افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت: په عامه ځایونو کې چاودنې دسیسه ده، نفاق ته دي لمن نه وهل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۱ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر ملکي اهدافو وروستیو چاودنو ته په اشاره ویلي چې دا د افغان ولس د دښمنانو یوه دسیسه ده او پر بهرنیو کړیو یې غږ کړی چې له خواخوږۍ ور تیره د نورو غیر مسؤولانه څرګندونو څخه دي ډډه وکړي، «هر څوک چې په افغانستان کې ملي نفاق ته لمن وهي، هغوی زمونږ متحد ملت سره جفا او له اخلاقي پولو تیری کوي او د خپلو نامشروع ګټو لپاره ناکمې هڅې کوي».

د یادونې وړ ده چې د تیرې جمعې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې د کاج په نامه یوه ښوونیز مرکز کې د ازموینې پر مهال چاودنه شوې وه چې له امله یې د ملګرو ملتونو د وروستي راپور پر اساس ۳۵ تنه وژل شوي او ۸۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

یاده پيښه په داخلي او بهرنۍ کچه په پراخه توګه وغندل شوه او افغانستان کې دننه هم په مختلفو ولایاتو کې د یادې پيښې د غندنې په موخه لاریونونه تر سره شول.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت جګپوړو چارواکو هم د پيښې د قربانیانو د کورنیو سره لیدنې کړي او د هغوی سره یی غمرازي او کومک کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx