ادبي لیکني

بغلان کې د مېشتو فرهنګیانو د ادبي هڅونې په موخه د غزل شپه ترسره شوه

نورګل اندړوال

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ددې ولایت د لسګونه شاعرانو ، د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علوموپوهنځي د پښتو څانګې د استادانو او محصلینو ګډه مشاعره د غزل شپې تر سرلیک لاندې د میشتو فرهنګیانو، شاعرانو او لیکوالانو د هڅونې په موخه د شاعر وسیم مومند په کوربه توب ترسره شوه.

د غزل شپې په پیل کې د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي استاد پوهنمل ګل رحمان رحماني د پښتو شعر د شالید، پراختیا ،پرمختیا ، له انساني روح، مینې او ټولنې سره یې په تړاو هر اړخیز معلومات د مشاعرې ګډونوالو ته وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه چې ورته ادبي ناستې او مشاعرې د پښتنو شاعرانو او فرهنګیانو روحیه د پنځونې لپاره پیاوړي کوي څو له ښو ښه منظوم او منثور اثار وپنځوي.

دغه راز د بغلان ځايي شاعر جمعه خان توخي په اوس کې وخت کې د شعراو ادب وده په بغلان ولایت کې د پام وړ وبلله او ټینګار یې وکړ چې د ادبي او فرهنګي ناستو دوام به نوو راټوکېدولو شاعرانو او لیکوالانو ته سوژې په لاس ورکړي څو له ښو ښې لیکنې چې د ټولنې ستونزې او واقعیتونه پکې په بې پرې ډول منعکس شوي وي وپنځوي او ټولنې ته یې وړاندې کړي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هُنر او ادبیاتو عمومي مُدیر نورګل اندړوال ادبي او فرهنګي ناستې، مشاعرې او غزل شپې د پښتو ادب د بډاینې او د فرهنګیانو د ادبي وړتیا لوړولو او تجربو تر لاسه کولو لپاره ډېرې ګټورې وبللې او زیاته یې کړه چې د ورته غزل شپو او فرهنګي ناستو په جوړولو سره دې شاعرانو او لیکوالان خپل ادبي تخلیق شوي اثار او فرهنګي تجربې سره تبادله کړي.

په ازاده مشاعره کې ګنو شاعرانو د حماسي، غنايي ، تصوفي او عرفاني شعرونو سربیره خپل خیالونه د الفاظو په ورېښمنو غېږ کې راوړل او یو بل ته یې واورول چې له منظومو کړو کلامونو یې ټولو خوند واخیسته .

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx