
شعـــــرونه
معلم، استاد، روﺯونکيه، پالونکیه مونږ دې ستایو
نسیم شاه عادل
معلم، استاد، روﺯونکيه، پالونکیه مونږ دې ستایو
مونږ خپله خوږه ژبه کې ښوونکی درته وايو
د جهل مقابل کې اى ريښتینيه مبارﺯه
خادم یې د ملت ستا په ميړانه مونږ ګوا يو
روﺯونکی يې د ټولو عالمانو نابغانو
ستا حق به ادا نه کړو که هر څو لاس په دعا یو
وارث د پاک نبي يې خپرونکې د رڼا يې
تورتم به ورکوې مونږه په دغه تمنا يو
په قدر دې دا شته خلک هیڅکله نه پوهیږي!
خدمت او صداقت نه دې هر وخت مونږ رضا يو
پالوونکی او ساتونکی مو د ﺯړونو د ټوټو یې
الله دې مقام لوړ کړه مونږه رب ته په ثنا يو
الفاظ دې د ستاينې به له کومه را پيدا کړو
پوره به دې حق نه کړو که تمام عمر لګيا يو
مقام او منزلت دې تر شاهانو هم اوچت دې
رهبر یې، منور يې، مونږ پدې باندې شېدا يو
عادل یې، محترم یې اخترام دا ستا پکار دی
ﺯمونږ معنوي پلاره مونږ دې خوښ په اقتدا یو