ټولنیزه برخه

د ښځې او پوښتۍ خاصیتونه سره یو دي‎‎

امین وردګ
موږ او تاسو له دیني عالمانو څخه آورېدلي چې وایي: ښځه د نارینه له چپې پوښتۍ څخه پیدا شوې ده او دغه ډول پیدایښت ته په سورة النساء، سورة اعراف او سورة الزمر کې ریښتیا هم اشارې شوې دي،  همدا راز علماء کرام له بخاري شریفې څخه هم یادوونه کوي ؛ چې هلته د حضرت آدم (علیه السلام) له پوښتۍ څخه د بي بي حوا مبارکې پیدایښت ثابتوي.
په هر حال … زه پدې هکله کافي معلومات نه لرم ځکه خو ترې اوړم او راځم دې خبرې ته؛ چې په کومو مواردو کې د ښځې او پوښتۍ خواص او عملکرد سره ورته دي؟
دا خبره به مو هم ډېره آورېدلې وي چې وایي: ((ښځه کږه پوښتۍ ده؛ چې سموې یې ماتیږي او که یې پرېږدې نو همداسې کږه به وي)) خبره خو سمه ده؛ مګر اخیستنه غلطه ترې شوې.
هو! ښځه بلکل داسې ده لکه پوښتۍ؛ خو موږ لومړی باید د پوښتۍ کار و پېژنو! د پوښتۍ دنده له زړه، معدې، سږو، بډوډو او داسې نورو… مهمو حیاتي اعضاوو څخه ساتنه ده چې تر ټولو مهم پکې زړه دی، نو موږ به هم یوازې همدغه (زړه) تر بحث لاندې ونیسو.
ښه خبره ده! ښځه د نارینه پوښتۍ یادیږي ، خو جوته دنده یې د نارینه له زړه څخه ساتنه هم ده.
د ښځې همدغه کوږ حالت باید موږ ومنو او په همدغه موقف کې نرم تعامل ورسره وکړو، ترڅو زموږ زړونه را وساتي.
بلکل ښځه او پوښتۍ مشابه خواص سره لري! پوښتۍ چې سموې هم ماتیږي او چې نوره یې کږوې هم ؛ یعنې په دواړو حالاتو کې له ګټې  لوېږي ؛ که یې خموالی سیده کوې له قفسه وزي او که یې لا خموې پر زړه فشار ورولي، نو ښه همداسې ده چې دا ده!!! یعنې همداسې کږه ښه ده!
د ښځې طبیعت همداسې دی او همدغسې ښه هم دی!  ښځه له نارینه څخه یوازې مینه غواړي، نه جبر او تشنج؛ ځکه چې طبیعت یې انعطاف پزیر دی؛ له تندۍ او تریخوالي سره حساسیت لري او کرکه ترې کوي، که تر ډېر فشار لاندې شوه نو بیا خامخا منفي غبرګون ښيي.
ښځه په مینه خپلیږي نه په زور.
اې ناپوهو خاوندانو! تاسو ته وایم؛ له ښځو سره مو مینه وکړئ چې زړونه مو در وساتي، کنه نو د هغې ورځې په تمه شئ چې په عالم کې مو رسوا هم کړي.
زموږ په ټولنو کې ځینې داسې له عقل او انساني تعامل څخه خلاص خلک هم شته چې وایي: زه ښځه په زور ښځه کوم، دوی په ظاهره کې سړي غوندې ښکاري اما په باطن کې یې د سړیتوب څرک لا نشته.
اسلام ډېر ښه دین دی خو چې موږ یې سم زده کړو.
ښې ښځې پنځه عمده خواص لري نو هر سړی چې ځانله ښځه خوښوي، باید دغو خواصو ته یې پام وي ((۱-دیانت۲- ویښیاري۳- اخلاق ۴- ځواني۵- پاک ژوند)) په دغو پنځو کې هم د شمېرو پر اساس برترۍ شته؛ د بېلګې په توګه: که په یوه ښځه کې لومړی خاصیت نه ؤ نو په هېڅ درد ځکه نه خوري؛ چې پوښتۍ ده نو! یا به یې پرېږدې او یا به درنه ماتیږي، نور هم داسې…خو لومړي یې مهم دي.
نو مطلب دا؛ چې له ښځو سره مو ډېر احتیاط کوئ! دوی پوښتۍ دي! نو فقط زړونه مو پرې وساتئ او دومره یې مه مجبوروئ چې تر باغو مو واړوي، چې ډېر یې اړولي هم دي!  ځکه خو زه وایم چې حوصلې یې مه آزمویئ.
دوی چې ستاسو هر نامشروع او زشت حرکت یا تعامل تحمُلوي؛ دا د دوی د فامیلي تربیې برکت دی او یا دا چې؛ خپل نوم نه بدوي او نه ستاسو ابرو وړل غواړي، مګر تاسو بیا هم د دغې حساسې نکتې درک نه لرئ چې ممکن دا بیا ستاسو په ناپوهئ او یا عدم فامیلي تربیت پورې اړه ولري.
تاسو ولیدل چې دوې ورځې وړاندې یې ښځې له # سره څه وکړل! خو هغه داسې ښځه وه چې نه د ځان په حیا بنده وه، نه د بل؛ مګر تاسو ته چې څه نه وایي؛  حیا لري او وړاندې وروسته ګوري، یا داسې محرم مشاورین لري چې هغوی سم نصیحت ورته کوي او تاسو دواړه له کندو ساتي.
که مو ښځې له تاسو څخه کرکه کوي، نو له داسې ورځې هم کرکه لري چې هم یې خپل نوم بد شي او هم ستاسو، ځکه چې اصیلې او پدرکرده دي.
نو بیا هم درته وایم چې ښځو ته مو د مینې په نظر ګورئ او قدر یې کوئ، دوی مظلومې او ستاسو خادمانې دي، زړونه یې خپل کړئ چې زړونه مو وساتي.
همدا نن مو خپلو ښځو ته قسمونه ورکړئ چې له تاسو سره مینه لري او که درنه ستړې دي؟  اجازه ورکړئ چې د زړه خبره درته وکړي!  که درنه راضي وي او مینه درسره لري نو ښه تر ښه او که خفه وي او کرکه درنه کوي، نو خوشاله یې کړئ او که مو بد ترې راځي، یا داسې کوم بد صفتونه وي کې چې په بېلتون ارزي؛ نو مهرباني وکړئ! طلاقې یې کړئ؛ خو مجبوروئ یې مه چې سپک مو کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مصباح

ښه مطالب وو

غ. حضرت

محترم وردګ صاحب ښو ټکو ته اِشاره کړېده. شاید زموږ د ټولنی ځینی عام وګړی خصوصاً د مُلا او طالب قشر د ښځی پر فلاح او جنتی توب باور او یقین ونلری خو دا حقیقت باید ومنی چی همدې ښځی د ښځی توب د کرامت څخه منکر کس یا کسان د حلالی نکاح پواسطه د دوږخ څخه ژغورلی دی کنې د خرې او هلک سره جماع به ئې دواړی ور خطاء کړی خصوصاً د هغو مارشالانو چی یاغیتوب ئې د مهار وړ نه دئ ( هغه طالب چارواکی چی دوې درې ئې ځانته کښېنولی دی او یا د طالب عسکرو… نور لوستل »

هيښ ويښ

حقيقت
ترټولو مهمه داده چې ښځه هم انسان ده .
د ښځو په وړاندې توپيري چلند د انسانيت خلاف دئ.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx