نظــر

په پوهنتونونو کې د زدکړیالانو لویه ستونزه

نیاز محمد فیضي

تحصیلي بنسټونه د هېواد د ابادۍ ستنې دي، د محصلینو د روزنې ستر مرڪزونه دي، همدا محصلین دي، چې د دې هېواد په رغونه ڪې به برخه اخلي، ڪه چېرې سم وروزل شي، نو د ډېر خدمت تمه به هم ترې وشي او ڪه پام ورته و نه شي، ورباندې شوي لګښتونه به هم بې ځایه وي، ځڪه تهداب چې ڪوږ شي، دیوال یې هم ڪږېږي، په دې برخه ڪې بېغوري هیچا ته د منلو وړ نه ده، تاسې پوهېږي، چې د پوهنتون لپاره تر ټوله مهمه اړتیا ښه او تڪړه استادان دي، هغه چې پخپل مضمون حاڪمیت لري، پخپل وخت تدریس ڪوي، د محصلینو په روزلو ڪې لېواله وي، خپل مسولیت ته له هر څه لومړیتوب ورڪوي، د هېواد راتلونڪي په موخه له محصلینو سره ڪوښښ ڪوي، چې ښه یې وروزي، خو له بده مرغه دا وړتیاوې په ډېرو ڪمو استادانو ڪې شته، ځڪه دوی په داسې وخت ڪې په دندو ګمارل شوي، چې هغه وخت د ڪرزي صیب د ریاست لومړي کلونه و، په ګڼو ولایتونو ڪې نوي پوهنتونونه جوړ شول، چې هلته موږ د لیسانس، ماسټر او دوڪتور په ڪچه ظرفیت ډېر ڪم درلود، یوازې دومره وشول، چې د اړتیا خلا پرې ډڪه شوه، نور یې وړتیاوو ته دومره پام و نه شو، موږ په دې ورستیو کلونو کې ډېر د لیسانس، ماسټر او دوڪتورا په ڪچه ڪادرونه، چې د هېواد دننه او په بهر ڪې زده ڪړې کړې لرو، خو بیا هم د استادانو په ازموینو ڪې اړیڪې پالل ڪېدې، دغه وړ ڪادرونه ډېر ڪم ځای په ځای شوي، اوس هم ځینې هغه استادان چې د اړتیا او اړېڪو په معیار ګومارل شوي، سم تدریس نشي ڪولای، په خپل مضمون حاڪمیت نه لري، په دندو ڪې ناغېړي ڪوي او محصلین په چانسونو تهدیدوي، څو خپلې دندې وساتي، دا ستونزه تر ډېره بریده په مسلڪي یا ڪسبي پوهنځیو ڪې تر نورو زیاته ده، ڪه دا هر څه همداسې دوام وڪړي، دا به د هېواد راتلونڪي نسل او بچیانو سره لویه جفا وي، دولتي بودجه به مو هم سمه نه وي مصرف ڪړې.

د نویو پوهنتونونو د جوړېدو په لړ ڪې یو هم د پڪتیا پوهنتون دی، چې د ودانیو ستونزه یې تر ډېره هواره شوې، خو د استادانو ستونزه یې لا په ځای پاتې ده، د مسلڪي (ڪسبي) پوهنځیو محلصین شڪایت ڪوي، چې استادان پخپلو مضامینو حاڪمیت نه لري، په تدریس ڪې ناغېړي ڪوي، پخپل وخت تدریس ته نه حاضرېږي، موږ په چانسونو تهدیدوي، چې یوه ښه بېلګه یې د همدې پوهنتون د انجینري پوهنځي ځینې استادان دي، محصلین په ښڪاره دا هر څه نشي ویلای، ځڪه وېرېږي، چې استادان به یې جانسونه ورڪړي.

د لوړو زدڪړو وزات څخه مو هیله او غوښتنه ده، چې د دې ستونزې د هواري او د یوه ښه تحصیلي نظام د جوړېدو په موخه، د هېواد د ټولو ڪسبي پوهنځیو استادان د یوې رڼې پروسې له لارې وارزوئ، هغه استادان، چې وړتیا نه لري او محصلینو ته د سر درد ګرځېدلي، باید له دندو ګوښه او پرځای وړ علمي ڪادرونه وګومارل شي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا لیکنه هیڅ عقدوي اړخ نه لري، یوازې د محصلینو شته ستونزه او د علمي اکاډمیو د سمون په موخه شوې.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

دوزارت لخوا باید دمحصلینو نمایندګی جوړه او هغی ته په غټه (دمدیرانو) په غونډه کی عضویت ورکړی چی دپوهنتون شته مشکلات حل کړی
شاګردان باید هر استاد ته دسمیستر په اخر کی شاګردان په سری توګه رایه ورکړی او دهر استاد مشکل ووایی. که زیات شاګردان شکایت وکړی پوهنتون خپله هغوی ته مستقیم او غیر مستقیم هدایات ورکولای سی او بیخی هغه ترتعقیب لاندی نیولای سی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx