نظــر

د اکتوبر اوومه؛ ستر آزمون او د رښتینې اټکلیزې بریا حس

خالق یار احمدزی

د اکتوبر اوومه نیټه هغه ورځ ده چې مونږ ته د یوه ستر آزمون تر څنګ د توکلي اټکل په اډانه کې د ریښتینې متوقعې بریا زیري را کوي.

پر دغه ورځ که مو پر هیواد د سپیڅلې واکمني څلی را نسکور شو، خو مونږ ته یې هغه درسونه، عبرتونه هم را وښوودل چې په مټ یې کولای شو، هم ولسونه د ځان کړو، هم هیواد د نورو سیال کړو او هم په عقیدوي او کلتوري برخو کې خپلو اصولو او مقدساتو د ژمنتیا هوډ په اثبات ورسوو.

زمونږ مشرانو د یرغل له پیل سره د امریکا د ماتې او د لیست له سر څخه، پای ته د تګ خبرداری ورکاوو او ویل یې چې دا یو آزمون دی، بریا به بیرته د همدې مجاهد ولس وي، خو باید په هرڅه صبر، استقامت ترسره او د مقاومت او مبارزې ځواک باندې تمرکز وکړو.

د اکتوبر اوومه هغه پیلیزه انګازه وه، چې په یوه مجاهد صف کې یې خدایي خدمتګاران او مادیت پرسته مریان ښه څرګند کړل.

هوکې؛ په مختلفو وختونو کې د پرلپسې امتحاناتو په ترڅ کې یوه خدای ته خوښې ډلګۍ په خپلو ریښتینې عزائمو کې د سختو تکالیفو او سترو قربانیو په ورکولو سره، د کامیابي پر مدار وڅرخیده او باالأخره د بریا پوړیو ته هسکه شوه.

همدا خلک وه، چې د خپلو نازکو ځوانیو په مټ یې کفري نړۍ ته داسې نه هیریدونکی او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ، چې ښایي تښتیدلي یرغلګر یې راتلونکو نسلونو ته، خاطرې په یادګارونو کې پریږدي.

کفري نړۍ په یوه غیر مترقبه او له اټکل پورته شخړه کې را ګیر شوه، ویې لیدل کله چې یو افغان ځوان د خپل دین او وطن د ګټې لپاره په شیرینې ځوانۍ پورې باروت تړي؛ هغه به په کومه پرمختللې تخنیکي وسله یا هم په کوم پیچلي تکتیک ماتوي؛ په داسې حال کې چې ماتې یې ناشونې ښکاري.

هو! هغوی چې د منځنۍ او مرکزي آسیا د نیواک خوبونه لیدل او له بګرام څخه یې د چین کنترولول غوښتل، د روسیې پر وړاندې یې له افغان خاورې د جګړې خوځښت لټاوو او بالأخره په سیمه کې یې خپل ټول وجودي مخالفین مخامخ او یا هم د داعشي ایجنټو ملیشو په توسط رام کول؛ دې موخې ته له رسیدو وړاندې ګونډه شول او د تل لپاره یې شوم عزائم له خاورو سره خاورې شول.

افغان مقاومت ته په کتو سره، راغلي یرغلګر پوهیدل چې یو وخت به یې له دې ځالګۍ څخه وتل حتمي وي؛ نو یې وار له مخه په فکري او عقیدوي جګړه هم پیل کړی وه، رسنیزه برخه یې هم د خپلو تبلیغاتو لپاره په پراخه پیمانه سپانسر کوله او د استخباراتي نفوذ په برخه کې یې هم ښه تخم تیت کړی وه.

غوښتل یې د روسانو په څیر افغانستان پریږدي؛ هغوی چې د کمونستي بقایاوو ترڅنګ په سمه او غرونو مختلف ډوله چاودیدونکي توکي وشیندل او ویل یې چې زمونږ له وتو وروسته به هم افغان خاوره له اوسیدونکو سره یې جګړه کوي؛ امریکایي حشرباڼو هم د خپلو فکري دیموکراتانو د پریښوودو تکل کړی وه، خو چې کله د بسترو بارولو وخت راغی، هغه د پیو مجنونان یې هم د نه چلښت له ویرې له ځانه سره تر غوږ نیولي بوتلل.

د شل کلن پوځي حضور په پای کې یې د زړه په زور جګړه مخته وړله، د جنوب په کچه یې نه رازق لغړی درلوده او نه هم عزیزالله کاروان؛ نه خو یې په شمال میشتو عطانور او دوستم کې د جنګیدو شیمه پاتې وه او نه یې د مشرقي والو او لویځو ولایتونو په کونجاړه خورو قوماندانو کې؛ نو یې پرځای نوی ورژن کرایي قاتلین د سمیع سادات او خوشال سادات تر مشري لاندې دیسانټ او د امرالله صالح د سپیده چاود په جلسه به یې له خوبه راپاڅول.

خو که یې بازارونه بمبار کړل، که یې ښوونیز مراکز په نښه کړل؛ که یې د خلکو کلي له مخیزه وران کړه او که یې روغتیایي او تجارتي ځایي لمنځه یووړل؛ نه خو یې غورو باټو کوم رنګ راووړ، نه یې مذاکراتي میز کې برلاسي ومونده او نه یې هم خپلې غوښتنې په مقابل لوري«اسلامي امارت» تحمیل کړې.

داخلي غلامانو یې بیا تل د ورکړل شویو غوړو وعدو په تمه اخطارونه ورکول، د جمهوریت د بقاء چیغو ترڅنګ پیغوریزو ننګونکو اعلامیو هم زور اخیستی وه؛ چې ناڅاپه کوم طالب له هوا ډکې دغې پوکاڼۍ ته کوم اغزی ورنږدې کړ، چې ناڅاپه په یوه شیبه کې د ټول ترسیم شوي جمهوریت نقشه محوه؛ افغانستان د تل لپاره له افغانما څیرو خلاص او د هیواد د خپلواکۍ اخیستنې په تاریخي کتاب کې یو بل څپرکی د امریکا په مشرۍ د ټولې کفري نړۍ د ماتې په نوم ثبت شوه.

دې ټولو ته په کتو سره ویلای شو، چې مشران مو ډیر هېښ دي، دوه لسیزې وړاندې یې د بریا ورکړل شوی زیری یې پوره کړ او هیواد یې نه یواځې له ښکیلاکګرو نړیوالو خلاص کړ، بلکې روغ سالمه حکومتولي، تأسیسات او جوړ تیار افغانستان یې په برخه ورسیده.

ذلک فضل الله یؤتیه من یشاء

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx