افغانستان

ټاکنیزو ناندریو ۱۰۰ فابریکې بندې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۲مه ۱۳۹۳): د سوداګرۍ او صنايعو وزارت کې د ملي متشبثينو د مشورتي بورډ صنعتي مرستيال عبدالرشيد فيضان وايي چې د ټاکنیزو شخړو له امله د روان کال له پيله تر دې مهاله ۱۰۰ فابریکې بندې شوي.

عبدالرشید فیضان نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې اندیښنه وښوده چې که ټاکنیزې ناندرۍ دوام وکړي نو زیات شمېر فابریکې به له سقوط سره مخ شي او د بې روزګاره خلکو شمېر به څو چنده شي.

فیضان زیاته کړه چې زرګونه صنعتي مالونه د نه خرڅون له امله د تجارانو په ګودامونو کې پراته دي او بازار ته د نوي صنعتي تولیداتو د وړاندې کولو کچه هم ۷۰ سلنه کمه شوې.

فیضان له دولته، دواړو نوماندانو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ټاکنو ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

د فیضان په وینا په وروستیو دوه کلونو کې د ۴۰۰ شاوخوا فابریکې د ځمکو، بريښنا، د بريښنا د بیو لوړېدل، امنیتي ستونزو او د مسلکي کارکوونکو د نشت له امله تړل شوي.

همدا راز په ننۍ ناسته کې د افغانستان د ملي متشبثينو د مشورتي عالي بورډ رييس رحيم الدين حاجي اغا وویل چې په روان کال کې د ټاکنیزو شخړو له امله ساختماني چارې، صادرات او واردت سخت زیانمن شوي او زیات شمېر سرمایه له افغانستانه بهر ویستل شوې.

رحم الدین زیاته کړه چې ټاکنیزو شخړو د افغانستان اقتصاد ته قوي ضربه رسولې او حتا دغې ستونزې د افغانستان په دولتي بودیجې اثر غورځولی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې په پنځو ولایتونو کې سروې کړی چې په کې ویل شوي د کاروبار وضعیت له پخوا ډير زیات خراب شوی.

دوی هم د ولسمشریزو ټاکنو د دواړو نوماندانو غوښتي چې پایلې ژر تر ژره تسلیم کړي او ټاکنیزو شخړو ته د پای ټکی کیږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x