نظــر

د ښوونکي نړیواله ورځ او څو سپینې خبرې…!

خالق یار احمدزی

نن د اکتوبر ۵ مه نیټه ده چې د ښوونکي له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دغه ورځ د ۱۹۹۴کال د اکتوبر میاشتې په پنځمه نیټه د یونسکو لخوا د ښوونکي د ورځې په توګه اعلان شوه او هدف ترې د ښوونکي د کار وزیار ستایل او په تعلیمي/ښوونیز ډګر کې د هغه له کړنو قدرداني کول ښوودل شوي دي.

دغه ورځ سږکال داسې مهال په هیواد کې ولمانځل شوه، چې هیواد مو بشپړ امن او په ټول هیواد کې مو په زرګونو تنه ښوونکي د استادي په سپیڅلې دنده کې د هیواد د بچیانو په روزنه او پالنه بوخت دي.

نن مو شکر دی، چې د تیر په خلاف نه له ښوونځیو او نه هم له ښوونکو ویره شته چې ګواکې زمونږ ماشوم ته به پردی فکر او فرهنګ ور پیچکاري کړي او د پردیو د اهدافو لپاره به یې وروزي؛ ځکه مکتب مو خپل، استاد مو ورور او تمویل یې هم د ملت له بودیجې کیږي.

مونږ چې د هیواد له ګوټ ګوټ نه خبر لرو، دا مهال د زرګونو په تعداد کې ښوونیز مراکز فعال دي او له کوم محدودیت پرته په کې په عادي بڼه زدکړې روانې دي.

د ښوونځیو د استادانو د کمبود ستونزه هم تر ډیره بریده حل شوې او هیله مند یو چې د ځینو مکاتبو د ودانیو او کتابونو ستونزه به هم ان شاءالله هواره شي.

خو داچې هیڅوک له ستونزو او مشکلاتو خالي نه دي؛ نو باید د ښوونې او روزنې په برخه کې هم ځینې ننګونکې خبرې په ګوته او پر حل لارو یې بحث وکړو.

۱_داچې د ماشوم لپاره لومړنۍ مدرسه د مور غیږه او د پلار جان شفقت دی او ورپسې د جومات د ملا امام ترځانګړي نظارت لاندې لومړنۍ زدکړې دي؛ متأسفانه چې د پخوا په پرتله دغه لومړنۍ زدکړه ییزه زانګو ډیره بې اثره شوې.

د پلارجان شل او زر ستونزو، د مورجانې د زیاتو اولادونو د پالنې سرخوږي او د جومات د ملاصاحب مصروفیتونو د کلي ګلالی ماشوم په بې سرپرستي کې پریښی دی.
داچې دغه ګلالی بچی د هیواد راتلونکی ترسیموي او د هیواد برخلیک ټاکونکی انسان ترې جوړیږي؛ نو په همدې اساس لازمه ده ترڅو یې پلار او مور په روزنه کې ځانګړی رول آدا کړي، که یې ښوونه له لاسه نه کیږي، د یوه ښه استاد په څیر خو یې روزنه ترسره کولای شي، چې اړینه ده څو خپل فرضي مسؤلیت آدا کړي.

دغه راز ډیری کلیوالو سیمو کې په جوماتونو کې یا درسونه شتون نه لري، یا هم د کلي ملا امام ترې د بې تفاوتي له مخې ځان خلاصي هڅه کوي؛ چې بیه یې بیا وروسته کورنۍ او وروستي ښوونیز مراکز په ګډه پرې کوي؛ په دې برخه کې هم د کلیوالو مشرانو مسؤلیت جوړیږي او هم د حج او اوقافو دولتي مسؤلینو؛ چې اړوند ملا امامان چې د ماشومانو د دیني او عقیدوي ښوونې، روزنې مسؤلیت ورسپارل شوی، باید په ښه او احسنه توګه یې د یوه ستر او مهم مسؤلیت په توګه مخته یوسي.

۲_ داچې په تیره اداره کې لویدیځوالو زمونږ پر پوهنیز نظام هم اثر رسوخ اچولی وه او په تعلیمي نصاب کې د بدلون ترڅنګ یې د مختلفو افکارو د استادانو راوستل او د رسنیزو او فرهنګي پروګرامونو له لارو یې شاګردان پر خپله لاره سوق کول غوښتل ؛ اوس تر هغه زیاته توجه ورته پکار ده؛ څو همدې شاګرد ته د خپلو پلرونو «سیدجماالدین افغان، احمدشاه بابا، غزنوي، بلخي او… »لار ور وښیو او تیر تاریخ ه په کتو یې راتلونکو مسؤلیتونو ته ځیر وروزو.

د اسلامپاله استادانو راوستل، په فرهنګي برخه کې ورته د هیواد د اصیل کلتور او کلچر تبیین او په عقیدوي او ملي مسائلو واقعي ښوونه او روزنه پکار ده.

۳_لکه څنګه چې په زدکړه ییزو مراکزو کې د ښوونې ترڅنګ د روزنې اصل، چې اخلاقي اړخ هم بلل کیږي؛ خورا زیات مهم ده، باید په هکله یې جدي کار وشي او شاګرد په فکري بڼه ښه وروزل شي؛ خدای مکړه د تیر په څیر یوځل بیا له خپلې لمنې اور وانخلو.

۴_ د مکتب او مدرسې تر منځ لا هم د واټن حس کیږي، که یې د واټن ختمولو لپاره په ښوونځیو کې پر داسې میکانیزم کار وشي، چې لمخې یې تر ۱۲ ټولګي پورې باید شاګرد، د ژوند د هرې برخې لومړني فرائض زده او د قرآنکریم پر تفسیر او ژباړه قادر وي؛ دغه راز تر کوچنۍ دورې پورې د مدرسې هر طالب العلم د کمپیوتر لومړني اړین پروګرامونه زده او پر عربي، انګلیسي ژبې د بلدتیا ترڅنګ، د فزیک، کیمیا، بیولوژي او ریاضي له لومړنیو فرمولو سره بلد وي؛ ډیر به اغیزناک ثابت شي؛ له یوې خوا به یې د یو او بل مسؤلیت او ارزښت ښه پیژندلی وي او له بل لوري به یې د مقابل لوري پر علمي مسیر د تګ لار ځانته آسانه کړې وي.

دغه راز یې د علمي سیالیو پرمهال یوځای رابلل او ترمنځ یې د ګډو سیمنارونو تدویر هم اغیزناک ګام دی.

۵_ بله تر ټولو مهمه او خواشینونکې خبره داده چې دلته ښوونکی ارزښت نه لري نو تر هغو چې مو د ښوونکي د ژوند لومړنۍ اقتصادي اړتیاوې نه وي پوره کړې؛ که مونږ زدکړه ییز چاپیریال هرڅومره معیاري کول غواړو، نه کیږي.

د ښوونکي معاش باید دومره لوړ وي، چې هم د پولې پټي له کاره خلاص وي او هم تر رخصتي وروسته پردۍ مزدوري ته اړ نه وي.

حد اقل باید یو ښوونکی، د یوه رئیس میاشتنی معاش ولري؛ په دې توګه به نوموړی فکراً هم درس ته جوړ وي او تر رسمي وخت زیات به درس ویلو ته له کوم احسان پرته چمتو وي..

دغه راز یې باید د چارو د ارزیابي لپاره وخت پر وخت څارنه وشي او وړ ښوونکي تقدیر او حتا ترفیعات ورته په پام کې ونیول شي.

۶_ یو دروند مسؤلیت د کورنۍ د غړو هم ده، چې ډیر یې تعلیم ته هیڅ ارښت نه ورکوي او خپل ماشومان هم دې برخې ته نه تشویقوي.

ددوی دا نه هڅوونه ددې لامل شوې، چې ماشومان یې تر بلوغ وړاندې تعلیمي ماحول کې وخت تیرول، بیځایه بوختیا بولي.

دوی باید وخت پر وخت خپل ماشومان فکرا زدکړو ته چمتو کړي، هغوی د زدکړو له اهمیت با خبره او وخت پر وخت یې د لاښه تشویق پخاطر تقدیر کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx