افغانستان

ملا برادر: د اسلامي نظام په حاکمیت کې د بدخشان د ولس قربانۍ بې ساري دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۱): د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د بدخشان ولایت له یوشمېر دیني عالمانو، قومي مخورو او استازو سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي برادر د شل کلن اشغال پای او د اسلامي نظام په حاکمیت کې د بدخشان ولایت د اوسېدونکو او مجاهدینو قربانۍ بې ساري وبللې او زیاته یې کړه، چې د الله تعالی په نصرت سره اوسمهال په افغانستان کې یو خپلواک اسلامي نظام حاکم دی، چې ټول افغانان یې تر حاکمیت لاندې په ارامۍ سره ژوند کوي.

په کتنه کې مولوي مجیب‌ الرحمن د نورو په استازیتوب وویل، چې د بدخشان ولس په خپل ټول توان سره په هر حالت کې د افغانستان اسلامي امارت څخه اطاعت او ملاتړ کوي. نوموړي د بدخشان ولایت د اوسېدونکو ستونزې هم د حل په موخه شریکې کړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د بدخشان ولایت عالمانو او قومي مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د نورو ستونزو د حل تر څنګ به په دغه ولایت کې روغتیايي خدماتو د رسېدو په موخه شته روغتون ته هم وسعت ورکړي.

باختر اژانس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx