاشي واخیستل شي.

۵_ په امنیتي سکتور کې دې وخت پر وخت تبدلیانې راوستل شي او د اړوند امنیتي حوزو د چارو نظارت دې، که ممکنه وه، مستقیما وزیر صاحب وکوي او یا دې هم د هرې کوچنۍ پیښې د پیښیدو لامل په جدیت سره له امنیې قوماندان څخه غواړي؛ څو په پایله کې یې مؤظف امنیتي پرسونل لا ښه متوجه او ځیرک پاتې شي.

۶_ کابل ته له ولایاتو نه داخلیدونکي نظامي مجاهدین باید، مخکې له مخکې له ځانه سره د خپلې اړوند امنیتي ادارې رسمي خط، چې د یادو نظامیانو ټول جزئیات په کې درج وي، له ځانه سره ولري، څو یې په مټ د چیک پواینټونو مسؤلینو ته د دوست او دښمن تفکیک آسانه شي.

۷_ د کابل سرتاسري امنیت که یوې ۱۰۰۰زرکسیزې مشترکې سیارې قطعې ته وسپارل شي، دا هم د امنیتي خوندیتابه برخه کې مهم رول لري.

۸_د ملا امامانو، ګذر وکیلانو او نورو نفوذي شخصیتونو سره دې د ګډو امنیتي ارګانونو اونۍ وارې ناستې برابرې شي، څو په دې توګه د هغوی ملاتړ جلب او ددښمنو کړیو هر تحرک ته متوجه شي.
۹_د کابل ښار ټول میشت کورونه دې تثبیت هویت شي او نوي راتلونکو ته دې هم د هویت له تثبیت وروسته د کور نیولو /جوړولو اجازه ورکړل شي.

۱۰_د سیمکارتونو له لارې د متهمو کسانو د اړیکو څار خورا مهم دی او د کټګوریو له مخې باید ځینې کسانو ته د تور، سپین او زیړ لیستونو ترتیب برابر شي او وخت پر وخت دې له استخباراتي ادارې سره په ګډه د تور او ژیړ لیستونو داخل کسان تر څیړنې لاندې نیول کیږي.

مشرتابه باید د یوه مسؤل جهت په توګه د هر افغان نیکه مشوره واوري او هغه چې د تعمیل وړ وي، باید ځواب یې منفي ورنکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx