دیني، سیرت او تاریخ

څوک وایي چې دنیاوي علم مباح دی؟‎‎

امین وردګ

تر ټولو وړاندې باید ووایم چې: زه له هېچا سره په ادبي چوکاټ کې شخصي خصومت نه پالم او داسې حرکت د لوړ شخصیت او پیاوړي موقف والا کس سره ناسم بولم ! زما مینه او کینه دواړه دلته د الله (جل جلاله) د هغه د رسول (صل الله علیه و آله وسلم) د اسلامي نظام د حاکمیت، زموږ د ټولنې د پت، عفت او بقا لپاره دي.

یادښت:

د مکمل آیة ای مبارکه ژباړه مې ځکه نه ده راوړې؛ چې لیکنه اوږدیږي! بلکې یوازې مطلبې نکتې مې پکې ترجمه کړې او تفسیر کړې دي!

وګورئ! الله پاک صریحاً امر کوي مؤمنانو ته او فرمایي: ((انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا {وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ} فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ . سورة توبه -آیة ۴۱)) یعنې جهاد وکړئ! په مالونو او ځانونو سره.

ښه ورته ځیر شئ ! مالونه یې ولې مخته کړي؟ ځکه چې د قتال لپاره د جنګي اسبابو تیارول هم داسې فرض دي لکه پخپله قتال او جهاد.

ښه نو! په مالونو سړی څه ډول جهاد وکړي؟ مالونه څه شي ته وایي؟ معلومه ده چې مراد اسکناس، اجناس، یا پیسې دي؛ ځکه چې جنګي وسائل د همدغو شیانو په مرسته ترلاسه کیږي ، مګر پیسې هم د یوه صنعتګر پر مټو موږ ته وسائل برابروي، خو صنعتګر هم باید لومړی دنیاوي علم حاصل کړي! کنه نو صنعتګري نشي کولای.

او جالبه دا چې: الله پاک د آیة ای مبارکه په آخر کې شرط د ((تعلمون)) هم ایښی دی! یعنې که تاسو پوهېږئ! (ګواکي؛ ناپوهان مستثنی دي! )
او دغو صنعتګرانو ته بیا الله پاک داسې زېری هم پسې ورکړی چې فرمایي: ((((الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا {وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ {بِأَمْوَالِهِمْ} وَأَنْفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِنْدَ اللَّهِ} وَأُولَٰئِكَ هُمُ {الْفَائِزُونَ}.سورة التوبه -آیة ۲۰) یعنې چا چې په مالونو او ځانونو سره جهاد کړی، هغوی ته ((لویه)) درجه ده په نزد د الله او دغه خلک یې فائزون یعنې (بریالي او کامیاب) هم یاد کړي دي.

بل ځای بیا الله پاک داسې فرمایي: ((وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن {قُوَّةٍ} وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ .سورة انفال – آیه ۶۰)) دلته الله پاک جوت او صریح فرمایلي چې ((وَأَعِدُّوا لَهُم…)) یعنې کفارو ته تیار کړئ د جنګ او جګړې وسائل، داسې وسائل؛ چې د هغوی تر وسائلو قوي وي! د قوې معنا همدغه ده چې باید د هغوی ډرون راکوزه کړئ! ستاسو ټانګ د هغوی له ټانګونو زورور وي او د هغوی راکټي حملات باید مخکې له اصابت څخه له منځه یوسئ او داسې نور…

یعنې د الله پاک امر قاطع او صریح دی چې ستاسو (مسلمانانو) وسائل باید د هغوی (کفارو) له وسائلو څخه قوي وي.

همدا راز یې آسونه یاد کړي چې اوس مهال موټر، ټانګونه، الوتکې، اوبتلونه او موټرسیکلونه ترې مراد دي.

ښه نو اوس به راشو دغې نکتې ته چې: قوي وسائل باید له کومه کړو؟

-واهلکه! ولې به یې له کومه کوې! الله پاک درته ویلي چې ورته تیار یې کړئ! یعنې په خپله یې جوړ کړئ!

-څه رقم یې جوړ او تیار کړو؟

– ځانله ډوډۍ څه رقم تیاروې؟ ملا دې ماته شه! خو دا شیان هم همدغه رقم تیار کړه لکه ډوډۍ چې تیاروې! وګوره! کفارو له دغې آیة ای مبارکه څخه څه ډول ګټه پورته کړه! خو تا لا هم پردیو حلواؤ او شورواؤ ته برېتونه خرېیلي دي.

د قوې تعریف زده کړئ : قوه هغه عامل دی چې ساکن اشیاء متحرک او متحرک اشیاء ساکن کړي.

اوس پوه شوې! یعنې سائنسي علوم زده کړه! ځکه چې د الله پاک حکم دی چې: ((و اعدوا لهم…من قوه))

– ځینې عالمان خو وایي چې سائنس کفري علم دی!

– نه نه! هغوی عالمان نه دي چې سائنس کفري علم بولي، هغوی د عالمانو دښمنان دي، هغوی غواړي چې موږ تل ذلیل وو؛ اصل کې هغوی اسلام تحریفوول غواړي او مسلمانان محکوموول.

خبره واوره! تاسو ناټو په څه شي ماته کړه؟

– د ایمان په زور

– د ایمان زور مو په تاسو کې د معنوي قوې عامل و نه کارولو؟

– بلې، همداسې ده!

– ښه نو بیا هغې قوې مادي عامل په حرکت را نووست؟

– بلې همداسې وشول!

– ښه نو بیا تاسو چې په ځانونو پسې بمونه نه وای تړلي، موټربمونه مو نه وای کارولي او له راکټ، پیکا، کلاشینکوف، موټرسیکل او نورو وسلو او وسیلو څخه مو کار نه وای اخیستی؛ نو آیا ناټو مو ماتولای شوای؟ ولې چوپ شوې؟

– حق وایې.

چې حق وایم نو قوه عبادت وګڼه او قوي شه!

خو قوه هم یوازې د دریو شیانو په واسطه رامنځته کیږي (ریاضي، کیمیا، فزیک) همدغه دری شیان وو چې ناټو یې په ګونډو کړه، یعنې محاسبه، ترکیب – تعامل او حرکت.

بلې! هم په موټربمو کې دغه دری شیان وو، هم په بوشکو او هم په وسلو کې.

بله واورئ! داسې څوک به پیدا شي چې د ریاضي فنا کېدل ثابت کړي؟ نه نشته! ځکه چې الله پاک ((…الیوم للواحد القهار)) ویلي! واحد ریاضي ده او واحد به باقي وي.

د ریاضي قانون دی؛ چې د هر شي توان صفر شي له منځه ځي، خو صفر په توان د صفر د ((۱)) عدد ثابتوي؛ چې همدغه ریاضیکي قانون د ټولو اشیاوو له فنا وروسته د الله پاک واحد ذات موږ ته په ثبوت رسوي.

((…عدد سنین والحساب)) دا به څوک له قرآن څخه وباسي؟ ((…الحدید)) کلمه چې په ابجد کې د وسپنې اتومي نمبر هم دی – څوک به یې له اسلامیاتو څخه بېله کړي؟

همدا راز د قرآن کریم (۱۱۴) سورتونه (۱۲۴۰۰۰) پیغمبران او داسې نور ریاضیات.

الله پاک ولې د ځمکو او آسمانونو په پیدایښت کې (۶ ورځې) یادې کړې؟ هلته هم ریاضي، فزیک او کیمیا عوامل وو.

د ستارو او سیارو حرکات (چې فیزیک دی) مداري تناوب یې (چې ریاضي ده) او د لمر د کتلې اشعات چې پر کائناتو انوار ویشي (کیمیایي تعاملات دي) یعنې: هیلیوم او هایدروجن سره یو ځای شوي، بیا رڼاګانې کوي – دا به څوک له اسلامیاتو څخه باسي، آیا دا ټول شیان مباح دي؟

هر څوک چې دغه علوم مباح بولي هغه له دوو حالتونو څخه خالي نه دی؛ یا نه پوهیږي او یا له موږ (اسلامي ټولنې) سره ژوره دښمني پالي، غدر راسره کوي او نړۍ ته مو ناپوهان معرفي کوي.

هو! که چېرې یو څوک سنګر وویني او هلته له دښمن سره جګړه وکړي، نو بیا به پوه شي چې د ((قوې)) تر لاسه کول مباح نه! بلکې فرض دي.

په زړه کې مې یو کتاب خبرې شته خو لنډوم یې، یوازې څو نورو مهمو نکتو ته هم د بېلګې په توګه اشاره کوم او ستاسو قیمتي وخت نیسم.

هر عبادت هم ارکان لري او هم شرائط؛ نو څرنګه چې ارکان فرض دي، داسې یې شرائط هم فرض شوي.

لکه لمانځه ته اودس کول، اوداسه ته په کوزه کې(د اړتیا پر مهال) اوبه اچول، د عورت پټول په جامو سره او جامې په خیاط باندې ګنډل، ټوکر له ګازاتو یا پمبه دانو څخه (د ماشین په ذریعه) تیارول او پمبه په ځمکه کې کرل، هغې ته د ځمکې برابرول او….همداسې شاته پسې ځئ!

اهل ته نفقه برابرول؛ یعنې دنیاوي کار بار کول، لکه مزدوري، ځمکه کرل او د غنمو یا نورو شیانو روزل چې له امله یې اولاد او مور پلار ته خوراکي توکي پرې برابر کړل شي؛ خو دا یو کار هم له دنیاوي علم پرته نه دی ممکن.

حج فرض دی! خو شرائط یې مخکې لا فرض شوي.

همدا راز روژه، زکات، جهاد، قتال، نفقې او داسې نور…

موږ ولې وایو چې: ټول عبادات پس له مرګه ساقطیږي او ثوابونه قطع کیږي؛ اما د دریو شیانو ثواب هلته هم جمع کېدلای شي؛ چې یوه پکې صدقه ای جاریه ده! لکه: سړک، پل، لار، مزرعه، جومات او داسې نور…جوړول، مګر دا خو ټول د دنیاوي علومو په زور منځته راځي؛ نو آیا دا کارونه هم ټول مباح دي؟

مباح خو هغه عمل دی چې ضروري نه وي!!! نو آیا په ژوند کې پرته له دیني علم ( احکام [کتاب الله و سنت رسول]) څخه ټول علوم غیر ضروري دي؟

خبرې ختمووم!

دیني علوم د انساني ژوند لپاره یوه محدوده ده او یو چوکاټ دی چې انساني کرامت پکې خوندي کیږي او د الله پاک د رضا سبب ګرځي، چې همدغه ته عبادت وایي.

تاسو ټول دیني احکام وګورئ! د ژوند په هر بُعد کې د چوکاټ رول لوبوي، په هر ځای کې د معیشت لپاره بشري قانون جوړوي.

یعنې دیني علم هدف نه دی؛ بلکې قانون او چوکاټ دی د انسانیت لپاره، خو داسې کاري چوکاټ چې مخلوق د خپل خالق خوا ته سمووي او د هغه (ج) د رضایت موجب ګرځي.

هدف فقط د الله رضایت او خوښي ده.

که داسې وای چې فقط دیني علم فرض او نور ټول علوم مباح وای، نو موږ به د حیواناتو په توګه ژوند لرلو ؛ ځکه چې مباح عمل ضرور نه وي، مګر موږ ټوله ورځ په همدغو مباحو کې ورک یو چې اړین او ضروري هم دي.

څوک چې دنیاوي علم مباح ګڼي همغه کس هم شپه او ورځ په همدغو مباحو کې ورک دی.

موږ مسلمانان وایو چې: هر مسلمان پر بل مسلمان حقوق لري!

که یو کس مریض، یا ټپي شي، بل به یې خامخا مداوا کوي او یا به یې طبیب ته رسوي؛ خو چې طبابت مباح شي نو مکلفیت به هم خامخا سلبیږي او ساقطیږي به.

بله واورئ! څوک به تیار شي چې خپله خور یا لور د ولادت پر مهال نارینه ډاکټر ته ورولي؟

طبابت خو مباح علم دی نو څه ضرور ده چې ښځینه یې حاصلوي؟!

د حکومت ټول کار له دنیاوي علومو سره تړلی؛

لکه امنیت، سالم مدیریت، کار او فعالیت، اقتصادي برنامې او داسې نور مسؤلیتونه … نو که دا ټول شیان مباح شي (او مباح پرېښوول خو هسې هم ګناه نه لري) نو معنا دا چې :حاکمان به د ناغېړۍ او غفلت له امله نه مؤاخذه کیږي او هېڅ مسئولیت به نه لري.

تاریخ هم دنیاوي علم دی، مګر قرآن کریم زیاتره تاریخ دی، همدا راز جغرافیه، بیولوژي خو دا ټول علوم په قرآن کریم کې یاد شوي او ښه سم تشریح شوي هم دي.

په هر حال…

موږ له مشرانو څخه هیله کوو چې مخې ته مو پراته خنډونه لیرې کړي، نه دا چې نور هم راته جوړ کړي ! زموږ د پاک او مقدس صف له آدرسه باید یوازې پوهان خلک نړۍ ته پیغام وړاندې او معقول دلائل مطرح کړي او هر هر چا ته اجازه ورنکړل شي چې د اسلامي ا مارت له آدرسه نامعقول او نفرت انګیز توکي خپاره کړي.

هیله کوم دښمنانو ته مو کم مه راولئ، کار یې اهل ته وسپارئ! کنه هر څه به مو زر له لاسه ووزي.

موږ غواړو متمدن او له نړۍ سره سیال یا ترې مخته شو، مګر دا ځینې پر ځان میّن مو شاته ټېل وهي؛ هیله کوم زموږ د پاک ا ما رت حیثیت وساتئ او د خلکو خلخندی مو مه ګرځوئ.

زه په جرئت سره وایم چې کار یې اهلو ته وسپارئ!

خدایه پاکه! زموږ د سپېڅلي صف په هر بُعد کې اهل خلک راته وګماره او بیا یې موږ تابع کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

په ګوتو او فکر مو برکت شه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx