ادبي لیکني

د بګرام پر دېوال؛ اخ د اختر ورځ، هغه هم دلته!

دادمحمد ناوک
د نړۍ په سطحه خوله‌ور، دیني عالم او مجاهد ځوان د ملاقات تر خونې را راسېږي، په دې خاطر چې ادې يي زولانه لاسونه او پښې ونه ویني، سمدستې مخامخ پر څوکۍ کېني…

ادې غبرګ لاسونه د غېږې په ډول خلاصوي، چې زولانه زوی په غېږي کې ونیسي، خو مخامخ پر شیشه لګېږي…

سپين ږېری ستړی ستومانه، تر ډېرو تلاشیو، ټاپو او ګوتو اېښودو وروسته دې خونې ته رارسېدلی، دوه کاله وروسته خپل زوی ویني، زړه يي دې غېږه کې يې کلک کړي، پرې ورمنډه کوي، خو مخامخ پر شیشه لګېږي او ځای پر ځای کېني…

کوچني ماشوم د ادې تر مخ ابا د زندان له جامو نیسي، چې مه ځه، زه هم درسره ځم، خو ځوان ابا امریکايی تر مټه نیسي او په زور يي د ملاقات له خونې کشوي…

دا ټولې صحنې یوازې لوستلو او اورېدلو کې نه خلاصه کېږي، دا صحنې که عملاً تصور شي، سړی يي درک کولی شي چې د درد اوج پکې نغښتی!

خو؛ تر دې زورورې صحنې لا هم خاموشې پاتې دي، لا هم د بګرام ټولو پنجرو، د چهل ټولو خونو او د نود ټولو تعذیبخانو خولې نه دي چوله کړې!

په دې برخه کې لومړی ګام د افغان فلم ریاست واخیست، دوی د بګرام پر وحشتونو په زړه پورې مستند برابر کړ، هغه تنګې پنجرې چې د بشر د خواخوږۍ دعوه دارانو د پخپله خاوره کې د مسلمانانو د تعذیب لپاره برابرې کړې وې پکې را اخیستل شوې او هغه مخور پکې غږول شي چې سړی يي مازې توهین او په حق کې ګستاخي کبیره ګناه بولي، خو ترې اورو يي چې یوازې د مسلمانۍ او د ازادۍ په جرم څومره تعذیب شوي، بربنډ شوي، وهل شوي او کلونه کلونه يي پخپله خاوره کې د پردیو د زجر تر کرېږو لاندې تېر کړي.

مستند کې د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مولوي صاحب ذبیح الله مجاهد په ګډون څو تنه زندانیان غږول شوي دي، هغوی د زنداني کېدو، په زندان کې د چلند او تر بېرته خلاصېدو پورې خبرې کړې دي، په تصویر اخیستنه کې خورا خواري شوي خو په سکریپټ کې لا هم خواري پکار وه.

مهمه دا وه چې دې مستند کې هر مرکه کېدونکی شخص لنډ معرفي شوی وای، په زندان کې تېره کړې موده يي معلومه وای او اوسنی موقف يي ښکاره شوی وای، د دې تر څنګ يي د دوی په تړاو د دوی ځینې ملګري را غږولی وای، چې حد اقل د دې ملګرو د زنداني کېدو په وخت کې دوی څه تصور درلود، د هغوی د کورنیو غړي غږول شوي وای چې څه فکر يي کاوه!
د دې تر څنګ د نریشن ټون په هغه ډول نه و چې باید وای؛ کله کله باید روایت کوونکی پخپله پکې را ښکاره شوی وای، هلته د زندانیانو پاتې شوې څپلکې، یادګارونه، لباس هر څه د تمرکز په ډول ښوودل شوي وای!

لیدونکی دا انګېري چي مستند کې تمرکز د زنداني شویو پر مرکه شوی دی او پخپله د زندان د وضعیت او تشریح په اړه مفصل معلومات نه دي شریک شوي، هلته لیکل شویو یادګارونو، بې ستنو ساعت، پاشلیو لباسونو او ماتو زولنو یو عالم خبرې لرلې، خو دا په هغه صورت کې ممکنې وې چې د سکریپټ پر لیکلو خواري شوې وای، د ویونکي احساسات باید په مستند کې دخیل وای، خو متاسفانه د دې مستند له پیله تر پایه مسلسل یو ډول ټون کارېدلی، حتی د فتحې او ازادۍ په راتګ هم په غږ کې بدلون نه ښکاري!

د افغان فلم له لوري دا ډول هڅه له ځينو نیمګړتیاوو سره سره د خپل ډول لومړنۍ او بریالۍ هڅه ده، پر مټو يي برکت، کاش تر دې هم تفصیلي معلومات مستند شي، چې هغوی ته چې لا يي هم فکر د تلویزون پر سکرین او د راډيو پر سپیکر پورې نښتی ور وفهمول شي، چې اشغال دلته څومره لوی مصیبت و، پر وړاندې يي مبارزه څومره مهمه وه او له ازادۍ سره څومره لویه بلا د دې ملت له سره لرې شوه؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx