شعـــــرونه

هر چا ته رسېدلی دی فیضان د مصطفی

راشد کامران

هر چا ته رسېدلی دی فیضان د مصطفی

ټول جن او بشر لاندې تر احسان د مصطفی

شاهان د زمانې يې غلامان د غلامانو

مخدوم د کائنات دي خادمان د مصطفی

طائفه د محبوب د وینو څاڅکي دې په یاد دي

اُحده! درنه هېر نه شي دندان د مصطفی

حمزه نه اندامونه، له جعفر پرې وو لاسونه

نیزو باندې پېیلي وو لمسیان د مصطفی

فاتح د هر میدان وو، څوک په تمه د غفران وو

ساتلي چا نوکان وو، چا ویښتان د مصطفی

تر اوسه پیروان لا د صُفې لري امت

تر اوسه لا سرشاره دی کاروان د مصطفی

دوزخ کرا بسوزد ګر بولهب نه باشد

حساب په اهلِ بیتو کې سلمان د مصطفی

مصداق د ” رفعنا لک ذکرک” يې په ځلا دی

تفسیر یې د اخلاقو دی قرآن د مصطفی

بعد از خدا بزرګ توئی قصه مختصر

موږ چیرته او بیا چیرې عظیم شان د مصطفی

راشده نور خو نشته عملونه دفترونه

اسره ور وړمه خدای ته ثقلان د مصطفی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx