نظــر

د اکتوبر اوومه او زما ژوندانه پیلیزې شیبې

خالق یار احمدزی

له نن څخه څه باندې ۲۱کاله وړاندې زمونږ پر ګران هیواد نړیوالو شرپسندو، د ښکیلاکګرې امریکا په قومانده د خپلو مرموزو موخو د ترلاسه کیدو په موخه برید ترسره کړ..

هوکې؛ امریکایان ظاهراً د څو افغانما څیرو په غوښتنه په دې هدف ځان دغه برید ته چمتو وښووده، چې ګواکې د سپټمبر د ۱۱مې عاملین به تر تعقیب لاندې نیسي او په دې توګه به، افغانستان کې په اصطلاح د ترهګرۍ هغه ګواښ چې لویدیځې نړۍته یې هم سپرغۍ رسیدلې، لمنځه وړي.

هوکې؛ زه هغه مهال ۷کلن ووم او د ماشومتوب لومړني غاښونه مې تازه لمنځه تللي وه، کور مو د زرمت ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې وه، چې زمونږ پر سیمه د امریکایي الوتکو غږونه ورځ تربلې زیاتیدل او له هوا څخه به یې د هغه وخت د امارتي مشرانو انځورپاڼې پرخلکو ددې په موخه شیندلې، چې ګواکې په نیولو کې یې ورسره مرسته وکړي.
کال وروسته امریکایي یرغلګرو د افغانانو د خوشالولو په موخه د هیواد رغونې چارې پیل کړې، مکاتب پیل شول او خلک هم دومره آرام شول، چې هغه ځینې ابناءالوقت کسانو ورته لویشت لویشت ګیرې هم د ډم د حمام قرباني کړې.

۹ کلن ووم، د مرکز ګردیز یوه ښوونځي کې مې درس وایه، سرمعلم په سرلین کې ودرولو او د مترقي، دیموکرات هیواد د جوړښت په تړاو یې د آیساف ځواکونو د غوڅ ملاتړ یادونه کوله؛ مونږ ته یې د دریشي/ یونیفورم په تن کولو جدي سپارښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ، چې که هرچا تر راتلونکې اونۍ ځان په نوي مترقي لباس سنبال نه کړ، له ښوونځي به ایستل کیږي.
زما په څیر ځینو ته چې له علمي کورنیو سره یې تړاو درلوده، داکار ستونزمن مالومیده، خو داچې په بار بار جزایي شو، تن مو ورکړ او څو میاشتې پرلپسې مو ددوی په شعاریز یونفورم کې درسي بهیر مخته یووړ.
۲۰۰۶زیږدیز کال وه چې غازیانو د هیواد په لروبر کې د هغه حدیث په مصداق چې «الخراسان کنانة الله » چریکي علمیات پیل کړل او د پرځان ډاډه غلیم پښې یې وریږدولې..

جهادي بهیر پیل شو او له مختلفو خواوو عملیات روان وه، مبارزو افغان مجاهدینو له پیله پر داخلي دښمن غږ کاوو، چې هدف یې دوی نه دي، باید د امریکایانو دفاعي سپر له ځانه جوړ نه کړي؛ خو د امریکایي ډالرو خوند، ډیرو ځوانانو ته دا پیغام بیځایه هوس ښکاره کړی وه او په ښکاره به یې طالب خپل دښمن باله.
شاوخوا شل کلونه د نني اسلامي نظام د قیام په موخه او د یوې مبینې سوبې په نیت، زرګونه ځوانان استشهادي بریدونو ته تیار شول؛ ولسونو هم له مجاهد طالبه د سر او مال په بیه دفاع وکړه او راغلي دښمن ته هره سمه او غر سور اور وګرځیده؛ چې بالاخره مجاهد طالب د خپل ملت په غوڅ ملاتړ وتوانیده، د یرغلګرو د ماتې په لړلیک کې د امریکا په مشرۍ د نږدې ۵۰ هیوادونو نومونه ترتیب وار شامل کړي او ټولو ته د عبرت دا ټکي یوځل بیا ور په یاد کړي چې «دې خاورې ته راتلل آسان، خو ترې وتل د زړه زور غواړي»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx