افغانستان

افغان محصلین د هندوستان د ویزو غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۱ ل): هغه افغان محصلین چې د هندوستان په پوهنتونونو کې يې درسونه ویل، اوس شکایت کوي چې هندوستان د هغوی ویزې کینسل کړي دي او دوی نسي کولای چې بیا دغه هیواد ته ولاړ سي او خپل درسونو ته ادامه ورکړي.

له هغه وروسته چې په افغانستان کې پخوانی حکومت لمنځه تللی او د افغانستان اسلامي امارت حاکم سوی دی، د هندوستان او افغانستان تر منځ اړیکې بیا د رغیدو په حال کې دي خو هندوستان افغان محصلینو، ناروغانو او عامو افغانانو ته هغه ویزې هم لغوه کړي دي چې مخکې يې ورکړي وي.

محصلین چې شمیر یې تر زرګونو ته رسیږي، له تیر یوه کال راهیسي کوشش کوي چې د هندوستان د حکومت سره او یا په کابل کې د هندوستان د سفارت سره اړیکې جوړي کړي او هغوی ته د خپلو مشکلاتو یادونه وکړي خو تر اوسه په دې اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.

زیات شمیر محصلین چې په هندوستان کې يې په خصوصي پوهنتونونو کې درسونه پیل کړي وه، او د خپلو زده کړو فیسونه یې ورکول، هغوی هم له زده کړو محروم شوي او هغه مصارف چي يې کړي، هغه ټول د تاوان سره مخ دي.

د معلوماتي ټیکنالوژي یوه محصل حبیب الله په یوه مرکه کې ویلي چې پوهنتون ورته یوه میاشت وخت ورکړی چې درس ته حاضر شي کنه منفک به شي خو په وینا یې هندوستان ورته ویزه نه ورکوي.

د نوموړي په وینا د افغانستان او هندوستان د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو سره یې خبري کړي تر څو د ویزې موضوع ور حل کړي خو تر اوسه نه دي توانیدلي.

د شکریه په نامه یوې محصلي ویلي چې دوی په کابل کې د هندوستان د سفارت سره په ځلونو اړیکه نیولی تر څو ویزه ورکړي، «ډیره هڅه مو وکړه خو هیڅ څوک جواب نه راکوي، مونږ په افغانستان کې پرېښودل شو، مونږ راتلونکی بې سرنوشته دی».

د ناصر احمد په نامه یوه محصل ویلي، هندوستان وایی محصلینو ته د ویزو په ورکړې به د دوی امنیت ته خطر پيښ شي خو زمونږ اکثره محصلینو په هندوستان کې په کلونو په هندي پوهنتونونو کې زده کړي کړي دي خو بیا هم هغوی امنیت ته خطر بلل کیږي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جیاشنکر د محصلینو د ویزو په اړه ویلي: «تاسو پوهیږئ په تیر اګست کې څه پيښ شول، او هغه مشکلات چې ورسره را منځته شول، مونږ داسي حالت سره مخ سولو چې باید خپل سفارت خوشي کړو، مونږ اوس وخت کې داسي شتون نه لرو چې معلوم کړو څوک څوک دی، اوس وخت کې ډیر غیر یقیني حالت دی چې د چا پاسپورټ د چا سره دی او د چا ویزه د چا سره. دا هغه مهم اړخونه دي. ځکه نو زه پوهیږم چې دا یو مشکل حالت دی، مګر بیا هم، تاسو پوهیږئ چې هر هیواد خپل یو نظام باید ولري، مونږ باید انتظار وکړو چې یو ښه اعتماد را منځته شي».

په دلهي کې د افغانستان سفیر فرید مومندزي په یوه غونډه کې ویلي چې دوی دغه موضوع په مختلفو وختونو کې د هندي چارواکو سره شریکه کړې خو تر اوسه یې قانع کوونکی جواب نه دی تر لاسه کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

افغان محصلین ویزی څه کوی؟ تعلیم مباح دی .هسی ځانونه هندوستان ته ستړی کوی.انشالله ډیر زر به له اسمانه کبابونه سلاد سره ورته راشی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx