نظــر

امنيتي پيښو مخنيوي لاري چارې

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاد

يو ځل بيا تور مخي داسلامي نظام او مظلوم افغان دښمن په خپل شوم، کرغيړن او نا ځوانه کړنې ځان موصوف کړلو، دجمعي مبارکې ورځي داته بجو او ديرش دقيقو په مهال مکار دښمن داسلامي نظام په احاطه محدوده کې د بي دفاع زدکونکو په هغه مرکز ناځوانه بريد وکړ ، چې ټول قربانيان يې دکانکور امتحان ازمايښتي کورس کې قلم په لاس دکاغذ مخته ځير په اوږدو سوچو کې ډوب وو.

دشړل شوي اشغالګر لاس پوڅو چې دبادار يې اوس هم زخمونه خارش کوي، خپل غچ دداسي جهالو او کم معاش خوارو په مټ اخلي او د اسلامي حکومت سرتاسري امن اخلالوي، هغوي بايد پوه شي چې شپي يې په شمار دي، لري نده ان شاءالله چې داسلامي نظام سر سپارلي اسلامي اوردو داشغالګرو پاتې شوني هم جارو کاندي.

د اسلامي امارت امنيتي اور ګانونه بايد څو لياري خپلي کړي، تر څو د دښمن دهغو مرموزو بريدونو مخه ونيسي چې عمومي امنيت اخلالوي.

څرنګه چې پلازمينه يو کڼ نفوسه ښار دی امنيت يې سل سلنه خوندي کول خوارا ستونزمنه چاره ده، خو بيا هم د اسلامي حکومت فرض جوړيږي، چې دټولو ښاريانو امنيت خوندي کاندي، هغه څو امنيتي قدمونه په لاندي ډول دي:

لومړۍ: بايد په ټولو امنيتي حوزو کې د استخباراتو ټولۍ دځيرکو اميرانو په مشري کې فعالي شي، تر څو په حوزو کې څلرويښت ساعته حالات برسي کاندي.

دويم: د پوليسو په ليکو کې د ناحيو د ښه خونديتابه په پار د محلي خلګو څخه ځوانان جذب او اړوند حوزو کې د موظف کړاي شي.

دريم: پلازميني ته ننوتونکو لارو په اوږدو کې دچيک فواٸنټو کې د مسلکي پوليسو تر خوا د اسلامي اوردو او استخباراتو مستقيم حظور حتمي شي.

څلورم: د ځانګړو مراسيمو، غونډو او نورو ډله يزو پرو رامونو په وخت کې بايد امنيتي ځواکونه په اړوند ساحو کې فعال حضور ولري. ترڅو د وړو امنيتي ګواښونو مخه ونيول شي.
په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

زما مشاهدی رازده کړل چی طالبان بی غمباشه ځوانان لری چی سم کار نکوی. په تلفون اخته وی، یوبل سره ګډ وی، خلک پریږدی، تالاشی سرسری کوی، مسلکی ندی، دوظیفی اهمیت باندی ندی پوه او له خلکو سره میدانی ارتباط نلری. له بله طرفه باید ووایو چی دتعلیم مرکزو ځایونه ډیر دی او ددښمن دهدف نیولو لپاره اسان ځایو کی وی. دا چی دامریکا غلامان غواړی حساس ځایونه نښانه کړی نو طالبان باید له داخلی او خارجی دوستانو او یا مسلکیانو نه کمک واخلی چی دامن ځایونه ورته وښیی او دهغه دمامون ساتلو لپاره نوی علمی لیاری ورزده کړی. هغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx