ادبي لیکني

بلخي لومړنۍ دري ژبې شاعره!

ذبیح الله نوراني

افغانستان د تمدن، فرهنګ ترڅنګ، پۀ علمي برخه کې د ختیځې نړۍ پۀ کچه ستر، ستر علمي پنځوونکي او حکیمان نړۍ ته وړاندې کړي او لویدیځي نړۍ ته یې د علم، او حکمت تر څنګ د ژوندانه تهذیب هم ور ښودلی دی.

زموږ د هیواد په غېږ کي زرګونه، فرهنګیان، ادیبان، غازیان او علمي کدرونه روزل شوي او تېر شوي، چې شهکارونه او کارنامې یې د تاریخ او او ادب پۀ پاڼو او کرښو کې ژوندۍ پاتې دي او دا جغرافیا او وګړي به تر قیامته ورباندې ویاړي.
زموږ ګران افغانستان د نورو علومو، حکمت او فقاهت تر څنګ د ادب پۀ برخه کېهم بې ساري آثار او ادیبان لري، چې د خپل تاریخ او ادب یې ښه پالنه کړې او د خپلې ژبې حق او رسالت یې په ښه توګه اداء کړی دی.

دا چې افغانستان د بېلابېلو وګړو او توکمونو د خوځښت او پایښت کهول دی؛ نو ځکه د دري او پښتو دواړو ژبو نوم‌ؤتي فرهنګیان او ادیبان یې پۀ خپله پلنه غېږ کې روزلي دي.

زموږ د هېواد د دري او پښتو ژبو له ګڼ شمېر نارینه شاعرانو او ادیبانو تر څنګ ښځینه شاعرانې هم د شعر او ادب پۀ ډګر کې ښې ځلېدلې، چې له جملې څخه یې په دې لیکنه کې د آغلې بلخي رابعې شعري فطرت او ټولنیز ژوند ته لنډه کتنه کوو.

بلخي رابعه زموږ د هېواد تکړه نوم‌ؤتې او دري ژبې د فرهنګیانو او ادیبانو له جملې څخه یوه ادیبه، شاعره او لیکواله ده، چې د “فارسي دري” ژبې لومړۍ شاعره او د فارسي شعر بنسټګره بلل کېږي.

بلخي رابعه چې په رابعه کعب هم مشهوره ده، د هغو عربو مهاجرو له ډلې څخه ده، چې له خپل پلار سره د بلخ د فتحې پر مهال په فاتحانه موډ کې داخله شوه او دلته بلخ کې د خپلې کورنۍ سره یو ځای مېشت شول.

په (۹۴۳) میلادي کال کې اوسنی افغانستان چې هغه مهال په خراسان مشهور و، د ساسانیانو له لوري فتح شو او د بلخي رابعې پلار کعب قزداري د ساسانیانو له لوري د بلخ او بُست لپاره امیر وټاکل شو، چې له همدې ځایه بلخي رابعه له خپل پلار سره په بلخ او بُست کې ژوند پیل کړ.

د بلخي رابعې په اړه ویل کېږي چې دا د پاکستان بلوچستان سوبې خضدار سیمه چې د کوېټې او کراچۍ په عمومي سړک باندي موقعیت لري؛ زېږېدلې او کله چې ساسانیانو په خراسان حمله وکړه او د خراسان یو شمېر سیمې یې ونیولې نوموړې له پاکستان څخه د ساسانیانو له لښکرو سره بلخ ته راغله او دلته بلخ کې یې له خپلې کورنی سره یو ځای مېشت شؤل.

بلخي رابعه دلته بلخ کې د فارسي ژبې زدکړې پیل کړې او د څه وخت په تېرېدو سره وتوانېدله، چې فارسي دري ژبه په بشپړه توګه زده‌ کړي او د خپلو همزولو تر منځ په ښه استعداد او لیاقت مشهوره شوه. وروسته تر هغې چې د بلخي رابعې پلار وفات شو او د پلار په تخت یې ورور کښېناست، د نوموړې په ژوند کې لوی بدلون راغی، د پلار له مینې او ځانګړې پاملرنې څخه بې برخي شوه او هغه واک چې د پلار د ژوند پرمهال يې درلودو دا ورڅخه بې برخې شوه.

د ورور له ټاکل کېدو سره یې هغه خپل یو تن ملګری چې بکتاش نومېدو، د سلطنت د خزانې مسئول ټاکي او کله چې بلخي رابعه بکتاش ویني، زړه یې پرې مین کېږي او بلآخره د هغه مینه یې په زړه کې ځای پیداکوي.

دلته نو د بلخي رابعې د ژوند سختې ورځې پیل کېږي او دا چې مینه یې له داسي چاسره ده چې له ننګ څخه یې چاته ویلی هم نه شي او نه څوک پرې خبرولای شي او نه هم ممکن ښکاري، چې دا دې پکي بریالۍ شي؛ نو ځکه د هرې ورځي په تېرېدو سره د هغي د سختۍ نوی، نوی پړاو پیل کېږي او له سختو حالاتو سره مخامخ کېږي.

وروسته بلخي رابعه، بکتاش ته خط لیکي او د خط تر څنګ خپل تصویر هم ورته کاږي، د رابعې د خط تر لیدلو وروسته، بکتاش ورته د خط ځواب لیکي او لېږي، چې دا چاره تر ډېره پورې دوام مومي.

بالآخره يوه ورځ بکتاش رابعه ګوري او دا چې د دوی ترمنځ لا پخوا د خط په واسطه اړیکې دوام درلود، بکتاش د نېږدې کېدو هڅه کوي او رابعه یې په وړاندي تُند غبرګون ښیي او ورته وایي چې زموږ مینه حقیقي ده او فعلا د نورو غرایزو د پوره کېدو لپاره نه ده؛ نو د داسي حرکتونو هڅه مکوه.

یوه ورځ د دښمن د لښکرو سره د جګړې اعلان کېږي او بکتاش له نورو لښکرو سره جنګ ته روانېږي، کله چې رابعه د بکتاش په اړه معلومات تر لاسه کوي چې نوموړی جنګ ته تللی دی، زړه یې بې قراره کېږي او د جامو په بدلیدو او نقاب اغوستو سره جنګ ته ورپسې ورځي او بکتاش په داسي حال کي مومي، چې ټپي دی او دښمنان ترې چاپېر دي؛ توره را باسي او د دښمن څو تنه سرتېري تر تورې تېروي او بکتاش پر آس سپروي او نجات ورکوي.

رابعه یوه ورځ په لاره کې د هغه وخت د یوه مشهور شاعر رودکي سره مخامخ کېږي او یو له بل سره شعرونه تبادله کوي او د رودکي د بلخي رابعې شعرونه زیات خوښېږي.

بله روځ په شاهي ماڼۍ کې شاعران راټول دي او شاه ته شعرونه وایي، شاه له رودکي د شعرونو ویل وغوښتل، دا چې رودکي د بلخي رابعې شعرونه آورېدلي او خوښ کړي یې و، دلته یې هم همغه شعرونه شاه ته واورول، دا چې شعرونه ډیر په زړه پوري و، شاه یې په اړه پوښتنه وکړه او رودکي پرته له دي چې د رابعې نوم ونه ښیې د رابعې نوم یې ورته واخیست او دا یې هم ورته وویل چې رابعه په بکتاش مینه ده.

کله چې شاه بېرته بلخ ته راغی، د بکتاش په خونه کې یې د شعرونو کتابچه ومونده، چې له رابعې سره عاشقانه رابطه تمثیلوله، د رابعې سره د بکتاش ناوړه اړیکې په تور، بکتاش بندي کوي او رابعه حمام ته بیایې او هلته یې د لاس رګونو تر پرېکولو وروسته د حمام دروازه بندوي، کله چې سبا د حمام دروازه خلاصوي ګوري، چې رابعه بې ځانه پرته ده او په خپلو وینو یې بکتاش ته د ګوتو په واسطه پر دېوال شعرونه لیکلي.

بکتاش هم له زندانه په یو قسم فرار کوي او د شپې ځي د رابعې د ورور “حارث پادشاه” سر له تن بېلوي، بیا ځي د رابعې مزار تر څنګ د خنجر په واسطه ځان‌وژنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx