نظــر

د خصوصي روغتيايي سکتور نظارتي څرنګوالى!

وحيدالله مصلح

له خصوصي روغتونونو، روغتيايي مرکزونو او درملتونونو نظارت د عامې روغتيا وزارت او اړوندو ادارو مسئوليت او مکلفيت دى، که روغتيايي مرکزونه نظارت نه شي نو خپلسرۍ به رامنځته شي، د روغتيايي خدمتونو کيفيت به راټيټ شي او روغتيايي خلاګانې به ژورې شي او انحرافونه به سم نه شي.

د روغتيايي خدمتونو د نظارت او ښه کېدو په موخه لاندې موردونو ته پاملرنه په کار ده:

لومړى؛ د نظارتي ادارو بنسټيزه کول!
د عامې روغتيا وزارت په اډانه کې د نظارت رياست او د قوانينو او بررسۍ رياست شتون لري، د روغتيايي مرکزونو د سم نظارت په موخه بايد دغه رياستونه په تخنيکي، بشري، مسلکي او تعهدي معنويت پوره کړاى شي، دغو رياستونو ته بايد اړينې سرچينې او صلاحيتونه ورکول شي.
نظارتي مشنونه بايد سيسټماټيک وي او پر رسمي کانالونو مخ ته ولاړ شي، د نظارت لپاره دا مهمه ده چې پر مسلکي بنيادونو او نظارتي وسايلو سنبال وي. نظارتي راپورونه جوړ او له اړوندو لوريو سره شريک شي، پر نظارتي راپورونو بايد عمل وشي او اکشن پلانونه يې د روغتيايي مرکزونو له لورې تطبيق شي، په تعقيبي نظارتونو کې دې پرمختګ اندازه شي…

د يو چارواکي ناڅاپي او په مودو کې کوم ځل نظارت پر ځاى د اړوندو رياستونو له خوا د منظم او دوامدار نظارتي پلان جوړول او تطبيق د روغتيايي خدمتونو د ښه والي سبب ګرځي. که نظارتونه له خپل طبيعي او رسمي لارې واوړي نو بيا دې ته لار پرانېستل کېږي چې د نظارت په نوم ګوندۍ او غدۍ وپالل شي.

دويم؛ نظارت او د روغتيايي سکتور باور!
په افغانستان کې خصوصي روغتيايي سکتور يو له مهمو او غوړېدلو سکتورونو دى، په نوره نړۍ کې له خصوصي سکتورونو سره د دولتونو ځانکړې مرستندويه بستې موجودې وي او دولتي-خصوصي مشارکتي موډلونه شته وي، په افغانستان کې روغتيايي خصوصي سکتورونه يوازې پر شخصي پانګو پايي او په دغو روغتونونو کې ډېر هغه پياوړي طبي کادرونه جذب شوي چې په بهرنيو هېوادونو کې يې ځانګړي تخصصونه کړي خو په دولتي روغتونونو کې د زمانو پخوانيو استخدامي موانعو او نامناسب چاپېريال له امله نه شي ځايېدلى…

په يو اقتصادي ځپل شوي او محاصره افغانستان کې د خصوصي پانګوالو له سرمايه ګذاريو سره دروند تعامل په کار دى، د ګاونډيو هېوادونو هيله دا ده چې زمونږ دغه خصوصي روغتونونه چې دا مهال د دريمي روغتيايي خدمتونو په ترسراوي کې د باور په لورې ګامونه اخلي څنګه له باوره وغورځوي؟ د نظارتونو رسنيز کول په لوى لاس پر روغتيايي ډګر د باور ماتول دي او که باور مات شي نو له يوې خوا به د پېچلو دريېمي عملياتونو مريضان او پايوزان ټول ګاونډيو هېوادونو ته ورمات شي او له بلې خوا به زمونږ د وطن روغتيايي پرمختلونکى يون پر شا ولاړ شي. نو له همدې امله په ناپامۍ سره د ګاونډيو بدبينانو هيلې پوره کول نه دي په کار.

نظارت په علمي او رسمي طريقو په کار دى.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx