دیني، سیرت او تاریخټولنیزه برخه

بلخ او د مسلمانانو لومړنی جومات!

ذبیح الله “نوراني”

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د لرغونو سیمو، فرهنګي او تاریخي افسانو، اسطورو او تمدونونو پۀ درلودلو سره په نړۍ کې تر نن ورځې خپل تاریخي او لرغونی ارزښت خوندي ساتلی دی.
افغانستان په هر ولایت او سیمه کې ګڼ شمېر لرغونې او تاریخي سیمې او آبدې لري، چې مخینه یې تر اسلام او میلاد وړاندې زرګونو کلونو ته رسېږي.

افغانستان د لرغونو سیمو او اوږده تاریخي آبدو سره سره د ترانزیت لرغونی مرکز هم پاتې شوی، چې د اروپا او شمالي آسیا څخه بۀ یې سوداګریز توکي مرکزي او جنوبي آسیا ته لېږدول، چې د ورېښمو لار،”راه ابریشم” یې تاریخي مثال دی او لا هم پۀ ډېرو ولایتونو کې د یادې لارې نښې او کاروان د دمې ځایونه” پړاوونه” شتون لري، چې په تاریخي آثارو کې د “کاروان سرای” په نومونو سره ثبت دي.

د دغې تاریخي او لرغونې لارې ځینې کاروان سرایونه، لرغونې سیمې، تاریخي آبدې او لرغونی ښار، چې د اسلام څخه د مخه، د اسلام په لومړیو پېړیو پورې تړاو لري په بلخ ولایت کې هم شتون لري، چې بلخ ولایت ته یې د ام البلاد، قبةُ الاسلام او نور تاریخي نومونه او ویاړونه ور په برخه کړي دي.

د بلخ ولایت په هکله ډېرو تاریخ پوهانو او لرغون پېژندونکو د زرګونو کلونو تاریخي داستانونو او مدنیتونو حکایتونه کړي دي، چې د هغو مدنیتونو ځینې نښې او د ودانیو آثار لا هم شته دي.
د اسلامي نړۍ ستر تاریخ لیکونکي او سیّاح “ابن بطوطه” هم په خپل کتاب کې د بلخ په اړه لیکلي دي او د عکّاشا صحابي د مقبرې تصدیق یې کړی دی.

د اسلامي تاریخ یو ستر ویاړ او برم چې د بلخ ولایت عظمت او ارزښت ته یې نور هم جلال ور په برخه کړ دی د “نُه ګنبد” جومات دی، چې د سیمې خلک یې په حاجي پیاده هم پېژني او یادوي.

دا تاریخي آبده، چې تاریخي شالید یې کابو ۱۳۰۰ کلونو ته رسېږي او د تاریخ پر استناد ویل کېږي چې دا په افغانستان او سیمه کې د مسلمانانو لومړنی مسجد دی، چې اوس یې هم زاړه دیوالونه، ستنې” ستونونه” او آثار یې د حال په ژبه د تیرو دیارلسو پېړیو ګواهي ورکوي.
د نُه‌ګنبد جومات د مزارشریف ښار څخه لوېدیځ لور ته په ۲۰ کیلومترۍ کې، د مزارشریف او جوزجان په لویه لار د بلخ ولسوالۍ اړوند، د وزیر محمدګل خان څلور لاري ته څیرمه سویل لوري ته په دري کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د دې جومات په اړه ویل کېږي چې تر اسلام وړاندي دلته د زردشتیانو تر ټولو لوی “معبد” او “آتشکده” وه، چې په (۱۷۹) هجري قمري کال د اسلام خلیفه هارون رشید (رحمه الله) د واکمنۍ پر مهال د فضل، چې د یحیا برمکي زوی ؤ او هارون رشید لخوا د خراسان والي ټاکل شو و؛ جوړ شوی دی، د یاد مسجد د دیوالونو ځیني برخي او ستنې”ستون‌‌ها” اوس هم موجودې دي.
نه ګنبد جومات اړوند ۲۲ جریبه ځمکه فعلا هم د لرغونې سیمې او مسجد د احاطې په توګه ساتل شوې ده، چې له جملې څخه یې د نُه‌ګنبد جومات په ۳۹۰مترمربع ځمکه کې جوړ شوی دی.

یاد جومات ۱۶ ستني لري چې ۱۰ یې په دیوالونو او ۶ یې په منځ کې دي او د همدې ستنو په مټ یې نه ګنبدي ولاړې وې، چې نُه‌ګنبد جومات یې بولي.

لکه چې مخکي وویل شول دا مسجد اصلا اتشکده وه او بیا وروسته د هارون رشید د خلافت په زمانه کې د خراسان والي “فضل بن یحیا برمکي” له لوري د هغې پر ځای مسجد جوړ شو او دا په خراسان زمین کې، چې د افغانستان بلخ ولایت جغرافیه ده؛ لومړنی مسجد یاد شوی دی.

د یاد مسجد تزئینات د ګچو او نورو موادو په مرسته د انګورو د تاکانو د بلګونو، د صنوبرد میوو، د خرماوو پاڼو د شکلونو په تزئیناتو سره په اسلامي پېر”زمان” دلالت کوي او د اسلام له لرغونتوب سره اړه لري.

د دې جومات د نړېدو په اړه مختلف تاریخي روایات موجود دي، ځينې مورخین لیکي چې دا مسجد په لومړیو هجري قمري پېړیو کې د شدیدي زلزلې له امله د ټول ښار په ګډون ونړید او ځیني مورخین بیا وایې چې دا مسجد د چنګیزخان د یرغل پرمهال د هغه د پوځونو له لوري ونړول شو.

دا چې دا جومات ولي تر نړېدو وروسته نه دی رغول شوی، د ځینو مورخینو په اند دا له دې کبله بیا جوړ نه شو چې تر جومات پۀخوا دا اتشکده وه او د هغه وخت علماء نظر او لیدلوری دا و، چې د دې جومات د بیا جوړېدلو اړتیا نشته ځکه د دې جومات ساحه د غیر اسلامي دین له تاریخ سره اړه لري.

د دې تاریخي آبدې په ساتلو کې د وخت ټولو حکومتونو هڅه کړې، او په وروستي ځل ۱۳۵۲ کال کې د داود خان د واکمنۍ پر مهال پرې اوسپنیز سقف “پوښ” جوړ شو تر څو له باد او باران څخه خوندي وي او په ۱۳۸۴ کال کې د فرانسوي لرغونپوهانو له لوري یو ډول تیکه ورکول شوه چې د باد پرمهال د هرډول مضرو ګردونو څخه په امن کي وي او صرف هوا د آبدې د ننه برخې ته ور داخله شي، چې لا هم هماغه اوسپنیز پوښ او تیکه دواړه موجود دي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx