ورزش

رونالډو لومړی فوټبالر شو چې په کلبي سیالیو کې ۷۰۰ ګولونه بشپړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۱ل): د نړۍ نامتو پرتګالی فوټبالر کریستیانو رونالډو په نړۍ کې لومړی لوبغاړی شو چې په کلبي سیالیو کې ۷۰۰ ګولونه بشپړوي.

رونالډو دغه کارنامه تېره ورځ د انګلستان پریمیئر لیګ په یوه لوبه کې د ایورتن کلب پر وړاندې په ګول وهلو ترسره کړه.

د رونالډو کلب مانچسټر یونیټډ دغه لوبه په ۴۴مه دقیقه کې د نوموړي د ګټونکي ګول په مرسته په ۲-۱ په خپل نوم کړه.

رونالډو چې عمر یې اوسمهال ۳۷ کلنۍ ته رسېدلی د لوبډلې لپاره د پخوا په څېر بریالی نشي ثابتېدلی، خو د فرصت موندلو سره یې په لوبه کې خپله وړتیا ثابته کړې ده.

رونالډو په خپل ۲۰ کلن کیریئر کې تر دې دمه د پنځو کلبونو لپاره لوبې کړي چې تر ټولو زیات 450 ګولونه یې د ریال مدرید په ګټه وهلي. هغه د مانچسټر یونیټډ لپاره ټولټال ۱۴۴ ګولونه راوړې دي.

نوموړي خپل ۲۰ کلن کیریئر د يوه پرتګالي کلب سپورتینګ لیسبن سره پېل کړی چیرته چې یې پنځه ګولونه وهلي، دغه راز یې د ایټالوي کلب یوونتوس سره ۱۰۱ ګولونه په خپل نوم کړې دي.

هغه په تېر اوړي کې غوښتل مانچسټر یونیټډ پریږدي او یوې بلې لوبډلې ته چېرته چې د لوبېدو زیات فرصت ومومي لاړ شي، خو د رونالډو زیات عمر ته په کتلو هیڅ لوبډلې د نوموړي د خپلولو بولي ونه لګوله.

رونالډو د فوټبال په تاریخ کې د نړۍ تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی دی چې د خپل هېواد او کلبونو لپاره یې تر ټولو زیات ۸۱۷ ګولونه وهلې دي.

هغه د پرتګال ملی لوبډلې لپاره ۱۱۷ ګولونه وهلې دي. دا د یوه لوبغاړي لپاره په فردي توګه د ملي لوبډلې په استازیتوب تر ټولو زیات ګولونه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx