نظــر

تایوان؛ په اسیا کې د واشنګټن دویم یوکراین او که دویمه کیوبا!

استاد زمان مزمل

امریکا او غرب ته ښویېدلي یوکراین په خپله د یوکراین مسایل هغه ځای ته کش کړل چې یوکراین پکې نور د مسکو لپاره سره کرښه او بیا د جنګ کرښه شوه چې په دې اړه ډېری اشتباوې د یوکراین مشرانو او بیا د روسیي مشرانو ځکه وکړې چې د جنګ باج د همدغو دواړو په اوږو روان دی.
امریکا د یوکراین په جنګ کې د یوکراین بېچاره هېواد د جنګ قرباني کړ ،زور یې له یوکراین او روسیي وځي.
منم چې له افغانستان وروسته دا دویم نړیوال ناورین دی چې نړۍ یې په یوکراین کې د مصایبو خندق ته وغورځاوه.
ولې د روسیي برلاسي په یوکراین کې چین ته یوه شنه کرښه شوه چې کېدای شي چې په یوکراین کې د لتاړ غرب او امریکا د تایوان د چینایي کولو په یؤ چانس بدل کړي.
تایوان او چین دواړو ته پکار ول چې له یوکراین یې مثبت سیاستونه زده کړي وای.
ولې چین چې نوی نوی د امریکا سره د سیالۍ میدان ته د مسکو تر شا روان دی هغه په یوه بایللې لوبه کې ولې غواړي د هغه چین ګټلی پرستېژ او په نړۍ کې د کامیاب چین حیثیت په ځمکه راوغورځوي.
چین سره د دنیا د هېوادونو روابط، همکارۍ او دوستۍ په همدې فلسفه روان وه چې چین یؤ کم مداخلګر او ګرم استعماري هېواد ندی.
په دې کې شک نشته چې تایوان په تاریخي لحاظ د چین برخه ده ولې د چین په تخرګ کې دا مترقي او څرب شوي تایوان ته ګرانه ده چې د سل کلن بیلتون شاته د هغه چین برخه شي چې داخلي استبداد او له ایغور مسلمانانو سره د هغوی د بد او سپېره کردار راپورونه او تراژیدۍ له نږدې ویني.
چین او مسکو بلا وکړه چې نږدې یوه پېړۍ مخکې یې د امریکا په تخرګ کې د یوه ځوانمرده کیوبایي مشر په ملاتړ او حمایه کې یوه امریکا شرموونکې کیوبا جوړه کړه ولې دا به د چین او خپله تایواني مشرانو اشتباه وي چې له تایوان نه په یؤ غلط عکس العملي تصمیم کې یوه امریکایي کیوبا جوړه کړي.
تایوان که څه هم استعمار په سیاسي توجه او حمایت کې تر دغه ځایه راورسېده او هغه په شرقي بدرنګه اسیا کې یؤ مرفه او سترګو وهلی هېواد دی.
د همدې ځایه ګرانه ده چې دا واکسین شوی له سیاسي امراضو پاک تایوان د چینایي تنګ استبداد د پلازو برخه شي.
تایوان ته هم پکار وه چې له یوکراین یې درس اخیستی وای داسې سیاست یې غوره کړی وای چې د یوکراین د روانې فاجعې په دوران کې یې چین تر پخوا کم پارولی وائ او ددې خطرناک پړاو چې چین پکې په یوکراین کې مصروف غرب او امریکا د تایوان د اېل کولو لپاره یؤ ښه او چوپ چانس ګڼي، دې پړاو کې باید تایوان له غرب او امریکا سره خپل روابط او راشه درشه له تودې کرښې غورځولې ساتلې وای.
بیا هم که چین د لیونۍ لنګې غوا په شان پر خپل بچي ور ودانګي او خپل تایوان اشغال کړي چین به په سیمه کې او نړۍ کې د اعتماد او دوستیو ډېر څه بایلي او معلومه نده چې دا به په اسیا کې هغو اسیایي هېوادونو ته چې حکومتونه یې او اقتصادونه یې امریکا په بدرنګۍ ډیزاین کړي دغو د فقر بنګاله هېوادونو ته کوم کمیس ور اغوندي هغوی چې ډېر یې د فقر په وروستۍ کرښه او د متلاشي کېدو په کرښه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاه مقصود

د پولی د سر تحلیل راته ښکاری .. د تايړان او اوکرين نه چين او روسيه خپل وود په خطر که وينی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx