نظــر

هڅونه Provoke

ژباړه: عبدالرقیب مسلمیار

ډاکټر مهارتر بن محمد [د معاصرې مالیزیا د پرمختګ لوبغاړی] په خپل وال لیکي، چې پښتو ژباړه یې دا دی:

زما نه خوښېږي چې عمومیت ورکړم. اما پدې برخه کې زه هېڅ بله لار نلرم چې عمومي ونه غږېږم. چون په عمومي کې دوی همداسې دي.

زما باور دی چې اروپایي ملتونه ډېر په اسانۍ سره په جګړو او د خلکو په وژنو باندې معتاد کېږي او معتاد دي. په زرګونو کلونو کې هېڅ داسې کال نه وو چې د اروپايي ملتونو تر منځ د جګړه نه وه.

دوی د جګړو ستاینه کوي. وژنې لمانځي. له قاتلانو اتلان جوړوي؛ تګلارې ته یې لابي کوي، د یاد لپاره یې مجسمې جوړوي او د يادونو د تازه کولو لپاره پراخ مراسم په لاره اچوي.

دوی د جګړو د تیاري لپاره لوبې په لاره اچوي او پراخ تمرینات ترسره کوي. دوی په ثابت ډول نوې وسلې اختراع کوي تر څو د انسانانو په وژنو کې ګټورې تمامې شي. دوی وایي که غواړې چې په سوله کې ژوند وکړي باید د جګړې لپاره اماده اوسي.

کله چې د جګړې لپاره اماده شولي، ښې پرېمانه نوي ماډل وسلې د انسانانو د وژلو لپاره یې جوړې کړلې، پدې وخت کې دوی پدې فکر کوي چې څنګه دا وسلې وازمويي. دوی د قومونو ترمنځ د جګړې هڅونه کوي. او کله پخپله هم جګړې ته وردانګي.

په ترڅ کې دوی [ غربیانو ] په ملیونونو روسان ووژل او په ملیونونو نور یې زخمیان کړل. ټول ښارونه یې په کنډوالو ور بدل کړل.

امریکایانو، روسانو، د ختیځې او لویدیځې اروپا له هیوادونو سره په ګډه آلمان ته ماته ورکړه.

سمدلاسه لویدیځ متحدینو خپل ملګری روسیه د نوي دښمن په توګه وپیژندلو. دوی ناټو جوړه کړه او روسانو د وارسا تړون په جوړولو سره ځواب ورکړ. او په همدې کار سره د دوی ترمنځ سړه جګړه پیل شوه چې له لسیزو راهیسي ادامه لري.

بالاخره روسانو ماته وخوړه. دوی د وارسا تړون ړنګ کړ او پدې سره غړي هیوادونه یې آزاد شول. لویدیځو قدرتونو د ناټو د منحلولو پر ځای د وارسا تړون پخواني غړي د ناټو او اروپايي اتحادیې سره یوځای کیدو ته وهڅول. روسیې ته بلنه ورنکړل شوه. او پدې سره روسیه د نوي دښمن په توګه وپېژندل شوه.

لکه څنګه چې د وارسا تړون ډیری پخواني غړي د اروپایی اتحادیې او ناټو سره یوځای شول، روسیې په لویدیځ سرحد کې نوي دښمنان وموندل.

د روسیې په لویدیځ سرحد کې چې څو هیوادونو هم پکې ګډون درلود ډول ډول لوبې ترسره شوې. پدې لوبو کې یوه دا وه چې اوکراین د له ناټو سره یو ځای شي، سره لدې چې دوی ښه پوهېدل چې روسیه به د ګواښ احساس وکړي ځکه چې اوکراین یې نېږدې ګاونډی دی. او پدې سره روسیه د دوی په وړاندې د نوي تګلارې لپاره وهڅېده.

لویدیځ هیوادونه په حقیقت کې نه غوښتل چې اوکراین په ناټو کې شامل شي. چون داسې خطر موجود وو چې روسیه به پر اوکراین برید کوي.

د ناټو هېوادونو موافقه کړې وه چې د دوی پر یوه غړي برید پر ناټو برید دی. دا پدې مانا ده چې ناټو به جګړې ته لاړه شي که اوکراین غړی شي او برید وشي. لویدیځ متحدین د اروپا جګړه نه غواړي. خو داسې بریښي چې دوی د روسیې د ځواک د ازموینې لپاره محدوده جګړه غواړي. شاید پدې خاطر چې روسیه پرې کمزورې کړي.

ځکه خو د ناټو غړو اوکراین د ناټو غړي په توګه نه دی منلی. خو دوی د دې په اعلانولو سره د روسیې د هڅولو ته دوام ورکړ چې بالاخره به په ناټو کې د اوکراین غړیتوب مني.

د دوی پاروونکو عملونو کار وکړ او روسیه یې دېته وهڅوله چې په اوکراین برید وکړي. د زیلینسکي لخوا د ناټو څخه د خپل هیواد په دفاع کې د ګډون غوښتنه له پامه وغورځول شوه، لودیځ یواځې د پیسو او اکمالاتو مرسته ومنله. کله چې په اوکراین برید وشول هېچا دفاع ونکړه یواځې د ځان د دفاع لپاره پاتې شو. ملیونونه اوکراینیان مهاجر شول، په زرګونو ملکي او نظامیان یې ووژل شول او هیواد یې نېږدې ټول وران شو.

د ناټو یو عسکر هم ونه وژل شو او نه هم د ناټو کوم غړی هیواد زیانمن شو.
همدا د اروپایي ستراتیژیو غوره والی دی – هځه کوي چې نیابتي جګړو ته لاره برابره کړي، هغه څه کوي چې د دوی په ګټه وي.

همدا وه چې فتنه له لویدیځ څخه ختیځ ته انتقال کړل شوه.

ډاکټر مهاتیر بن محمد
د سپتمبر 2، 2022

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx