دیني، سیرت او تاریخ

عيسويت وپېژنئ ( درېيمه برخه)

لیکوال: فضلي (پکتياوال)

د تثليث عقيدی ابطال

مخکې له دې چې د تثليث عقيدې د ابطال دلايل ذکر کړی شي بايد څو خبرې د دې لپاره ذکر کړل شي چې د لوستونکو ذهن د راتلونکو دلايلو لپاره ښه روښانه شي او ښه بصيرت ورته حاصل شي.

(۱) د عهد قديم کتابونه په دې ناطق دي چې الله Y يو دی، له ښځې او زامنو څخه پاک دی، هيڅکله نشي مړ کيدلای، قادر دی، چې څه وغواړي کولای يې شي، د ده مثل هيڅ شی نشي کيدلای، نه په ذات کې او نه په صفاتو کې، دا خبره د عهد قديم په کتابونو کې دومره مشهوره ده چې راوړلو ته يې هيڅ ضرورت نشته.

(۲) د غيرالله عبادت حرام دی، توريت د غيرالله عبادت ډير ځايه حرام بللی، مثلا کتاب خروج باب ۲۰، فقره ۳، ۴، ۵، ۲۳، کې او کتاب استثناء باب ۱۳، فقره ۱ تا ۱۱، توريت دا خبره هم په پوره صراحت سره واضحه کړې هر څوک چې له الله تعالی پرته د بل څه د عبادت لپاره دعوت چلوي د هغه قتل ضروري دی، که څه هم د دا قسم دعوت چلونکی دی د لويو لويو معجزو والا نبي ولې نه وي، همدا شان توريت دا خبره هم په پوره صراحت سره ذکر کړی چې که څوک د غيرالله عبادت کوي او يا بل چا ته د غيرالله د عبادت ترغيب ورکوي د داسې خلکو سنګساريدل ضروري دي، خواه دوی سړي وي او که ښځې، دوستان وي او که بل څوک.

(۳) په توريت کې داسې فقرې راغلې په کومو کې چې ويل شوي الله Y پاک دی او په هغه کې هيڅ شبه نشته، لکه د کتاب استثناء په ۴ باب ۱۲ او ۱۵ فقرو کې.

(۴) د تثليث عقيده نه په انبياؤ 9 کې کوم نبي له ځان سره راوړې او نه په آسماني کتابونو کې په کوم يوه کې نازله شوې.

په عقلي دلايلو سره د تثليث عقيدې ابطال

د عيسويانو دا عقيده ده چې تثليث هم حقيقي دی او توحيد هم حقيقي، ليکن کله چې حقيقي تثليث راشي نو حقيقي کثرت هم راځي او چې کله حقيقي تثليث او حقيقي کثرت ثابت شي نو حقيقي توحيد منتفي کيږي چې بيا يې ثبوت ممکن نه دی، ځکه چې بيا خو به د دوو حقيقتينو ضدينو جمع لازم شي او دا محال ده، بله دا چې په دې صورت کې د واجب الوجود لپاره تعدد لازميږي چې دا هم محال دی، نو لهذا ممکن نه ده چې په تثليث قايل دې د الله تعالی په حقيقي توحيد باندې قايل شي، بناء حقيقي تثليث د الله تعالی په ذات کې ممتنع دی، که چيرته د عيسويانو په کوم کتاب کې داسې قول وي چې هغه په حقيقي تثليث باندې دلالت کوي د هغه تاويل ضروري دی، ځکه چې عقل او نقل دواړه په دې دلالت کوي چې د الله تعالی په ذات کې تثليث ممتنع دی.

جرجيس سيل په انګريزي کې د قرآن مجيد ترجمه کړې کومه چې په ۱۸۳۶ کې چاپ شوې، ده په خپله دې ليکنه کې خپل قوم ته يو څه وصيتونه کړي چې يو يې دا دی : تاسو چې کوم وخت مسلمانانو ته کومه مسئله بيانوی پام کوئ چې داسې مسئله بيان نکړئ چې له عقل سره برابره نه وي، ځکه چې مسلمانان نا خبره نه دي او په دې طريقه مونږ په هغوی غالب کيدلای نشو، مسلمانان په دې خبرو ډير ښه پوهيږي، وګورئ دغه پادري په خپله دا اقرار کوي چې د دوی په دين (عيسويت) کې له عقل سره په ټکر کې مسايل شته ([1] ).

د حضرت عيسی  په اقوالو د تثليث ابطال

(۱) د يوحنا انجيل د ۱۷ باب په ۳ فقره کې حضرت عيسی u له الله تعالی سره په خطاب کې داسې ذکر کړي، هميشه زندګي دا ده چې دوی د ستا حقه خدايي او د ستا لخوا راليږل شوی يسوع مسيح وپيژني، همدلته حضرت عيسی u دا بيان کړی چې ابدي ژوند د الله Y په توحيد او د هغه رسول د عيسی په رسالت باندې په ايمان راوړلو کې دی، داسې يې نه دي ويلي چې ابدي ژوند په دريو اقنيمو او په تثليث باندې په ايمان راوړلو کې دی او يا عيسی ته د الله په ويلو او يا ورته د خدای په زوی ويلو کې دی، دلته چې حضرت عيسی u د دې خبرې لپاره خدای پاک مخاطب کړی د دې مطلب دا نه دی چې ګوا کې دلته له يهودو څخه د خطر احتمال شته دی، لهذا که چيرته په تثليث او د مسيح په الوهيت باندې عقيده لرل سبب د نجات وی نو به يې حضرت عيسی u بيان کړی وای، ليکن حقيقت دا دی چې سبب د نجات او د ابدي ژوند دار او مدار د الله تعالی په حقيقي توحيد او د حضرت عيسی u په رسالت باندې په عقيده لرلو کې دی، د دې بر عکس عقيده لرل ابدي هلاکت او ښکاره ګمراهي ده، ځکه چې د الله تعالی يو والی د هغه له دری ګونوالي سره ضد دی، همدا شان د حضرت مسيح رسول والی د هغه له الله کيدلو سره ضد دی، ځکه چې ليږونکی له ليږل شوي څخه غير وي.

(۲) د انجيل مرقس د ۱۲ باب په ۲۸ او ۳۴ فقره کې راغلي کله چې له حضرت يسوع مسيح څخه پوښتنه وشوه چې په ټولو حکمونو کې اولين حکم کوم يو دی؟ يسوع مسيح په ځواب کې وويل : اې اسرائيل واوره ! زمونږه خدای يو دی او له خدای سره په زړه، روح، عقل او ټول طاقت محبت وکړی، پوښتونکي وويل اې استاد ډيره ښه ده: تا رښتيا وويل خدای يو دی له هغه څخه پرته بل نشته، له هغه سره په زړه، روح، عقل او په ټول طاقت سره محبت کول له قربانيو او ذبيحو نه هم اوچت دي، همدا خبره د متی انجيل د ۲۲ باب په ۳۴ فقره څخه نيولې تر ۴۰ فقره پورې راغلې.

له مخکنيو فقرو څخه دا خبره ثابته شوه چې اولين وصيت کوم چې په توريت او د نورو انبياؤ په کتابونو کې دی او مدار د نجات هم دی هغه دا دی چې په دې عقيده لرل دي چې خدای Y يو دی او له هغه څخه پرته بل معبود نشته، که چيرته د تثليث او د مسيح د الوهيت عقيده برحق وی بيا ولې په توريت او د نورو انبياؤ په کتابونو کې د هغې بيان نه کيده او بايد چې حضرت عيسی u د پوښتونکي په ځواب کې داسې ويلي وای چې الله يو دی او د دريو اقنيمو خاوند دی او زه دويم خدای او د خدای زوی يم، ليکن لکه څرنګه چې حضرت عيسی u نه دا خبره د پوښتونکي په ځواب کې کړی او نه ورته توريت او نه ورته د نورو انبياؤ په کتابونو کې کومه اشاره شوې، نو ثابته شوه چې نجات د الله تعالی په حقيقي توحيد باندې په عقيده لرلو کې دی کوم چې له تثليث، شريک او د زوی لرلو له عقيدې سره منافي دی.

(۳) د مرقس انجيل د ۱۳ باب په ۳۲ فقره کې دي، ليکن د هغې ورځې يا ساعت په بابت هيڅوک علم نلري، نه د آسمان فرښتې، نه زوی، مګر پلار.
دغه قول د تثليث او د مسيح د الوهيت د بطلان اعلان کوي، ځکه چې حضرت مسيح u د قيامت د ساعت علم تر الله تعالی پورې خاص کوي او له خپل ځان او له نورو خلکو څخه د دغه علم نفي کوي او د خپل ځان لا علمي د نورو خلکو له لا علمي سره برابره وي، نو که چيرته دی الله وی نو د قيامت په وخت به يې علم لرلای او له خپل ځان څخه به يې د دې علم نفي نه کوله ([2] ).

ګرانو لوستونکو د تثليث عقيدې د ابطال په هکله د حضرت مسيح u اقوال دومره دي چې له شميره وتلي، اما مونږ دلته په همدغو اکتفاء کوو، پښتانه وايي ( موشت نمونه خروار).

[1] د ډاکټر محمد احمد عبدالقادر ملکاوي ليکنه عيسائيت صفحه نمبر ۱۴۴.

[2] د علامه الشيخ رحمت الله بن خليل الرحمن کيرانوي هندي رحمه الله تصنيف، د مولانا صفی الرحمن مبارکپوری رحمه الله ترجمه او د ډاکتر محمد احمد عبدالقادر ملکاوي حفظه الله اختصار او تدقيق عيسائيت صفحه نمبر ۱۴۳.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x