افغانستان

امریکا: په افغانستان کې د پوځي مداخلې تېروتنه بیا نه تکراره وو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۱ل): د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت سرپرستې “کارین ډیکر” په خپلو تازه څرګندونو کې وایي چې هیواد به یې بیا په افغانستان کې د پوځي مداخلې تېروتنه تکرار نه کړي.

ډیکر زیاتوي چې کوښښ کوي تر څو له طالبانو سره خبرو ته ادامه ورکړي او هغوی وهڅوي چې امنیت ټینګ کړي.

د ډیکر د خبرو له مخي ښوونځیو ته د انجونو تګ او همدارنګه د امنیت ټینګول هغه دوې مسئلې دي چې امریکا یې په اړه له طالبانو سره خبري کوي.

نوموړې په ټینګه سره ویلي چې څوک دي ورڅخه په افغانستان کې د پوځي مداخلې تمه نه لري.

د یادوني ده چې د ډیکر یادي څرګندوني په ظاهره د دوستم د هغو خبرو په غبرګون کې دي چې ویلي یې وه، ( که نړیواله ټولنه ورسره مرسته وکړي نو طالبان به په دوو اونیو کې له شمالي ولایتونو وباسي).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

که امریکا او ملګري يې په رښتیا په افغانستان کې د نه لاس وهنې او اسلامي امارت سره د تعامل غوښتنه کوي او ريښتوني وي نو بي د ځنډه دي اسلامي امارت په رسميت وپيژني او سياسي مسايل دي د ډيپلوماسۍ او خبرو د لارې حل کړي او د افغانستان د مخالفت نه لاس واخلي او د افغانستان کنګل شوې پيسې دي ازادي کړي. د داعش په شمول د افغانستان د پخواني اشغالي ادارې له لڼډغرو سره مرستې بندې کړي. که امریکا دا کار ونه کړي نو باور پرې نه کيږى. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx