ادبي لیکني

زه د اصحابِ صفه لاروی یم

ضیاءالحق حسان

زه د اصحاب صفه لاروی یم د کور نه مې خدای پاماني واخیسته، د ژوند خوندونه مې هیڅ کړل تر سر مې سپین ململ تاو کړ، ماشوم وم د کلي د حجرې په لارو به هر چا ویل دا ناپوه دی د دنیا په ګټو نه پوهیږي پلار ته مې هر ځل کلیوالو ویل زوی دې ښه استعداد لري مدرسې ته یې مه لیږه کله مې هم چې په مخ تور خط ښکاره شو زموږ په چم د نړۍ بشردوستانو(!) هجوم راوړ زموږ د حجرې طالبانو یې مقابلې ته ورودانګل تش لاس وو خو الهي عزم ورسره ملتیا کوله زه هم د دوی د کاروان مل شوم د هغه پورې خټین کلي سپین ږیري حاجي صاحب هغه ټوپک د خاورو راته راویست چې د روسي ښکیلاک یې غنیمت کړی وو په میړانه مې د دوی د مقابلې ډګر وپاللو، موږ د بدریانو تاریخ نړیوالو ته وښود د کمیت په لحاظ کم خو د کیفیت په لحاظ دنګو لښکرو صلیب او صلیبي نړۍ په الهي نصرت د ماتي نړۍ ته ټیل وهله زموږ د کاروان ګڼ ملګري د فتحې په لار له موږ بیل او د سیدالشهداء له کاروان مل شول دوی اوس زموږ د کلي په هسکه غونډۍ بیل کلی لري موږ یې د شهیدانو غونډۍ بولو د دوی په قبرونو د سهار نسیم هم د حریت په ویاړ سپیڅلي کلمه رپوي.

د دې سپیڅلې کاروان ځینې ملګريو بیا د زخمونو هار په غاړه کړ ځینو بیا دواړه سترګې د ازادۍ لیلی ته ورکړې لاسونه هم د ځینو ملګرو د خپلواکۍ د لیلی په مهر کې ډالۍ شول.

زموږ د کاروان ملګرو ته لوی رب د مکي د فتحې په شان خپلواکه ورځې راوستلې دا دې اوس د هیواد په پلازمینه د ارګ په ماڼۍ سپیڅلې کلمه نازنین وزرونه وهي.

د کاروان تللي ملګري مو د پورې غونډۍ له هسکو څوکو ګوري د نظام لارویه ځوانه!
پام!
پام!
پام!

چې له ارمانونو سره یې جفاء ونه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx