افغانستان

مولوي عبدالحکیم شرعي؛ نړیواله ټولنه دي په افغانستان سیاسي بندیزونه ختم کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۱): په داسي حال کې چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولني سفیر “توماس نیکولسن د ترهګرۍ په وړاندي مبارزې په تړاو اندېښنه ښودلې، د افغانستان د عدلیې وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي نوموړي ته په ځواب کې ویلي چې ا.ا د ترهګرۍ مخالف دی او په وړاندي یې مبارزه کوي.

له عدلیې وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له سفیر “توماس نیکولسن” او مل پلاوي سره په دغه وزارت کې ولیدل.

د سرچینې په وینا په یاده لیدنه کې دواړو خواوو د قوانینو، امنیت، بشري حقونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو مسائلو په اړه خبري کړې دي.

د دې ترڅنګ د لیدني په مهال د عدلیې وزیر د اروپایي ټولني له سفیر څخه وغوښتل چې نور په ا.ا سیاسي او اقتصادي فشارونه ختم کړي او اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

داسې کره شواهد او ثبوتونه شته چې د افغانستان د صنفي یا کارکوونکو د اتحادیې پخوانیو چارواکو د دې اتحادیې میلیونونه ډالره منقوله او غیر منقوله شتمنی د لویې جرګې د ځینو وکیلانو، د وخت( کرزي او اشرف غني) د عدلیې د وزیرانو، د عدلیې وزارت اداري رئیس (جې اوس هم برحاله دی) او نورو چارواکو په مرسته حیف او میل کړې ده. اوس چې د همدغې اتحادیې یو شمېر ضمیر لرونکي پخواني کارکوونکي چې په هېڅ ډول اړونده فساد کې ښکېل ندي، غواړي چې دا اتحادیه فعاله او د اسلامي امارت د چارواکو پام پخواني فساد ته ورواړوي. له… نور لوستل »

احمد ثاقب

موږ دا مولوي عبدالحکیم شرعي چي کمه خبره کړي تاید يي کوو ځکه افغانان نور ستړي دي په خوشحالۍ ژوند ته دوام ورکوي او نړیواله ټولنه د سياسي بنديزونه نور ختم کړي که په طالبانو رحم نه کوي په انسانيت دي رحم وکړي افغانان ډير زپلي او زوریدلی مخلوق دي نور نو بس ده.

محمد

سمون: په پورتني متن کې په تېروتنې سره د عدلیې وزارت د اداري رئیس یادونه شوې چې په اصل کې هغه باید د دفتر رئیس لیکل شوی وای. یعنې مقصد د دفتر د رئیس څخه دی نه د اداري رئیس څخه. درناوي

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx