نړۍ

تایلنډ کې په یوه وسله وال برید کې ۳۷ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۱ل) تایلنډ کې په یوه وړکتون باندي د وسله وال برید له امله ۳۷ کسان وژل شوي.

د چارواکو په وینا د دې پېښي ډيری قربانیان ماشومان دي.

د تایلنډي پولیسو له قوله، د دې پېښي بریدګر “پانیا خمراب” نومېده او د دې هیواد د پولیسو مخکنی افسر تېر شوی وه.

د معلوماتو له مخي برید کوونکی په وړکتون له برید کولو وروسته خپل کور ته تللی او هلته یې خپله مېرمني او اولادونو له وژني وروسته یې ځان وژنه کړې.

د ورکړل شوي راپور له مخي یاد بریدګر چې ټوپک، توفنګچه او چاقو ورسره وه، پرون ورځ یې د “نونګ بوا لام فو” ولایت کې په یاد وړکتون برید ترسره کړ.

د یاد ولایت د پولیسو یوه چارواکي “جاکاپټ ویجیترایتایا” وایي چې په یاده پېښه کې ۳۷ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. هغه زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې ۲۳ ماشومان شامل دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx