
د کریمیا او روسیې تر منځ پول د یوې چاودنې له امله تخریب شوی / ویډیو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۱ل): د روسیې چارواکو ویلي چې نن د شنبې په ورځ سهار د کریمیا جزیرې او روسیې تر منځ پر پول چاودنه وشوه چې له امله یې پول په جزوي ډول تخریب شوی او د موټر تګ راتګ باندي درېدلی دی.
د روسیې د ولسمشریزې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي د پيښې د تحقیق لپاره کمیټه ټاکل شوی او د روسیې د فدرالي څیړنو دفتر ویلي په پیښه کې ۳ تنه وژل شوي او د موټر بم مالک پيژندل شوی دی.
بلخوا د سمندري نقل وحرکت ادارې ویلي چې د کیرچ په نامه سمندري تنګي کې د کښتیو تګ راتګ د پخوا په شان روان دی او ټاس اژانس د روسي چارواکو له قوله ویلي چې د کریمیا جزیری سره د موټرو لپاره نوري لاري خلاصي شوي دي.
WATCH: The Crimean Bridge, which connects Russia and Crimea, is on fire and has partially collapsed pic.twitter.com/EGaGF0Eb25
— BNO News (@BNONews) October 8, 2022
د کریمیا ایالت د شورا مشر اوکراین باندي تور پوري کړی چې دغه پيښه کې لاس لري.
د روسیې تروریزم سره د مبارزې کمیټې ویلي چې چاودنه د یوه لوی موټر په واسطه د اورګاډي سره نیژدې شوی چې تیل یی انتقالول، او له امله یې لوی اور را منځته شوی دی.
د اوکراین دفاع وزارت ددغې پيښې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی خو ویلی یې دي چې د یاد پول تخریب د روسیې د قوت ټول دبدبه لمنځه یوړل.
بلخوا د اوکراین د ولسمشر مشاور میخایلو ویلي، د کریمیا پول تخریبول یو ښه پیل دی، باید ټول غیر قانوني شیان لمنځه یووړل شي. هغه زیاته کړې: ټوله هغه غلا چې روسیې د اوکراین څخه کړې، بیرته باید اعاده شي او روسان له ټولو یرغل شویو ځمکو څخه وشړل شي.
Wow!!! It was clear that the explosion of the Kerch Bridge was huge but it is always different when you see it. #Ukraine #Crimea https://t.co/ihYdiTdOvK
— (((Tendar))) (@Tendar) October 8, 2022
د روسیې وزارت خارجې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اوکراین لخوا ملکي اهداف په نښه کول د هغوی تروریستي ذهنیت په ګوته کوي.
روسیې زیاته کړې چې په پيښه کې د اوکراین لاس لرل که یقیني شي نو سخت جواب به ورکړي.
د کیرچ په نامه دغه پول د کریمیا او روسیې تر منځ په کال ۲۰۱۸ کې د روسي ولسمشر پوتین لخوا پرانیستل شو، ۱۹ کیلو میټره اوږدوالی لري، په جوړیدو یې روسیې دوه کاله وخت او زیات مصارف کړي تر څو د روسیې سره د کریمیا یو ځای والی نور هم ټینګ کړي او د روسیې د وچي سره وتړل شي.
The train on the Kerch Bridge is still burning. The train bridge won’t be operational. That case is closed forever. #Ukraine #Crimea #Kerch pic.twitter.com/sZaiMgPfzB
— (((Tendar))) (@Tendar) October 8, 2022