نظــر

ښوونکي د راتلونکي معماران

لیکنه م-ف-ک

دا چې نن د ښوونکي ورځ ده او د امارت يو شمېر مشرانو ددې ورځې په مناسبت غونډه کې د ښوونکي د اهميت په اړه ډیرې ښې خبرې وکړې که په حقيقت کې د امارت مشران پدې باور وي چې ښوونکي د نوي نسل معماران دي او د هېواد آبادي او د هېوادوالو راتلونکي پدوی پورې تړلي دي نو بناء د ښوونکي دې اهميت ته په کتو بايد ښوونکي ته هغه مقام او انعام هم ورکړل شي د کوم چې حقدار دي (چې بدبختانه افغان ښوونکي ترې محرومه پاتې دي) او بیا ترې دا تمه وشي کومې غوښتنې چې ترې په نننۍ غونډه کې د امارت مشرانو وکړې او يا يې چې کومې هيلې په ښوونکو پورې تړلي دي دهغو هيلو د ترسره کېدو تمه ترې ترې وکړي

ځکه چې که د يو ښوونکي تنخواه دومره نه‌وي چې ښه ژوند خو لا پرېږده حتی د خپل ژوند اړينې اړتياوې هم پرې پرې نه‌شي پوره کولای، نو هغه ښوونکي به څنګه وکولای شي چې په آرام مغذ او په ټوله توجو سره تدريس وکړي؛ ښوونکي هم انرژي او ښه صحت ته اړتیا لري او ورته په کار هم ده او دا هرڅه په پيسو کېږي؛ نو که غواړئ چې راتلونکی مو ښه وي د راتلونکي دا معماران ښه ونازوئ

غواړم په پای کې د نورو قومونو د ترقۍ په اړه د اردو ژبې د مشهور ليکوال اشفاق احمد سرگذشت د یوې نمونې په توګه درسره شریک کړم اشفاق احمد وايي: لندن کې محکمې وغوښتلم؛ کله چې محکمې ته حاضر شوم قاضي پوښتنه راڅخه وکړه چې تا ولې تراوسه د خپل موټر د جرمانې پيسې نه
دي تاويل کړي؟
ما په ځواب کې ورته وویل چې وخت راسره نه وو چې جرمانه مې تاويل کړې وه؛ قاضي راڅخه پوښتنه وکړه چې ته څه کاره يې چې دومره مصروفه يې؟ ما ويل: زه ښوونکی يم
ددې خبرې په اورېدو سره قاضي او په محکمه کې موجود ټول خلک زما د احترام لپاره ودرېدل او قاضي زياته کړه: دا زمونږ لپاره ډېر د افتخار ځای ده چې يو ښوونکی زمونږ په منځ کې موجود دی؛ قاضي جرمانه هم راته معاف کړه؛ نو ما له ځانه سره وويل چې دې خلکو ځکه دومره ترقي کړي چې د ښوونکي په قدر پوهېږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx