نظــر

د نن او پرون ځوانان!

حسان مجاهد

ځوانان دټولنې هغه مهم قشر ده چې تل یې په مټ دین خپور شوی او له دین څخه دفاع شوې ده، سترې امپراتورۍ يې له شکست سره مخ کړې، ملتونو ته يې د آرام ساه ورکړې، مقبوضه ځمکې يې آزادي کړې، دمظلومو اولسونواوښکې يې پاکې کړې، ظالمان يې مجازات کړي او دنړۍ هر ګوټ ته يې اسلام غزولی ده. خو متأسفانه چې د نن ورځې ځوانان دپرونيو ځوانانو په څېر نه دي؛ ځکه نني ځوانان له يوې خوا د شهوت په لومو کې ښکيل او له بلې خوا د فکري انحراف ښکار شوي دي، دوي په ټولنه کې يو بې مسؤلیته ژوند کوي، ګيم او فلم ته تر قلم او توري زيات اهميت ورکوي، دنن ورځې شل کلن يا ددويشت کلن ځوان دماشومانو په څېر ځان په عبثياتو بوخت ساتي؛ ورځنۍ دندې يې سریال، ګيم، فلم، فيکنيک وي، ددوي همتونه ټيټ او ارادې سوستي وي، دوي فکر کوي چې زموږ د اتلولۍ وخت مخته راروان دی حال دا چې پرونيو ځوانانو دشلو کلونو په شاوخوا کې سترې کارنامې او قيادتونه کړې او په اوږو يې ددين ددعوت او حمايت درانه مسؤليتونه اخيستي و چې څو بيلګې يې په لاندې ډول دي:

• اسامه بن زید رض ته رسول الله ﷺ ديو لښکر مشري په داسې حال کې ور وسپاره، چې عمر يې ۱۷ يا ۱۸ کاله و، سره له دې چې په لښکر کې مشران صحابه لکه أبو بکر، عمر وغيره رض هم موجود و.

• عبد الله ابن عمر رض ته په ۱۴ څوارلس کلنۍ رسول الله ﷺ داحد د غزا اجازه ورنکړه، خو په ۱۵ پنځلس کلنۍ کې يې دخندق دغزا اجازه ورکړه.

• رسول الله ﷺ عمير بن ابي وقاص رض دبدر له غزا څخه دماشوم والي له امله راوګرځول، خو ده وژړل او بیرته يې دتګ اجازه ورکړه.

• ابوجهل لعين تقريباً ددوو څوارلس کلنو ماشومانو مُعَاذُ بْنُ عَمْرِو بْنِ الْجَمُوحِ او مُعَاذُ ابْنُ عَفْرَاءَ رض په لاس ووژل شو.

• زبير بن عوام رض۱۲ دوولس کلن ماشوم و چې له رسول الله ﷺ څخه يې په توره دفاع کوله، چا چې به وليد نو به يې په تعجب سره وويل «له هلک سره توره ده!»

• طلحه ابن زبير رض د۱۶ کلونو و چې له رسول الله ﷺ سره يې په مرګ بیعت وکړ او په خپل ځان يې له رسول الله ﷺ څخه دفاع کوله.

• عتاب بن اسيد رض ته په ۱۸ اتلس کلنۍ کې رسول الله ﷺ د مکې مکرمې مشري ور وسپارله.

• سعد ابن ابي وقاص رض چې په لومړي ځل دالله تعالی په لار کې غيشي ويشتو او رسول الله ﷺ ورته «ارمي فداک ابي وامي» کلمې ويلې؛ عمر يې فقط ۱۷ کاله و.

• داحد په غزا کې رسول الله ﷺ سمره بن جندب او رافع بن خديج دماشوم والي له امله ځواب کړو، خو سمره ته يې بيرته اجازه ورکړه (یا له دې امله چې ښه ويشتونکی و، يا يې دګوتو په سرو ددريدو له تدبيره ځان لوی ښودلی و) رافع وژړل چې ولي يې زه شاته کړم او سمره ته يې اجازه ورکړه، له هغه وروسته يې دواړو ته اجازه ورکړه.

• سعد ابن ابي وقاص رض وايي: دبدر په غزا کې مي خپل ۱۴ څوارلس کلن يا ۱۶ شپاړس کلن ورور «عمير» وليد چې په لښکر کې پټ و، ما ترې وپوښتل: ولي پټ يې؟ ده راته وویل: ددې لپاره چې رسول الله ﷺ مي ونه ویني او له غزا څخه مي په شا نکړي؛ ځکه زه غواړم شهيد شم!

• زید بن ثابت ۱۱ يولس کلن و چې رسول الله ﷺ مدينې ته هجرت کړ، ۱۳کلن و چې دبدر په غزا کې يې دګډون غوښتنه وکړه خو رسول الله ﷺ رد کړ، بیا څوارلس کلن و چې د احد په غزا کي يې دګډون غوښتنه وکړه، بيا رسول الله ﷺ رد کړ او دخندق په غزا کي يې هغه مهال ګډون وکړ چې عمر يې ۱۵ کاله و.

• دعمر بن عبد العزيز زوی« عبد الملک» چې پلار ته په عادلانه فيصلو او حلم کې ډير ورته و، دظلم مخه يې ونیوله او ظالمان يې مجازات کړ؛ په ۱۹ کلنۍ کې له دنیا رخصت شو‌‌.

• د قتيبه بن مسلم رح فتوحات چې تر چينه او روسیې پوری غزیدو؛ عمر يې تر ۳۰ ديرشو کلونو کم و.

• هارون الرشید رح د خلافت واګي هغه مهال په لاس کې واخيستې چې عمر يې ۲۰ شل کاله و.

• ابو العباس سفاح رح دعباسي خلافت تأسیس هغه مهال وکړ چې عمر يې ۲۸ اتويشت کاله و.

• معز لدین الله فاطمي رح د خلافت فاطمي تأسیس په ۲۱ يويشت کلنۍ کې وکړ.

• محمد بن قاسم ثقفي رح په ۱۷ کلنۍ کې سند او هند فتح کړو او په څلور ويشت کلنۍ کې شهيد شو.

• أبو مسلم خراساني رح چې د دولة عباسي په تأسیس کې يې غړيتوب لرل؛ په ۳۵ پنځه دېرش کلنۍ کې وفات شوی ده.

• عبد الرحمن الداخل رح چي له دمشق څخه افريقا ته فنا يوړه او هلته يې په يوازې سر دحق چيغه پورته کړه، داسلامي دولت دبيا احيا لپاره يې هلي ځلي پیل کړې؛ عمر يې ۲۴ کاله و.

• عبد الرحمن الناصر چې په اندلس حاکم و؛ عمر يې ۲۱ کاله و.

• محمد الفاتح رح په ۲۲ ددويشت کلنۍ کې قسطنطنیه(اوسنی استامبول) فتحه کړ.

*دپوهنې په برخه کې*

لکه څنګه چې تنکيو ځوانانو په جهادي ډګر کې سترې قربانۍ ورکړې داشان يې دپوهنې په برخه کې هم ځانګړی رول لوبولی دی او دځوانۍ په نازکو مرحلو کې يې نړۍ دجاهليت له تور تمه را ايستلې ده چې ديو شمېر ځوانانو نومان په لاندې ډول دي:

• لومړی هغه ماشوم چې عمر يې تر لسو کلونو کم و او درسول اللهﷺ له بعثت سره يې ايمان قبول کړ؛ هغه علي کرم الله وجه و، چې دا عمل دده په پوره پوهه او کامل عقل ګواهي ورکوي.

• عمر ابن سلمه رض د شپږو کلونو و چې په لمانځه کې دخپل قوم امام و؛ ځکه بل داسې هیڅ څوک نه و چې دده په څير دې قرانکريم ياد و.

• زید بن ثابت رض وايي: رسول الله ﷺ چې مدينې ته راغی زه ۱۱ يولس کلن وم، هغه ﷺ راته د يهودو دژبې دزدکړي امر وکړ، ما تقریباً په اوولس ورځو کې ژبه زده کړه، کله چې به رسول الله ﷺ يهودو ته خط ليږل نو ما به ليکل او کله چې به ددوي خط راغی نو ما به ژباړل.

• علي رضی الله عنه وايي: زه رسول الله ﷺ شام ته دقضا په موخه په داسې حال کې وليږم چې ځوان وم، زه يې په سینه کې ووهلم او دغه دعا يې راته وکړه «اللَّهُمَّ اهْدِ قَلْبَهُ وَثَبِّتْ لِسَانَهُ» چې له دې وروسته بيا ما په قضا کې څه شک نه ده کړی.

• رسول الله ﷺ ځوان صحابي مصعب ابن عمير رض په يوازې سر مدینی منوری ته په دې موخه ليږي چې هلته خلګ دين ته دعوت کړې او اسلام خپور کړي

• ځوان صحابي معاذ ابن جبل رض يمن ته په يوازې سر د همدې هدف لپاره ليږي.

• أبو هريره رض چې رسول الله ﷺ ته راځي، هغه سره پاتې کېږي او په زرګونو احاديث ترې یادوي؛ عمر يې تر اوویشت کاله کم و.

• ابو سلمه خولاني رح وايي: زه دحمص مسجد ته راغلم يو تازه ځوان مي وليد چې خګو ترې پوښتنې کولې، ما ددې ځوان په اړه وپوښتل؟ چا راته وویل«دا معاذ بن جبل رض ده»

• عثمان بن ابي العاص ثقفي رض ۹نه کلن و چې په وفد ثقيف کې رسول الله ﷺ ته راغی، قوم يې ايمان راوړ او رسول الله ﷺ دی په خپل قوم کې ددين په تبليغ امر کړ‌.

• دعلم نحو ستر امام سيبويه رح چي په نحو کې تر ټولو دلوړې درجې څښتن ده، په بغداد کې يې له کسايي سره مناظره وکړه او په علم نحو کې يې يو داسې کتاب وليکل، چې له ده وروسته دنحو امامانو پرې شرحي وليکلې؛ دی په ۳۲ دوه ديرش کلنۍ کې وفات شوی ده.

• ابو المثني رح وايي: په مرو کې به مي له خلګو اوريدل« سفيان ثوري راغی سفيان ثوري راغی» زه چې ور ووتلم؛ سفيان نوی ځوان و چې په مخ يې تازه ويښتان راټوکېدلي و.

• امام شافعي رح ماشوم و چې پلار يې وفات شو، په دوه کلنۍ کې يې مور مکې ته يووړل، هلته يې په اوه کلنۍ کې قرانکریم ياد کړ، په لس کلنۍ کې يې موطا (دحديثو کتاب) ياد کړ، په پنځلس کلنۍ کې يې خلګو ته فتواوې ورکولې.

• امام بخاري رح ماشوم و چې پلار يې وفات شو او دمور په غيږ کې يې تربیه ترلاسه کړه، هغه په شپاړس کلنۍ کې دحديثو مشهور کتابونه ولوستل، په اتلس کلنۍ کې يې حج او عمره وکړه، ويل کيږي؛ دی ماشوم و چې اويازره حديثونه يې ياد و.

• ابن جوزي رح په شل کلنۍ کې خلګو ته وعظونه کول، په وعظ کې به يې کم تر کمه لس زره نفرو ګډون کړ، کله به داسې پيښه شوه چې وعظ ته به يې يو لک کسان ناست وو. دی وايي ما لومړی تتصنيف هغه مهال وکړ چې زما عمر ديارلس کاله و.

• ابن تيمييه رح په دولس کلنۍ کې درس ورکول، چې درس ته به يې ستر ستر قاضيان او شيوخ ناست وو.

• شپاړلس کلن ځوان اياس بن معاويه رح په بصره کې روان و چې شاته ور پسې څلور سوه دوخت علماء او امامان روان و.

• شیخ یاسین بن يوسف مراکشي وايي: امام نووي رح مي په لس کلنۍ کې وليد چې ماشومانو په لوبو کولو مجبورول، ده منډي تري وهلې او ژړل يې او په دې حال کې يې قرانکريم تلاوت کاوه.

• سهل رحمه الله تعالي په درې کلنۍ کې د« الله» ذکر کول، په پنځه کلنۍ کې يې روژه نیوله، په شپږ کلنۍ کې يې قرانکريم ياد کړ، په نه کلنۍ کې په علم پسې ووتل، په دوولس کلنۍ کې يې هغه مشکلې مسئلې ځوابولې چې علماء ترې عاجزه و او په دې وخت کې په ده کرامات هم څرګنده شو.

• امام رازي رح وايي: لومړی ځل و چې په علم پسې اووه کاله مسافر وم، په داسې حال کې چې عمر مي شل کاله و تر زر فرسخه زيات به مي پياده مزل کول، له بحرين څخه مصر ته، ورپسې رمله ته ورپسې طرطوس ته پياده ولاړم.

• علامه انور شاه کشميري رح وايي: ما په نه کلنۍ کې د نحو او فقه مطولات( لوی کتابونه) مطالعه کول او په دولس کلنۍ کې مې فتاواوي مطالعه کولې.

• اشرف علي تهانوي رح په اتلس کلنۍ کې په فارسي اشعارو مشتمله مثنوي« زير وبم» ولیکله، چې دا دده لومړی تصنيف و.

• علامه جلال الدين سیوطي په شل يا دوویشت کلنۍ کې مشهور تفسير« جلالين» صرف په څلويښتو ورځو کې وليکل.

• مولانا عبدالحي فرنګي رح په نه دیرش کلنۍ کې یو سل شل کتابونه وليکل.

• شيخ جمال الدين رح په ۴۹ کلنۍ کې تر سلو زيات کتابونه وليکل.

داسلامي امت ځوانانو!

دايوه مسلمه خبره ده چې په ځمکه کې غوره خلګ دالله تعالی دقدرت نښانې دي، الله تعالی ددوی په وجود نورو خلګو ته ور ښيي چې تاسې هم بايد زما ددغه بنده په څېر شئ، موږ تاسې بايد ددوي له کارنامو څخه مثبت تأثر واخلو او یوازې په تعجب اکتفا ونکړو؛ ځکه دوي هم زموږ په شان انسانان و، څه بل ډول جنس نه و، دوي خپلواکي راوړه موږ له لاسه ورکړه؛ بايد بيرته يې لاسته راوړو، دوي علم راورسول موږ ترې جاهلان يو بايد ځانونه په خبر کړو او نورو ته يې ورسوو، موږ بايد ددوي په څېر ددين په دفاع کې ګړندي ګامونه واخلو ترڅو موږ ددوي لارویان او دراتلونکو نسلونو لپاره رهبران جوړ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx