افغانستان

د کابل او واشنګتن ترمنځ په لوړه کچه خبرې روانې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۱ل): د راپورونو سره سم د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان جګپوړو دولتي چارواکو او امریکایانو تر منځ خبرې رواني دي.

د سي ان ان د راپور سره سم دغه غونډه په دوحه کې تر سره کیږي، د امریکا لخوا د استخباراتو معاون ډیوډ کوهین، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ، د بهرنیو چارو او دفاع وزارت نور جګپوړي چارواکي ګډون لري.

تر اوسه د افغانستان حکومت په دې تړاو څه نه دي ویلي خو د سي ان ان په راپور کې د افغانستان د هیئت مشر د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق نوم اخیستل سوی.

د نن ټکی اسیا د معلوماتو پر اساس د افغانستان په دولتي پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او نور ملکي ادارو چارواکي هم ګډون لري.

تر اوسه په دوحه کې د روانو خبرو ایجنډا په اړه څه نه دي ویل شوي خو دا لومړی ځل دی چې په کابل کې د امریکایانو لخوا د ډرون برید وروسته دواړه اړخونه یو بل سره مخامخ کیږي.

امریکا او افغانستان په دې وروستیو کې د بندیانو په تبادله کې ځیني پرمختګونه لرل چې لمخې یې د ګوانتنامو زندان څخه یو بندي اسدالله هارون او د تیرو ۱۷ کلونو راهیسي په بند کې پروت محکوم شوی حاجي بشر نورزی را خوشي کړل شول.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندي د افغانستان لپاره د امریکا شارزدافیري رسنیو ته په واضحو ټکو وویل چې نور به په افغانستان کې د پوځې مداخلې غلطي تکرار نه کړي او همداراز یې د افغانستان د اوسني حکومت سره د مثبت پرمختګ په اړه څرګندونې لرلې چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پر نیژدې کیدو دلالت کوي.

د سرچینو له قوله ګمان کیږي د دواړو اړخونو تر منځ به د افغانستان د اقتصاد، افغان فنډ، د افغانستان سره بشري مرستې، د افغانانو لپاره په امریکا کې قونسلي چاري، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان نمایندګي او ورته نور سیاسي او امنیتي موضوعات شامل وي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ د اکتوبر ۷ په مناسب پر امریکا غږ کړی وو چې د افغانستان د نوي حکومت سره په مثبتو اړیکو تعامل وکړي.
نوموړي ویلي وه: که امریکا په سیمه کې امنیت غواړي او غواړي سیمه پر ارامه سي، نو باید د افغانستان د اوسني حکومت سره مثبتي اړیکي ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

ویل کېږي چې امریکایانو د طالبانو څخه په شمال کې د یوې استخباراتي اډې غوښتنه کړېده. امریکایي او پاکستاني چارواکو هم په واشنګټن کې د افغانستان په هکله د پټو دروازو شاته خبرې کړېدي. امریکا غواړي یو ځل بیا د چین، روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لپاره په افغانستان کې خپل شتون عملي کړي. د همدې لپاره یې د همران خان حکومت له مینځه یووړ. که طالبان دا اډه ورکړي، لمړی خو به هغه ترانزیتي لاره چې د چین څخه د قرغزستان او ازبکستان له لارو افغانستان ته راځي، بنده شي او افغانستان به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx