افغانستان

د بشري مرستو په دوام دا ځل څلوېښت میلیون ډالر افغانستان ته را ورسېدل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۱ ل): د افغانستان بانک وایي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام دا ځل څلوېښت میلیون ډالر کابل ته را ورسېدل.

له افغانستان بانک څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو دا کڅوړه یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.

خبرپاڼه وایي چې د افغانستان بانک هیواد ته له قوانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ څخه د هرکلي ترڅنګ د نړیوالي ټولني له مرستو مننه کوي او له یادي ټولني غواړي چې خپلي مرستې د بانکي سکتور له لاري ترسره کړي.

د یادوني ده چې د افغانستان بانک وایي چې تل یې هڅه کړې د هیوادوالو لپاره غوره بانکي چوپړتیاوي برابري کړي او له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اصولو او مقرراتو په رڼا کې غوره اړیکي ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

۵۲ هیوادو ته مو ماته ورکړې خو الله دی دا امریکه زمونږ له سره نه کموی کنه نو تباه به شو. خپله خو تعلیم مباح کڼو، نه کوم وسایل جوړولی شو، نه کوم معادن استخراج کولی شو ځکه دا کارونه مباح علم ته ضرورت لری او مونږه خو مسلمانان یو الله د مونږه د مباحاتو څخه وساتلی او دا امریککه دی همداسی پر مونږه مهربانه لری. زنده باد امارت.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx