fbpx

اوباما د اسامه بن لادن وژل اعلان کړه

usama_killed (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۲) امریکا: لږ ګړی مخکي د امریکا ولس مشر باراک اوباما په رسمي توګه اعلان وکړ، چي اسامه بن لادن په پاکستان کي دده په امر ووژل شو.

باراک اوباما وویل چي یوه اونی تر مخه امریکایان په دې توانیدلي وه، چي د اسامه ځای تحدید کړی، او بیا عملیات پر وکړي..

اوباما وویل چي په دغه برید کي یوه امریکايي ته هم هیڅ زیان نه دی رسیدلی، او نه کوم بل ملکي کس ته..

که څه هم اوباما وویل چي په پيښه کی هیڅ چا ته زیان نه دی رسیدلی.. مګر نن په ابیټ اباد کي د امریکایانو یوه الوتکه چي امریکايي عسکر په کښي کي وه، شوه سوله.. او په الوتکه کي سپاره عسکر ووژل شوه.

ویل کیږي چي دوې هیلکوپتري د افغانستان څخه ددغو عملیاتو لپاره راغلي وې..

د امریکا څخه ای بی سی نیوز خبر ورکړی چي په برید کي د اسامه ښځه او یو زوی یی هم ووژل شوه…

په خپل لومړي غبرګون کي د پاکستان څخه طالبانو ویلي چي اسامه بن لادن محفوظه دی، او د هغه د شهادت خبر هسي شایعات دی.

د بلي خوا تر اوسه د القاعده له خوا په دغه اړه هیڅ هم نه دی ویل شوي..

 

بخت الرحمن بخت…………….نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د