نظــر

د بیان ازادي

حفيظ الدين پيرزاده

د ولسوالیو فتحې ښې په زور او شور پر مخ تللې، مولوي امیر خان متقي د مرکزي افغانستان پر مفتوحه سیمو کې له ولسونو سرہ پر لیدنو، کتنو بوخت و.
ھغه په ټولو سترو غونډو کې خلکو ته د امنیت، د مال، عزت او سر د حفاظت او ھمداراز د ټولگټو پروژو او نورو ټکنی شویو دولتي خدماتو د تداوم ډاډ ور کاوہ!
له دې سرہ ھم مھاله، په کابل کې د غني، عبدالله او نورو گوډاگیانو تر منځ د چور او تالان مسابقې روانې وې.

ھغه وخت شمشاد تلویزون له متقي صیب سرہ یوہ لویه او په زړ‎ہ پورې مرکه وکړ‎ہ، موږ‎ ټول د مرکې نشر ته شیبې شمیرلې، خو د کابل ادارې شمشاد تلویزون ته د ھغې مرکې د نشر اجازہ ور نکړ‎ہ!
امریکا ځان ته د بیان د ازادۍ مخکښ ھیواد وایي، خو د خپلو ملي گټو پر خلاف ھیچا ته د خولې پرانستو اجازہ نه ورکوي!
غیر دولتي رسنۍ یې ھم ھمدا پالیسي تعقیبوي، د بیلگې په توگه فیس بک د خپلو فکري مخالفینو د نومونو پر لیکلو ھم نا لیکلی بندیز لگولی!
ھغوی د بیان ازادي داسې تر پښو لاندې کوي چې موږ‎ مجبور یو یاران د ھغوي د اصلي نومونو پر ځای علمای کرام یاد کړ‎و، ام ارت داسې ولیکو او د مرحوم ملا صیب اصلي نوم ھم ونه لیکو!!
خو د بیان د ازادۍ پر اختناق تورن، د ااا په کور دننه رسنیو ته اجازہ ورکوي چې د طلاقي محب پڅیر منفورو، او استفراق شویو څیرو سرہ مرکه وکړ‎ي او نشر ته یې وسپاري!
فرق از کجا تا به کجا؟

فاعتبروا……
____________________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د اکتوبر ۸/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

همدا د امریکا او غربي نړۍ منافقت دئ چي پخپله د انسانانو حقوق د انسانى حقوقو په نامه تر پښو لاندې کړي او د انسانيت په ژبه نه پوهېږي او انسانانو سره د وحشيانو په څېر عمل کوي. چې ښکاره بيلګي يې ګوتي نامو، بګرام او ابو غريب زندانونه دي. بيان ازادي يوازې د خپلو ګټو په بنسټ جوړوي. چې ښکاره بيلګه يې فيسبوک دئ چې غربي نړۍ ته حق ورکوي چې په دريمه نړۍ انتقاد وشي، مګر نه په غربى نړۍ.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx