شعـــــرونه

دريمه فی البديهه مشاعره

ترتيب او راټولونه: محمد حسن عمري

۱۰/ربیع الاول/۱۴۴۴

(دګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې پۀ یوه شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
دۀ نــظر جــادو دې ژبه را ګونګۍ کړه
مــخامـخ دې پـۀ نــامـۀ بـلـلـی نۀ شم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د هجران ستړو مزلونو دومره مات کړم
دۀ ښایست ترکوه قافه تللای نۀ شم
هاشم ذاکر مهاجر

لکه شمعه پټه خولۀ فریاد راپاتې
يم بې سیکه اوس سلګۍ وهلای نۀ شم
احمدالله نثار

ستا د حسن مثال نشمه موندلای
دومره ښکلی یې چې هيڅ ویلای نۀ شم
خالدأنس

له غومبورو دې سرخي د ګلاب څاڅي
دې جنت نه مې خوږ  زړه ویستلی نۀ شم
شرر ساپی

څه چې وو په سپین میدان یې درته وایم
غږېدلی درته غلی غلی نشم
مهاجر ذاهد ساپی

ځان ته وګورۀ آئینه کې سترګې وینې؟
قتلوي مې ځکه لوړ کتلای نۀ شم
نسیم منصور

د بې سېکه ژؤند پۀ توره دړه پروت یم
د زړۀ زخم پۀ هېچا ګنډلای نۀ شم
م منصور درمان

سل غمونه مې لتانه سپېلني شه
زه يو غم په زړه د نورو وړلای نۀ شم
روحاني امین

ستا دعشق په تور می وژني دزړه سره
غمازان دي له خپل کور وتلی نۀ شم
وحیدالله وحيدي

دهجران درد به په زړه کې پټ ساتمه
چې دیدن ته دجانان ورتللای نۀ شم
نقیب الله حنیف

په لمحه کې يې بایلل څومره اسان دي
په کلونو کې یو زړۀ ګټلاى نۀ شم
عزت الله برهان

ستا د تللو سره خدایږو چي مړ کیږم
ته راوګوره خو ساه وهلای نۀ شم
ریحان اخندزاده

وایه وایه چې هر څه وایې منم یې
ستا د تګ خبرې هیڅ منلای نۀ شم
نبیل شباب

ستا ده حُسن طاقت نه وینم په ځان کي
لمــر ته مخامـخ قــــربان کتلی نۀ شم
مهربان

چې زړګی مې ستا په څېر باندې راټول شي
جهان ګورم ستا مثال موندلای نۀ شم
همت کوچی

یوسف مخیه! ستا په یاد باندې ژوندی یم
خوږ انځور دې له ژوندون ویستلی نۀ شم
ثناء الله معصوم

د وصال سوال مي قبول که غاړه راکه
نور د هجر دا دوران منلای نۀ شم
سید حسام هاشمي

د پخوا پشان ځواني مي نده ګله
اوس بوډا شوم ستا نازونه وړلای نۀ شم
عبدالغني وفا

نه دي نوم په ژبه اخیستای سم نه هم
ستا نامۀ هم په قلم لیکلای نۀ شم
حافظ کامیاب

دژوندون د اضطراب صحرا کې ورک یم
اطمینان ته یو قدم راوړلای نۀ شم
محمودي انصار

څوک په خپله خوښه نه راځي زړګي ته
او زۀ زړۀ پر چا په زور تپلای نۀ شم
عزیزالرحمن ایاس

چې ستا نوم باندي ليکلی وي جانانه
کور کې هغه کاغزان سوځلای نۀ شم
وصاف

دا منم چې تۀ زما په زړۀ کې خښ يې
خو له زړۀ نه دې زۀ هم وتلاى نۀ شم
خالد وزير

د وصال خواږه دي راکړه چې ارام سم
یم کباب ، کباب فراق ګاللای نۀ شم
مشهود

په بې شرنګه زولنو کې مې پښې بندې
له خپل تن لکه سايه وتلای نۀ شم
روحاني امین

غزل توري دې لۀ مسکو سترګو اخلم
بې پنځګر ښائست دې هېڅ وډلای نۀ شم
م منصور درمان

بلها وخت وۀ شو چې رانغلې لالیه
باید راشې نور دې لار څارلای نۀ شم
تڼيوال مفتون

بیلتانه دي تردې حال یم رسولای
ځواني مرګه! یاره نور ژړلای نۀ شم
مسرورغزنوي

مــاتــــه هیڅ نصیحت مه کوه ناصحه
زه جانان له زړګی هیڅ استلای نۀ شم
سیحان کندهاری

د وصال په طمعه طمعه مې ژوند تیر کړ
داسې ښکاري یار په ژوند لیدلی نۀ شم
عاکف مهاجر

نور د هر چا زړۀ ته لاره جوړه وی شم
خو یو ستا زړګي ته لار کولی نۀ شم
عمرحماس

که دې رب راکوي هسې به دې راکړي
زیارتو باندې خـوردې څټلای نۀشم
تسل منیب

زړۀ زګېروي کوي، زړۀ بل رقم ته تنګ دی
بې وسۍ ناځوانې تا بښلای نۀ شم
نسیم منصور

ته وا زه به نو بیاڅه ډول طالب یم
زمامطلوبه چي ستازړۀ ګټلای نۀ شم
خالد منعم

هر سړی به پکښې خپله څېره ګوري
دا آیېنه له دېواله وهلای نشم
محمودي انصار

که هر څومره مشکلات راته جوړيږي
مسافر خلک لۀ کور شړلای نۀ شم
مخلص کډوال

د غربت، او رنځ به سپوره ژوندون تېر کړم
د مالدار  د جېب غړک مښلای نۀ شم
نصرت طالب

سپين ته سپین او تور ته تور ویل مې خوښ دي
سپين او تور پۀ یو میزان تللای نۀ شم
تڼیوال مفتون

د تعلیم په وسیله به ځم تر هسکه
بې اسبابه تر سپوږمۍ ختلای نۀ شم
عبدالغني وفا

اسباب هم منم، خوبېله تا باداره!
داوطن مې له فساد ژغولای نۀ شم
رحمت الله ګرم

څوګ که هر څومره سختۍ راباندې راوړي
د اسلام لۀ دایرې وتلای نۀ شم
اسد صارم

د دنيا سختې څپې اخير تيريږي
خو ايمان په رسميت پلورلای نۀ شم
الحاج احمدي

سپین، بیرغ چې په اټک رپانده نۀ کړم
تر هغې  به زندګۍ ښاغلی نۀ شم
رحمت ملنګ

ای..! ولــسه چې نهر راســره نشئ
زۀ د دې عصر خندُق کیندلای نۀ شم
مخلص کډوال

شهیدان هېڅ د صفت محتاجه نه دي
په ګلانو نور ګلان شیندلای نة شم
راشد کامران

سر بایلمه دار منم مرګ مې قبول دی
خو ایمان مې په پیسه پلورلای نۀ شم
مخبت وردګ

تر هغو چي ستا ګریوان لاشې لاشې وي
زه هیواده خپل وجدان ګنډلای نۀ شم
حنیف مظهري

د وطن په هر کانون مې ځان سمبال کړ
په پردي فرهنګ کې ځان پوښلای نۀ شم
عبدالوهاب مومند

ته مومن یې انسان خور ښامار دې مړ کړ!
په غیرت کې خو دې هیڅ ویلای نۀ شم!
محسن احسان

وروره ته چې څنګ په څنګ راسره نه شې
دغه تـــــــــــــوره بلا زه وهلی نۀ شم
عاطف لاروی

خدای دې نۀ راکوي داسې زندګي چې
د اسلام  لپاره  ملا  تړلـــــی نۀ شم
اسد صارم

د ورک شوي سړي یاده عجیبه یې
ته مې وژنې خو زه شور کولی نۀ شم
مستغفر ګربز

درد مې بیا لکه خُمار پۀ سر راواوښت
اذيته! نن دې بيا زغملاي نۀ شم
احمدالله نثار

نه-نه سوې څړیکې نۀ غواړمه مینې!
را ټول شوی زړۀ مې بیا شیندلی نۀ شم
جهادي عمري

ستا دوه مخي وفا دومره زړۀ رامات کړ
اوس د مینې زمزمه لوستلای نۀ شم
سباؤن ریحان

زه دې پیژنم ورځه په مخ دې ښه شه
زه لستوڼو کې ماران ساتلای نۀ شم
مهاجر مسجون

بس..! تا وګــټله تا تــه دې وي پـاتې
نوره دا موضوع بیخي څیړلای نۀ شم
مخلص کډوال

هېروم دې نور هېڅ نه درپسې ژاړم
په يادونو دې خپل زړه خوړلای نۀ شم
ملامقدام

ما دې مینې ته د پای ټکی ؤ ایښی
اوس دې بیا په زوړ مذهب بللای نۀ شم
منصور طالب

بیا تر ډېره ستا یادونو ته خپل زړه خورم
اشـــنا ځکه درته ډېر کتلای نۀ شم
همت کوچی

ته چې ټکی نه ږغېږې نه را ګورې
زه هم پام کومه ځان وژلای نۀ شم
نبیل شباب

یاره سـتا مینه ده زهر زهر زهر
زه دمینې زهر غړپ چیکلای نۀ شم
صفي الله رائد

دلته ليک پر هر رخسار بلها خبرې
خو په ډنډ سترګو يې هېڅ لوستلای نۀ شم
نور قانع

د رب ذکر باندې پاک هنداره کېږي
داسې څوک وايي چې زړه وينځلی نه شم؟
عاطف لاروی

لا اله الا الله مې پۀ زړۀ لیک ده
لۀ تا غیر بل څوک مولی! بللای نۀ شم
م منصور درمان

حُسن داره ما پر تا ایمان راوړی
بې له تا بل ته جانان ویلای نۀ شم
مظلوم کوچی

ستا په لور سترګې کږې کړم محمده !
ځان د بل د در غلام کڼلای نۀ شم
وصاف

د غربت په زولنو يمه تړلى
تر روضې دې مصطفى درتللاى نۀ شم
ادیب جواد

ملایي پۀ جګو سترګو پۀ تنخا کړم
مقتدي  لکه د غوا  لوَشَلای نۀ شم
نصرت طالب

ته ما وګوره، ډاکټره څه را سوي
زه چې موړ سمه ډوډۍ خوړلای نۀ شم
نبیل شباب

زه چې ځو! کیسې به پاتې جوړوي بیا
د ابۍ بابا دې پښې نیولی نۀ شم
جهادي عمري

که رضا دي وي راځه چي یاري وکړو
په زاریو چا ته خوله سپړلای نه شم
عبدالغني وفا

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx